په سوریه کې چاودنې ۱۸ تنه ووژل
د سوریې په شمال کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه اتهلس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د سوریې د حکومت مخالف فعالان وايي، چاودنه ډېره زوروره وه او یوه پنځه پوړیزه ودانۍ یې هم نړولې ده چې ډېر خلک ترې لاندې شوي دي.
په بریټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، چاودنه د یکشنبې په ورځ له ترکیې سره په سرحد کې د سرمدا په سیمه کې شوې ده، خو لا د چاودنې دقیق علت مالوم نه دی.
دا هم مالومه نه ده چې په قربانیانو کې یې څومره نظامیان او څومره نور ملکیان دي.
0 نظرونه