ارګ هم سقوط دی؟  نور نو د حکومت پزه پرې کېږي
۲۲ اسد ۱۳۹۷ 138075 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ارګ هم سقوط دی؟ نور نو د حکومت پزه پرې کېږي

 

تر دوه زره تنه زيات مسافر چې له هرات، هلمند، روزګان، نيمروز او نورو ولايتونو څخه کابل ته را پرلاره وو، په کندهار له تېرو څلورو ورځو راهيسې په کندهار کې بند پاتې دي او اوس يې له ډلې تر درې سوه تنه زيات کسان په نس ناستي اخته شوي دي.

د دوی زياتو ته پيسې ورختمې شوې نه شا ته تلای شي، نه مخکې لاره خلاصه ده او په کندهار کې د ډوډۍ پيسې هم نه لري.

هلته په غزني کې جګړه څلورمې ورځې ته غځېږي، سلګونه تنه شهيدان دي او په روغتون کې د ټپيانو لپاره نور ځای ختم شوی دی.

د ښار له دوو ودانيو پرته ټولې سقوط شوې وې او د طالبانو له خوا اور ور اچول شوی دی.

خو بله خوا ارګ په دغه ګرم اوړي کې په ژمني خوب ويده دی او داسې ښکاري لکه تر اوسه چې لا خبر هم نه وي.

له غزني څخه چې څوک په تېښته رابريالي شوي دي، وايي، هلته ټول خلک حيران دي او اوس باوري شوي دي چې دوی په لوی لاس د طالبانو وحشت ته وسپارل شوی.

د ارګ چوپتيا ته په کتو رښتيا هم داسې ښکاري لکه حکومت چې په لوی لاس غزنی قتل عام ته سپارلی وي او غواړي دغه ولايت په بشپړه توګه وسوځول شي.

د حکومت ټول زور نيم په درواغو ويلو بر دی، نيم زور په دې مصرفوي چې په ټولنيزو رسنيو کې د هغو کسانو خولې پټې کړي چې د غزني په اړه څرګندونې کوي او هلته د روان قيامت په اړه غږېږي.

بس ښه پلمه ورته جوړه ده، د سرتېرو مورال په دغسې څرګندونو ضعيفېږي.

د سرتېرو مورال ته به سمه ده چې دغسې څرګندونې تر يوې اندازې تاوان رسوي، خو تر دې بد تاوان ورته دا رسوي چې سرتېري په لوی لاس د دښمن وار ته لاس او پښې تړلي خوشې کړې.

د سرتېرو مورال په دې ضعيفېږي چې هوايي ځواک ورته و نه رسوي، پوښتنه يې و نه کړې، د دښمن په ځپلو کې ورسره مرسته و نه کړې، د امنيتي ارګانونو تر منځ همغږي جوړه نه کړې.

دا دی څلورمه ورځ ده په غزني کې طالبانو وحشت اوج ته رسولی دی، د دغه ولايت اسمان په لوګيو تور ښکاري، تر ودانيو يې لمبې تاوېږي، خو د اردو سرتېري په خپله لوا کې مزې کوي، يوازې تيارسئ ناست دي، له يو لښکر ترهګرو سره يوازې يو امنيه قوماندان او د هغه څو سروهلي بروهلي ځوانان پنجې نرموي.

امنيه قوماندان او څو د ګوتو په شمېر ملګري يې انسانان دي، روباټونه نه دي، ستړي کېږي، خوب ورځي، څلور ورځې پرله پسې جګړه د انسان تر وس وتلې خبره ده، مرمۍ ورختمېږي، خو حکومت له بې څښتنه مال، د دښمن چپاو ته خوشې کړي دي.

حتا د پوليسو په ليکو کې هم د قومي او ژبني توپير په اساس، سم نيمايي کورو ته تللي، يوازې همدا څو تنه د درست ښار ساتنې ته، د دښمن مخې ته ور پرېښودل شوي دي.

د جګړې په لومړۍ ورځ حکومت اعلان وکړ چې سيمې ته يې تازه دمي سرتېري رسېدلي دي، خو تر اوسه نه هلته تازه دمی سرتېری چا ليدلی، نه هوايي بمباري شوې ده، نه محاصره ماته شوه، نه د ښار کومه سيمه بېرته له طالبانو پاکه کړای شوه.

حکومت به کمزوری وي، په وس به يې نه وي پوره، ځواک به نه شي رسولای، په څلور سوه زره سرتېرو به د شلو زرو طالبانو د زور نه وي، نو دروغ خو دې نه وايي.

دغه درواغ د سرتېرو په وينو ملنډې وهل دي، د شهيدانو پر جنازو خندل دي، د غزني د هغو مخلصو ځوانانو پر قبرونو ناړې توکل دي چې د همدې نظام په پلوي کې يې پاڅونونه وکړل او تر سرونو تېر شول.

د جګړې په درېيمه ورځ د ملي دفاع وزير وايي چې دوې ورځې وروسته به د غزني حالت تغيير شي.

څنګه به تغيير  شي؟ ودانۍ به ايره شي، خلک به ټول تر تېغ تېر شي، همدا يوازېنی پاتې امنيه قوماندان به هم شهيد شي؟ که به غزنی له طالبانو پاک او فتح شي؟

په تېرو ورځو کې د دفاع وزارت کارنامو ته په کتو خو داسې نه ښکاري چې دوی دې څه توره وکړي، يوازې به د ښار يو دوې جوړې پاتې ودانۍ او ادارې هم د طالبانو لاس ته ولوېږي، هغو ته به هم اور واچوي، نور نو په ښار کې هيڅ نه دي پاتې دي، هر څه ايره شول، سلګونه ځوانۍ ونړېدې، طالبانو ته نور په ښار کې داسې څه نه دي پاتې چې ويجاړ او له منځه دې يې يوسي، همدې دوو ودانيو ته به هم اور واچوي، توپکونه به پر اوږو کړي او بېرته د ولسواليو پر خوا مخه ونيسي.

حکومت ابرو لري، دبدبه لري، شان او شوکت لري، خو اوس ورسره د ارګ له خوا بېخي بې‌خونده ټوکې او مسخرې روانې دي. نور نو د حکومت پزه پرې کېږي.

بيا به په کومو سترګو ولسمشر د غزني خلکو ته ګوري، په کومه خوله به خلکو ته د حکومت د ملاتړ ويل کېږي، په کومه سيمه کې به څوک زړه ښه کړي چې د غزني د اوسېدونکيو غوندې په تش لاس، د نظام په ننګه هر څه قربان کړي.

له غزني سره ستره جفا وشوه.

داسې بايد نه وای شوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې