۲۶ کاله وروسته زموږ اسمان زموږ شو
۲۰ اسد ۱۳۹۷ 117849 0 نظر جمشید غزنيوال

۲۶ کاله وروسته زموږ اسمان زموږ شو


د افغانستان جمهوري ریاست د روان ۱۳۹۷ کال د اسد مياشتې پر ۱۸مه اعلان کړه چې تر ۲۶ کلونو وروسته د افغانستان د هوايي حریم کنټرول افغانانو په لاس کې واخیست.

ولسمشر د کابل په هوايي ډګر کې په جوړو شويو مراسمو کې وويل چې افغانستان د سيمې په څلورلارې بدل شو او ژر به د ځمکې له لارې هم دغه هدف ته ورسېږي.

د رادار دا نوی سيسټم چې پخوا د بهرنیانو لهخوا کنټرولېده، تر دې وروسته به د افغانانو په لاس کې وي.

د نورو اوږدمهاله ګټو تر څنګ يې فعلي ګټه دا ده چې پخوا په هوايي خدمتونو ميليونونه ډالر لګښت راته، اوس به د دې نوې ټکنالوژي په کارولو سره د هوايي خدمتونو قيمت کم، کيفيت لوړ او عوايد زيات شي.

د هوایي چلند د ادارې مشر محمود شاه حبیبي وويل چې اوس اوس د هېواد په ۳۶ برخو کې د رادار نوی سيسټم نصب شوی چې په وسیله يې د ټول افغانستان هوايي حریم کنټرولېږي.

د هېواد په کامله اداره کې د ځمکنۍ بشپړتيا او هوايي کنټرول فکټورونه د اقتدار د تحکيم او استقلال د تامين پر لوري خورا برجسته ګامونه دي. دا چې د دولت تر ۵۰ فيصده ډېره انرژي پر جګړه لګېږي، د عصري ـ امنيتي اړتياوو په برخه کې دغه ډول پرمختګ کمساری دی.

زموږ نظام له نړۍ سره د اړيکو په هغه محور کې دی چې ورو ورو د اجتماعي ازاديو پر لوري حرکت پيلوي. تر دې مخکې چې هوايي حريم د افغانانو په لاس کې نه وو، د الوتنو ټول هغه معلومات چې د يوه هېواد د امنيتي رازونو او محرميت په کټګوري کې شاملېږي، له پرديو سره وو. دا سمه ده چې تر اوسه پورې موږ د ډيجيټل کېدو لپاره داسې پاسورډونه نه لرو چې مکمل محرم پاتې شو. البته دا په نړۍ کې هم مطلق محرم سيسټم نه دی، د امريکا په ټاکنو کې د روسيې د هيکرانو له روله ان د ټرمپ د بري رايې قرنطين ته نږدې شوې وې.

د طالبانو د جګړې معنوي اساس د شريعت د تعبير له مخې پوره له ننګونو سره مخ شو، خو وخت پر وخت د دغسې لويو پرمختګونو هنګامې د دوی د حيثيت پر مخ هغه چاپېړې دي چې شينوالی به يې د تاريخ له حافظې کله هېر نه‌شي. يو وخت به نسلونه په تاريخ کې ليکي چې د نيابتي جګړو يوه کرايه شوي وسله‌وال بانډ د يوه مسلمان ملت له نظام سره په دې پلمه جګړه کوله چې ګواکې خپلواکي نه لري، خو هغه نظام د ځمکې او اسمان د کنټرول د خپلولو لپاره شپه ورځ هڅې کولې او وار په وار يې په خپله پياوړتيا د خپل استقلال پايې ټينګولې.

کله چې محاسبه د واقعيتونو په اساس شي، بيا لوړ شعارونه ان د معمولي واقعيتونو پر وړاندې نه‌شي درېدای. بالفرض يو کس لوږې اخيستی، که لوږه هر څومره ورته سپېڅلې کړې، يو پاستی ډوډۍ بيا هم ورته بااهميته ده او که نيمه شېبه فرصت پيدا کړي، د لوږې ټول سپېڅلتوب به مات کړي او له پاستي به په خوند خوند ګولې ووهي. د حکومت او طالبانو تر منځ د خلکو لپاره همدا ډول تصادم پېښ دی، طالبان يې ذلالت ورته مقدس کوي، خو حکومت هغه کار کوي چې مسووليت يې دی او يا په نوره نړۍ کې معمولي چارې دي، اوس نو په دغو دوو قطبونو کې خلک هيڅکله له زړه د طالبانو لوری نه نيسي، که يې موقتاً اعلانولای نه‌شي، د توري سيوری يې پر سر ولاړ دی.

که اقتدار په جبر حاکم شي، د مشروعيت د نه لرلو تر څنګ يې مستبد ته بله ستونزه دا ده چې بازي يې د زور تر سترګو ادامه پيدا کولای شي. که يې سوټی له لاسه ولوېد، حيثيت يې وار له مخه لا نه‌شته. اصلاً په استبداد حاکم حاکم نه وي، بلکې يوازې د زور عارضي نتايج ويني. داسې لکه څوک د ونې په يوه هسک خاښ پورې را ټال وي، که يې د لاس زور ختم شي، په هغه ورځ به په ډېر شدت په خاورو کې را غوځار شي، دغه موقتي ارتقا يې د زور عارضي نتېجه ده.

د هوايي حريم تحفظ نور هم ثابتوي چې نظام د جبر د اقتدار په وسيله حاکم نه دی، د ولس لپاره د هر ډول ارامي د را منځ ته کېدو لپاره نهايي لاس و پښې وي. د کوم نظام چې په ميليارډونو ډالر په جګړه لګېږي او بيا هم د بشري خدمتونو حساب و کتاب ورکوي، هيڅکله يې د ارزښتونو له دايرې بهر نه‌شو معرفي کولای.

تر دې مخکې په هوايي ډګرونو کې د ناڅرګنده طيارو د ناستې ولاړې درک نه معلومېده. که به له دې ځايه د القاعده شبکې په څېر پر نړۍ د ګوزار کومه تابيا کېده، د ټول حکومت په وجود کې دومره نبض نه و چې وښوري او وپوهېږو چې د بې‌امني تبه په خپرېدو ده. څو ځلې راپورونه خپاره شوو چې په کندهار، لوګر، ميدان‌وردګ او نورو سيمو کې ناپېژانده طيارې کېناستلې دي، لکن د رادار د نه کنټرول له وجهې يې اته پته پر وخت نه‌شوای څرګندېدای.

د رادار د نوي سيسټم تر فعاليت وروسته به ان‌ټايم معلومات اخيستل کېدای او له اړونده ارګانونو سره شريکېدای شي. تر دې وروسته به د لويو قاچاقبرو پر فعاليتونو، له هوايي لارې د ټروريزم پر رسيده‌ګي او ناقانونه الوتنو څار پياوړی شي.

د هوايي حريم د کنټرول له لارې د هېواد ملي شتمني غني کېږي، موږ به د هوايي الوتنو محاسبه کولای شو او د هرې الوتنې په سر به ټيکس راته راځي.

د هوايي حريم په کنټرول د هېواد د حيثيت اعاده د ولسمشر غني د دورې بله لويه لاس ته راوړنه ده. يو وخت افغانستان د ښامارانو په داسې سمڅه بدل شوی و چې د نه مالک له وجهې يې هر چا د ملکيت دعوه کولای شوای، هر دلال دلته د ژوند وروسته څرک هم پلورلای شو. زموږ بنسټونه، استقلال، هويت، اقتدار، نظامي تجهيزات، معدنونه او نړيوال حيثيت د صفر لور ته تللي وو. زموږ دلالانو نس ته سر او زړه دواړه خرڅ کړي وو.

«د غني افغانستان پر لور» جمله تر ۲۰۱۴م وروسته ډېره خوله په خوله کېده چې وروسته د حکومت سياسي منتقدانو او وسله‌والو دوښمنانو مسخره کوله، لکن کله چې د حکومت دغه ډول لوی ګامونه واخيستل شول، د دوی غږونه ورو ورو په لرې کېدو دي.

اوس افغانستان يو داسې نظام او دولت لري چې د نړيوال اعتبار تر څنګ پر کور دننه په خپلو پښو درېږي او لويه خبره دا چې په پښو د درېدو د چل د زده‌کولو تګلارې يې پېژندلې دي. موږ د هغه نظام په سياسي درايت چې پر ټنډه او لمن يې سل و زر تورونه پېغورونه خوړلي، له ۲۶ کالو راهيسې پردی شوی اسمان بېرته را خپل کړ.

يوه ټپه ده؛

په لاره ځم ټوله شرنګېږم

ستا د تهمت ځنځير په غاړه ګرځومه

 

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې