خامنهیي پر ایران بندیزونه د ناسم مدیریت پایله ګڼي
د ایران سترمذهبي مشر ایات الله خامنهیي وایي، په هېواد کې اقتصادي ستونزې د امریکا د فشارونو نه، بلکې تر ډېره د داخلي ناسم مدیرت پایله ده.
د ایران دولتي ټلوېزیون د خامنهیي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، د امریکا د بندیزونو په نسبت د اقتصادي وضعیت ناسم مدیریت د ایران پر عادي وګړو فشارونه زیات کړي دي.
هغه زیاته کړې، د ښه مدیریت کولو او پلانولو له لارې کولای شو چې د بندیزونو پر وړاندې ودرېږو او پر هغو برلاسي شو.
0 نظرونه