لوکس دولت د لټانو په دېره بدل شوی
۲۲ اسد ۱۳۹۷ 137231 0 نظر سرخط ورځپاڼه

لوکس دولت د لټانو په دېره بدل شوی

 

یو مهال په افغانستان کې د غیردولتي موسسو د دفترونو او حکومتي ادارو توپیر دومره و چې په لیدو به یې دولت ته د ډېرو زړه بد شو.

 

هغه مهال دولتي ادارې له زړو مېزونو، زړو څوکیو او الماریو ډکې او المارۍ له زړو کاغذونو او کاغذونه له قلمي ګډو وډو لیکنو ډک وو.

 

د دفترونو په دننه کې زاړه ماموران ناست او د پخو شویو خوړو بویونو به د ډېرو اشتها ګډه وډه کړه.

 

برعکس د غیردولتي موسسو دفترونه په لوکسو وسایلو، فرنېچر، الماریو او قیمتي کمپیوټرونو سنبال او تر ډېره په نړیوالو ژبو پوه عصري ځوانانو پکې هره ورځ د هغه مهال د دولتي کارکوونکيو د یوه کال معادل کار په یوه اوونۍ کې تر سره کاوه.

 

تر ۲۰۰۷ کاله پورې د دلتي نظام زړه‌چاودی حالت هماغه ډول روان و او د دولت دننه چارواکي او کم‌واکي ټول په دې ارمان وو چې یوه ورځ یې کارځایونه د موسسو په څېر په ورځني موډ برابر او عصري موټرونه یې تر پښو لاندې شي.

 

د پخواني ولسمشر حکومت د موسسو د لوکسو وسایلو پر وړاندې د ګام پورته کولو موضوع په لویه کچه را پورته کړه او په یوه مهال یې پر ټولو موسسو د لوکسو وسایلو د اخیستو د بندیز خبره وکړه او لارښوونه یې وکړه چې د خیر ښیګڼې په نوم هیڅ غیردولتي موسسه تر ۱۵ په سلو کې ډېره خپله بودجه په دفتري وسایلو نه‌شي لګولای.

د موسسو له مخالفت سره سره پخواني حکومت په یوه بل ګام کې نړیواله ټولنه راضي کړه چې په غیردولتي موسسو کې بوخت مسلکي او په کار پوه افغانان په دولت کې کار کولو ته وهڅوي او د موسسو په پرتله به ډېره تنخوا په دولتي ادارو کې ورکړل شي.

 

موخه د دولتي نظام او سیسټم په پښو درېدل او له وړ افغانانو کار اخیستل و.

 

کیسه د پخواني ولسمشر له پلان سره سمه پر مخ ولاړه او له NGO ګانو څخه حکومت ته د مسلکي افغانانو راتګ پیل شو او ډېرو ته دومره لوړې تنخواوې په پام کې ونیول شوې چې په امریکا او اروپا کې هم کارپوهانو ته نه ورکول کېدې.

 

دې کار د کارونو او پلانونو د تنظیم پر ځای خبره خړه پړه کړه او له موسسو را ګرځېدلو ځوانانو د داسې لوکسو او عصري دفترونو سمبالولو ته ملا وتړله چې په اروپا او امریکا کې یې د نړۍ د نوم‌وتو شرکتونو چارواکي او مشران نه لري.

 

دوی د ځانونو لپاره له دوبۍ، لندن او نیویارک څخه د کمپیوټرونو، بېګونو او مبایلونو د راوړلو فرمایشونه ورکړل او د جاپان او جرمني د موټر جوړولو کمپنیو ته یې د برلین او ټوکیو د عصري ژوند له اړتیاوو سره سم دلکسس موټرونو د جوړولو او تر لاسه کولو وړاندیزونه واستول.

