د امریکا او ترکیې ناندرۍ لا هم روانې دي
د ترکي توکیو پر صادراتو د امریکا لهخوا د تعرفې تر لوړولو وروسته، د دې هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.
د دې تعرفو له زیاتوالي سره د ترکي لېرې بیه کابو شل سلنه راکمه شوې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپلو هېوادوالو ته ویلي، ترکیه د لویدیز تر اقتصادي برید لاندې ده.
هغه له خپلو خلکو غوښتي چې که بهرني اسعار په ځانګړې توګه ډالر او یورو لري، نو پرې دې ترکي پیسې واخلي، څو د لېرې د بیې کموالي تشه ډکه کړي.
0 نظرونه