غزنی پخوا هم سقوط و، اوس هم سقوط دی
۲۰ اسد ۱۳۹۷ 118846 0 نظر سرخط ورځپاڼه

غزنی پخوا هم سقوط و، اوس هم سقوط دی

 

وړمه شپه ناوخته رسنيو راپورونه خپاره کړل چې طالبانو د دغه ښار د سقوط په موخه له بېلابېلو خواوو پر ښار بريدونه کړي، تر امنيه قومانداني، ملي امنيت او ولايت مقام پورې رسېدلي دي.

همدا شپه تر سهاره د ښار په منځ کې جګړه روانه وه، د کابل کندهار لويه لاره د مساپرو پر مخ تړل شوې وه او د ښار ځينې کمربندي پوستې يو په بل پسې سقوط شوې وې.

امنيتي چارواکيو وويل چې په ښار کې جګړه روانه ده، خو دوی يې مهارولای شي او طالبانو بيا ادعا وکړه چې د ښار زياتې برخې يې سقوط کړې دي.

رښتيا خبره دا ده چې غزنی وړمه شپه د سقوط له ګواښ سره نه و مخ، بلکې ډېر پخوا سقوط شوی و او اوس هم سقوط دی.

د دغه ولايت تر نيمايي زياتې ولسوالۍ سقوط يا له يوه حکومتي کانټينر پرته، په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي.

څو ولسوالۍ يې داسې دي چې مرکزونه يې په ښار کې دي او ولسوالان يې تمامه ورځ د ښار پر سړکونو پياده روي کوي.

حکومتولي په درست ولايت کې په ټپه ولاړه ده. لويې لارې يې بې‌ساري ناامنې شوې دي.

هره ورځ د کابل ـ کندهار پر لويه لاره، د غزني په ساحو کې طالبان پر سړکونو ولاړ وي، منظمې ګزمې کوي، د مساپرو موټر له سړکه کښته کوي، په کليو کې يې پلټي، چاڼ پکې کوي، څوک چې په سترګه ورشي، ځنې کښته کوي يې، نورو ته د تګ اجازه ورکوي.

ډېری ولسوالۍ يې لاسي ناامنې کړای شوې، په راتلونکيو ټاکنو کې د ځينو کړيو د برلاسي‌توب د شومې پلمې په اساس، بېلابېلو ولسواليو ته داسې قوماندانان ولېږل شول چې يا په هيڅ نه پوهېدل، يا يې قصداً سيمې طالبانو ته خوشې کړې، يوازې د ولسوالي په منځ کې يو کانټينر يې وساته او هلته به د ټاکنو په ورځ د رايو صندوقونه ډکوي.

په ښار کې له راډيوګانو نيولې، تر هټيو او ښوونځيو پورې هر څوک مکلف دی چې د مياشتې په پای کې يوه ټاکلې اندازه باج طالبانو ته په پاکټ کې بند کړي او د طالبانو نفر ارتې تڼۍ راځي، له ښاره قلنګ ټولوي او بېرته په خپله مخه ځي.

په کليو او ولسواليو کې بزګران او دهقانان لکه د قرباني اوښان اووه ځايه د طالب له خوا حلالېږي.

د ځمکې درلودو باج يو ځای ځنې اخيستل کېږي، ښار ته د مېوو او غلو د وړلو پر مهال بيا لوټل کېږي، د عشر برخه يې بېله وي، زکات بل ځل ځنې وړل کېږي او نور چې د طالب له خوښې پرته هسې مازې حرکت هم وکړي، تړل کېږي، وهل کېږي او بيا چې د طالب خوښه وه، د هغومره پيسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي.

د ولايت په شاوخوا کې طالبانو کمربندونه جوړ کړي دي، داسې شپې کمې راځي چې د ښار پر کمربندي پوستو دې بريدونه نه کېږي او درنو ډزو دې په ښار کې د ښاريانو خوب نه وي تښتولی.

د ښار په هره کوڅه کې په حساب درې هدفي وژونکي له بې‌غږه تمانچو سره ګرځي. چې چا ته يې هم طبيعت خراب شي، په دا سهار ژوندی نه وي پاتې.

دا څو ورځې وړاندې يې پارلمان ته احتمالي نوماند او مخکېنی ښاروال د ښار په منځ کې وويشت، په شهادت يې ورساوه.

د هغو کسانو په شمېرلو څوک ستړی کېږي چې په تېره څه موده کې د ښار په دننه کې په بې‌غږه تمانچو ويشتل شوي او قاتلان يې سرې سترګې د پېښې له ځايه روان شوي دي.

له والي نيولې، تر نورو ولايتي او امنیتي چارواکيو پورې، له يوې مخې يې هغه کسان دغه ولايت ته ټاکل شوي دي چې په نورو سيمو کې بشپړ ناکام شوي دي.

دوی يا په فساد کې غرق دي، يا دومره بې‌کفايته دي چې خپلې حتا له خپلې دندې سره نه دي بلد.

په ولايت کې حکومتولي په ټپه ولاړه ده، يوازې هغه وخت ولس حکومت ته مراجعه کوي چې يا يې تذکره په کار وي، يا يې د حج اراده کړې وي.

له دې ور هاخوا نه حکومت د چا په درد خوړلي، نه يې له خلکو سره راشه درشه شته.

په کوم ولايت کې چې هر څه داسې په ټپه ولاړ وي، د هغه سقوط ته اړتيا نه‌شته. هغه ولايت په سقوط حساب دی، حساب نه، بلکې سقوط دی.

پر طالبانو به هسې خپل ځانمرګي او جګړه‌مار اضافه وو چې پر دغه ولايت يې بريدونه کول، که نه نو طالبانو خو چې څه غوښتل هغه يې په دې ولايت کې کولای شوای.

غزنی د کابل څنګلوری ولايت او د کابل ـ کندهار پر لويه لاره پرته مهمه جغرافيه ده. که دغسې بې‌غوري ورسره کېږي، دغه ولايت خو دی سقوط، هاخوا باميان، روزګان، ميدان وردګ، پکتيکا، زابل او نور هم سقوط وبولئ او کابل تر جدي ګواښ لاندې.

حکومت دې هغه وخت د دغه ولايت د فتحې نغاره وډنګوي چې په ولسواليو کې يې حکومتولي روانه شي، ملي بيرغ ورپېږي او حکومت يې د کليو د خلکو له درده خبر او دوا شي.

 

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې