د کسپین سمندرګي د حقوقي موقف کنوانسیون لاسلیک شو
د کسپین سمندرګي غاړې پنځو هېوادونو مشرانو پرون په قزاقستان کې د دې سمندرګي د حقوقي موقف په اړه یو کنوانسیون لاسلیک کړ.
د روسیې، ایران، اذربایجان، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ د دې سمندرګي د موقف په اړه له څه باندې شلو کلونو راهیسې لانجه روانه وه.
دغو مشرانو پر دې کنوانسیون تر لاسلیک مخکې په خپلو خبرو کې په دې اړه ډېر جزیات ور نه کړل.
له کلونو راهیسې لانجه د کسپین د موقف پر سر وه چې ایا هغه سمندرګی وبلل شي که جهیل.
0 نظرونه