سیاسي ګوندونه موقت حکومت په خوب ویني
۲۱ اسد ۱۳۹۷ 124934 0 نظر سرخط ورځپاڼه

سیاسي ګوندونه موقت حکومت په خوب ویني

 

افغانستان هر ځل د سیاسي ډلو ټپلو له خوا د بحران کندې ته ورټېل وهل شوی او په دغو ګوندونو کې تر ډېره د پخوانۍ شمالي ټلوالې اړخونه شامل دي. لږ تر لږه په وروستیو ۳ لسیزو کې دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټې تر پښو لاندې چختاړه کړي او د ملي یووالي ښېرازه یې له منځه وړې ده. په ۱۹۹۱م کې د ډاکټر نجیب د حکومت له ګوښه کېدو را نیولې، بیا د حزب او جمعیت په ګډون د تنظیمونو تر منځ کړکېچ له طالبانو سره د ټلوالې جګړو، د ۲۰۰۱ کال پر مهال پر ټول واک د هماغې ټلوالې له خوا د خېټې اچول، وروسته د موقت، انتقالي او د پخواني ولسمشر کرزي د ۲ دورو پر مهال ټول واک یوه مشخص اړخ تر خپلو ګونډو لاندې کولو ته په کتو د افغانستان د ډېرو ناخوالو پل د دوی تر دفترونو رسېږي.

دوی د هر بحران له برکته د ناروا شتمنیو څښتنان شول،  سلګونه نالوستي یې جنرالان او لمسیان یې هم د څو اسمان‌څکو ودانیو خاوندان شول. ان خبره دومره ستره وه چې د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، دفاع او یو شمېر نورو وزارتونو وزیران یې څو کاله نالوستي قوماندانان او د قوماندانانو په دسترخوانونو را لوی شوي کسان وو. دې بهیر همدغو نالوستو ته داسې تصویر ورکړ چې ګنې دوی د افغانستان د سیاست اصلي میراث‌خواره دي او پر دوی سترګې پټول ګڼې ستونزې را منځ ته کوي.

دوی اوس هم د افغانستان ټول امتیاز د خپل نیکه او لمسي حق ګڼي او په هره لویه او وړه ناسته کې د جهاد حق د الله پاک پر ځای له کړول شوي افغان ملت څخه غواړي. دوی د شلمې پېړۍ شعارونه په ۲۱مه پېړۍ کې ورکوي او د امریکا تر چتر لاندې زېږېدلی نسل یې چې تر ۲۰ کلونو کم عمرونه لري هم د جهاد په نوم د امتیاز غوښتنې کوي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې د جنګ له ایرو را بهرشويو په نوم سیاسي ګوندونو د خپل پخواني توپک په زور له واک څخه داسې ناوړه ګټه پورته کړه، د سیاسي مبارزې  پر ځای یې پر سپرو ستغو او ګواښونو ډاډ زیات شو. د دوی هرې ناروا ته ګوته نیول د دوی له خوا د وینو د سېلاب د بهولو په ګواښونو زمزمه کېږي او فکر یې دا دی چې ملت به له وېرې د دوی باداري او خپله غلامي ومني. دوی په سیاسي ماتې تر اوسه باور و نه موند، ځکه چې دوی سیاسي نه، بلکې جنګي ډلې دي او د جګړو روزل شويو ته کله هم د ماتې د منلو خبره نه وي شوې.

که دوی په تېره یوه نیمه لسیزه کې له سیاست سره لږ هم اشنايي پیدا کړې وای، پر دې به پوه شوي واست چې افغانستان په ۲۱مه پېړۍ کې ژوند کوي او د خلکو د کرکې په اندازه یې خپلو تګلارو ته بدلون ورکولای شوای. دوی په لوی لاس په ټولنه کې درز اچولو ته زور ورکړی او غواړي چې د جګړې د زمانې په څېر له هماغو لارو واک تر لاسه کړي چې دوی ورته روزل شوي دي. دوی د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د اوبو خړولو او کبانو د نیولو لوبه پیل کړه، خو ډېره پایله یې نه لرله. د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د اړ و دوړ جوړولو او واک تر لاسه کولو پروژه یې بریالۍ شوه او د لوبې په پراختیا یې باور زیات شو، خو په تېرو ۴ کلونو کې د دوی د پلان او سوچ خلاف افغانستان پر داسې خوا روان شو چې د دوی پوچو ادعاوو او ببولالو ته ملت غبرګون وښوو او ښکاري چې د دوی د کږو خولو د سمولو سوکان په ډېرېدو دي.

د دغو لارورکو سیاستوالو شعارونو ته اوس ډېر هوښیار ملت څڼې نه اچوي، خو دوی په دې اوبدلي ملت کې د درز اچولو ډرامې ته زور ورکړی. د پخواني حکومت ډېر نازولي اوس بیا پر یوه سپیره دسترخوان په راغونډېدو دي او په نوې ډرامه کې یې د موقت حکومت سناریو هم کښلې.

د دغې سناریو د تصویرولو لپاره دوی د ټاکنو د منلو ډولونه غږوي او حکومت ته یې د نه تر سره کېدو ګواښونه کوي. هیله یې دا ده چې په راتلونکي حمل کې د ولسمشري ټاکنې امکان نه لري او د حالاتو د ترینګلتیا لپاره یې رسنیزو ناستو ته کش ورکړی. همدغه پخواني نامتجانس سیاستوال چې نالوستي یې تر لوستو په وزن درانه بلل کېږي، غواړي چې د ولسمشري د ټاکنو د تر سره کېدو پر وړاندې داسې بهانې را منځ ته کړي چې د ښاغلي غني د واک په پای ته رسېدو سره د ټاکنو تر سره کېدل ناشوني وبولي، خبره د واک د تشې را منځ ته کېدو ته ورسېږي او د دوی له خوښې سره سم د موقت حکومت را منځ ته کېدو ډرامه عملي کړي.

ښکاري چې دوی په دې کیسه له پخواني ولسمشر سره هم خبرې کړې دي او د دوی د ډیزاین شوې سناریو پر اساس به د ډرامې اصلي لوبغاړی پخوانی ولسمشر وي چې د را منځ ته کېدونکي لنډمهاله حکومت پر مهال به لویه جرګه راغواړي، اساسي قانون ته به بدلون ورکوي او ټیک به د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۴ کال د لوبې رنګ ورکوي.

د هغې لوبې پر اساس ښاغلی کرزی د موقت، بیا د انتقالي حکومت مشر او بیا یې د اساسي قانون پر اساس ټاکنو ته ځان کاندید کړ. ان داسې بحثونه هم کېږي چې که د دغو ډلو ټپلو د موقت حکومت را منځ ته کېدو خوب رښتیا شو، له امریکا سره به سټراټېژیک او امنیتي تړون فسخ کوي او د طالبانو د راتلو زمینه به برابروي.

همدغو سیاسي نابالغو ته امریکا هم د افغانستان په څېر بې لاس او پښو هېواد ښکاري چې د دوی په غوښتنه به دلته په خپلو ټولو سټراټېژیکو موخو خاورې اړوي او د اسیا زړه به روسیې او چین ته پرېږدي.

له روانو حالاتو همداسې ښکاري چې دغه په نوم یو زیات شمېر سیاسي ګوندونه افغانستان د یوه بحران خوا ته بیا یې چې په ۲۰۱۹ کې یې دومره ژور کړي چې له برکته یې ددوی ایډیال وضیعت تحقق ومومي او واک ته يوه بله لسیزه د دوی بیا رسېدل تضمین شي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې