امریکا نور پاکستانيان نه روزي
د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې چې تر دې وروسته د پاکستاني عسکرو د روزنې بهیر دروي.
ډان ورځپاڼه لیکي، ټاکل شوې وه چې په راتلوونکي ښوونیز کال کې ۶۶ پاکستاني عسکر امریکا ته د روزنې په موخه ولاړ شي، خو امریکا د دې پروګرام لپاره اړین لګښت نه دی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو تر دې وړاندې پر پاکستان د ترهګرو ډلو پر وړاندې د ګام نه پورته کوله په غبرګون کې خپلې مرستې کمې کړې وې.
0 نظرونه