بریټانیا ته د امریکا خبرداری
په لندن کې د امریکا سفیر د بریټانیا لومړۍ وزیرې ټریزا مې ته خبرداری ورکړی چې په ایران د ډونالډ ټرمپ د بندیزونو پر سر د امریکا ملاتړ وکړي.
په لندن کې د امریکا سفیر ووډي جانسن خبرداری ورکړی چې که دوی د امریکا ملگرتیا و نه کړي، نو دا به بدې سوداګریزې پایلې ولري.
هغه ویلي، بریټانیا د امریکا نږدې ملگری دی او تمه ده چې هغوی به ورسره د ایران د بندیزونو په اړه هوکړه وکړي.
0 نظرونه