د دوی غوښتنې د لوېدیځ د ډالرو په مټ پوره شوې، خو د پخواني او اوسني ولسمشر هغه هیله تر اوسه نه ده پوره شوې چې افغان حکومت دې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د خپل ولس په چوپړ کې وي او حکومتي کارکوونکي دې د خلکو باداران نه، بلکې خدمتګاران وي او د خپل هېواد د پرمختیا په فکر کې دې وي.

د یوې لسیزې په تېرېدو سره افغان دولت د عصري ادارو او دفترونو لرونکی او تر انجوګانو لوکس او مجلل وسایل یې ډېرو ته خوښي بښي.

 

له تېرو لسو کلونو راهیسې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پرمختیايي بودیجې یوه لویه برخه د دولتي دفترونو په عصري کولو مصرفېږي او تر ننه حکومت په دې برخه کې کوم محدودیت نه دی لګولی او هر وزارت او اداره د لوکسو وسایلو په پېرلو کې تربل هغه مخکې روانه ده.

 

لږ تر لږه له تېرې یوې لسیزې راهیسې د پرمختیايي بودیجې د لګښت کچه په دغه ډول پورته وړل کېږي او هغه چارواکي په ناز ستایل کېږي چې د بودیجې لګښت تر ۵۰ په سلو کې ډېر وي، مهمه نه ده چې څومره لوکس وسایل، مېزونه، څوکۍ او موټرونه یې دفتر ته اخیستي دي.

 

نن سبا دولتي ادارې تر ډېره په ترکي فرنېچر او مېزونو سنبال، د نړۍ د پرمختلليو هېوادونو په څېر کمپیوټرونه پکې پر مېزونو پراته، د دولتي کارکوونکيو یې عصري درېشۍ په غاړه او په داسې څوکیو کار ته ناست وي چې ان د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک په ادارو کې نه کارول کېږي، خو د کار له اړخه خبره تر پخوا هم ورانه ښکاري.

 

د ادارو د مشرانو ټول سوچ او فکر د مجللو دفترونو په جوړولو او د لسګونو زره ډالرو ارزښت لرونکيو موټرو په را نیولو را څرخي او په دغه برخه کې سیالي پر وزیرانو او معینانو سربېره ان د حکومتي ريیسانو تر منځ ښه په درز کې روانه ده.

 

نړیوالو ادارو ته په کتو حکومتي ریيسان د خپل کار ډېر وخت په داسې ناستو، غونډو او میټینګونو تېروي چې په غیردولتي موسسو کې د ورځني کار یو یا دوه فیصده وخت ورته ځانګړی کېږي، خو د افغانستان د نظام ډېر چارواکي په پوره ورځ سربېره پوره پوره اونۍ په غونډو بوخت وي او مراجعين په دهلېزونو کې د چارواکي یوه لاسلیک ته اونۍ اونۍ په تمه وي.

 

ډېر په دې باور دي چې د حکومتي ادارو د مشرانو تر منځ د ناستو کلچر له نړیوالو ادارو راغلی، خو د وخت فرهنګ یې نه دی ورسره راوړی.

 

د حکومت دننه مشران خپل ستر کارونه داسې کوچنیو مامورینو ته سپاري چې هغوی یې د تر سره کولو وړتیا نه لري او له کبله یې د ولس او حکومت کارونه له ځنډ او خنډ سره مخامخ کېږي.

 

بله خوا د حکومت د ټیټ پوړو مامورینو د ورځني کار یوه غټه برخه په چای خونو او خوړنځیو کې تېرېږي چې په نهو بجو د پیل شویو پخېدونکيو خوړو بویونه یې له لویو ودانیو سل مټره لېرې پورته کېږي او نااشنا خلکو ته ټوله اداره اشپزخانه ښکاري.

 

د حکومت دننه کار په نشت حساب او اداري فساد په دې برخه کې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي چې د دولت اعتبار ته یې زیان رسولی او د ولس د کارونو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

 

سره له دې چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د نړیوالو په مټ سیسټمونه جوړ شوي، خو د کار سړي په شمار او د شمار سړي بې‌کار دي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې