د ټاکنو له ليسټه د سیاسي ګوندونو ماتې بغارې وهي
۲۰ اسد ۱۳۹۷ 130384 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د ټاکنو له ليسټه د سیاسي ګوندونو ماتې بغارې وهي

 

په افغانستان کې فعال سیاسي ګوندونه یوخ وا د ولسي ملاتړ دعوې کوي او هره ډله تر بلې ځان مخکې او د ډېر ولس لرونکی بولي، خو بل خوا د همدغو ګوندونو تر ټولو ډېر لټ په لټ کېدونکيو غړيو په ټاکنو کې ځان ته خپلواک نوم ورکړی.

د قومي ګوندونو دغه ټېکه‌داران یو خوا دعوه کوي چې ولس له دوی سره دی او بل خوا یې بیا خپل ضمیر ته په کتو د پارلماني ټاکنو ایله ۷ په سلو کې کاندیدانو په ځان پسې د ګوند نوم تړلی. په داسې حال کې چې د ولسي جرګې لپاره تر ۷۰ په سلو کې ډېر ولاړ کسان د سیاسي ګوندونو غړي دي، خو په لسو کې نهو یې ځان ته ازاد کاندید نوم ورکړی دی. دوی پر دې باوري دي چې له دوی او ګوندونو یې دا ولس ښه خاطره نه لري او د دغو جنګي ګوندونو په نوم د بري څکه نه‌شي کولای.

اصلي پوښتنه دا ده دا سیاسي ګوندونه چې هر یویې د ټول ملت په استازیتوب دلته او هلته بړ بړ غږېږي او ټول ولس یې تر شا ولاړ ورته ښکاري، ولې نه‌شي کولای د خپل ګوند په نوم ټاکنو ته ودرېږي؟ په داسې حال کې چې ټاکنوته څه باندې ۲ میاشتې پاتې دي، دغو ګوندونو د ټول ملت په استازیتوب د ټاکنو له کمېسیون څخه د خپلې ماتې د پټولو له وېرې غواړي چې د ولسي جرګې ټاکنې دې ګوندي شي او د دوی په باور ګوندونه د افغان د ولس استازي دي او ټول ولس د دوی د پوچې ادعا پر اساس ګوندي ټاکنې غواړي.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو ته څه باندې ۲۵۰۰ تنه کاندیدان دي چې یوه لویه برخه یې په هغو ډلو ټپلو پورې تړلي کسان، زورواکي، پخواني جنګسالاران، د وسله‌والو ډلو درلودونکي، د ځمکو په غصب او فساد کې ښکېل کسان دي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د ضعف له کبله سرې سترګې ګرځي او د ولس پر اوږو سپاره ځانونه ولسي جرګې ته رسول غواړي. سره له دې چې څو د ګوتو په شمېر زورواکي او نیمه زورواکي له ليسټه وغورځېدل، خو د هغو کسانو لویه برخه لا هم په برېتو ګوتې وهي او شملې تر نورو په سر شخې ګرځوي چې د ۴۰ کلنو کړنو بوی یې اوس هم په هره کوڅه کې احساسېږي.

بیدار شوي افغان ولس ته یې کړنې لکه لمر داسې روښانه او ډېرو ته یې بری د افغانستان په زیان ښکاري. د دوی د ژغورنې یو مهم چتر له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې همدا ګوندونه دي چې په دوی کې یې اوس ډېر په غړیتوب شرمېږي، خو مجبوریت پر داسې پردۍ دانې ورټول کړي چې د تر لاسه کولو لپاره یې هره ورځ خپله څېره بدلوي. په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د بېخ او بنیاد په اړه ډېر درک نن سبا له ټولنیزو رسنیو ښه مالومېږي چې د ګوندي مشرانو هرې وړې ببولالې ته ولس په سلګونو او زرګونو ترخه پیغامونه، پېغورونه، نیوکې او مخالف نظرونه او تبصرې ورکوي.

د افغانانو د نوي نسل په پوهه، نظر او فکر دې په نوم پړسېدلو او ځان ته غره ګوندي سیاستوالو ته ښه مالومېږي او له همدې کبله ټول رنګ بایلونکي پر داسې محور غونډېدونکي دي چې دوی یې هم پر راتلونکي ډېر باوري نه دي، خو بده ورځ ښه یار نه لري.

ډیموکراسي او ټاکنې د سیاسي ګوندونو د غوړېدا تر ټولو ښه بستر دی، خو په افغانستان کې یې د موجودو ګوندونو ورځ په شپه بدله کړې او نیمه لوستي سرلاري یې د ۲۱مې پېړۍ د ولسونو غوښتنو ته د ځواب ورکولو پر ځای داسې سرزوري ته برابر کړي چې پخپله یې هم راتلونکي زیانونه نه‌شي درک کولای. له دغو لارورکيو ګوندي سیاستوالو سره نه داسې نقشه شته چې پرې راغلې توره شپه کې خپله لار ومومي او نه هم د رڼا لپاره داسې څه ورسره دي چې په ځان پسې د ولس د روانولو لپاره یې وکاروي.  

د دغو سرخوړليو ګوندونو څو هرکاره او هیڅ‌کاره هره ورځ په بېله لار روان وي او فکر کوي چې ګوندي سیاست به همدا وي چې له هر چا سره په هره ویاله د روانو اوبو د پټمونو «ورخونو» تړل به د دوی د بانجانو په پټي اوبه وربرابرې کړي، خو دا یې زړه نه مني چې نور دا په یوه لکړه روان تر ستوني په فساد کې ښکېل پروني خیرن د نوي افغانستان پر څوکیو ښه نه ښکاري.

د سیاسي ګوندونو زوال ته هغه مهال د ډېرو کمو قومي ټېکه‌دارانو پام و چې د حکومتي چوکیو قبالې یې په لاسونو کې د امریکا په ډالرو مست مست په دولتي دفترونو کې د ملت د کار پر ځای د خپلو بلډینګونو لپاره د نقشو په کښلو او جعلي سندونو په جوړولو بوخت و. دوی هغه مهال نه ملت ته اړتیا احساسوله او نه یې د واک د پای ته رسېدو او حساب کتاب ته د برابرېدو خوب لیده، خو ملت چې هماغه ورځ يې له غریبۍ او دربدرۍ پوټکې اچول د دې سربداله نالوستو د بدلون سوچونه وهل او له خدایه یې د داسې ورځې د لیدلو په هیله د ژوند دعا کوله چې د امریکا او د هغوی د دوستانو له برکته د خوارو افغانانو د بچو د وینو د دغو زبېښونکو سیاسي مرګ په خپلو سترګو وویني. د هر هټ دا پټه همداسې وڅرخېده او ځورېدلو افغانانو د خپلو رایو په زور د دې ګوندي ابن الوقته ټېکه‌دارانو زړونه داسې ورخوړین کړي چې د شپې په خوب کې هم څوکۍ په خوب ویني.  

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې