حکومتوالو له ولسه سپر جوړ کړی
۲۲ اسد ۱۳۹۷ 116750 0 نظر اسد نورزی

حکومتوالو له ولسه سپر جوړ کړی


له هغې ورځې چې په بشري ټولنه کې د حکومتدارۍ نظريه را منځ ته شوې ده؛ نو حکومتونه په دې پلمه را منځ ته کېږي چې د ولسونو د ژوند د ارامتيا او هوساينې لپاره کار وکړي. د وګړيو ځاني او مالي امنيت خوندي وساتلای شي، خلکو ته کار پيدا کړي، عدالت تامين کړي او په ټولنه کې ملت له هر اړخيزې هوساينې برخمن شي.

خو په افغانستان کې بیا دغه موضوع کاملاً برعکس ده.

که د کابل ښار او نورو ولايتونو ته سر ورښکاره کړو، هر ځای ته چې ځو لارې به بندې وي او د سړکونو په منځونو کې به دنګې دنګې موانع درول شوې وي.

د هرې ادارې د ننوتلو لارې داسې جوړې شوې دي لکه د پېريانو کوڅې، چې د نابلده کسانو لپاره ډېره سخته ده چې په خپل ټاکلي وخت هغه ځای ته ورسېږي چې ښه بېلګه يې د کابل امينه قومانداني، وزارتونه او ادارې دي.

اوس د دوی دغه بد حال او دومره ژوره وېره د خلکو په زړونو کې وېرې پيدا کړې او همدارنګه داسې درک کېږي چې چارواکيو ته ولس مهم نه دی، بلکې دوی هر وخت په عامو وګړيو ځانونه ساتي.

ځکه هر وخت چې پېښې شوې دي، ولس پکې شديد زيان ليدلی دی. د دې يو علت دا دی چې د دوايرو قراولونه دومره مغلق جوړ شوي دي چې له يوې خوا يې د ټرافيکو مخنيوی کړی او بل خوا مراجعان نه‌شي کولای په اسانه ادارې ته ننوځي چې دغه چارې د دولتي ادارو مخې ته د ډېرې ګڼې ګوڼې سبب شوې دي.

هر وخت چې مخالفانو دولتي مرکزونه تر بريدونو لاندې نيولي، لوی زيان يې ولس ته رسېدلی او هره دقيقه عام وګړي د مرګ له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

د دې په عوض چې حکومت د خلکو ژوند خوندي کړي، دوی د خلکو د ژوند په بيه خپل ځانونه خوندي کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د افغان پوځ او نظامي ادارو تر نيمايي زيات پرسونل د چارواکيو او نورو خلکو په شخصي خونديتوب او امنيت کې مصروف دی، په داسې حال کې چې هره ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د مرګونو او چاودنو خبرونه وي او ولسونه په ډېر بې رحمانه توګه په دې جګړه کې ضايعات ورکوي.

که افغان حکومت د انفرادي امنيت په ځای د عامه امنيت په ښه کېدو کار وکړي او هغه مصارف چې په شخصي توګه د چارواکيو او حکومتوالو په دفترونو او کورونو يې کوي، د عمومي وضعيت په ښه کېدو کې ترې استفاده وکړي؛ نو له يوې خوا به د ولسونو د زياتې مرګ ژوبلې مخنيوی شوی وي او بل لور ته به د چارواکيو دغه ژوره وېره رفع شوې وي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې