یو بل افغان لوبغاړي هم توره وکړه
د هېواد ځوان کریکټر قیس احمد د ویسټ انډیز په کرابین پریمر لیګ سیالیو کې درې مهمې ویکټې اخېستې.
۱۸ کلن قیس په دې سیالیو کې يوازینی افغان لوبغاړی دی چې د سنټ لوشیا سټارز لوبډله کې لوبېږي.
قیس احمد که څه هم د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې په ویکټ اخېستو بریالی نهشو، خو پهخپله دویمه لوبه کې یې په څلورو اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې اوټ کړل.
ده په دې لوبه کې پاکستانی تکړه الراونډر شعیب ملک،او دوه ویسټ انډیزي لوبغاړي والټن او هټ مایر وسوځول.
0 نظرونه