ملګري ملتونه؛ روسيې او چين د امريکا د یوه وړاندیز مخه ونيوله
د ملګرو ملتونو ډيپلوماټان وايي، روسيې او چين د امريکا د هغه وړاندیز مخه نیولې چې د ملګرو ملتونو په تور ليسټ کې يې د يوه روسي بانک او په مسکو کې مېشت د شمالي کوريا د يوه بانکدار د شاملولو په اړه کړى و.
روسيې او چين د امريکا پر دې وړاندیز نیوکه وکړه.
پر دې بانک تور پورې دى چې له شمالي کوريا سره يې پر مالي راکړې ورکړې د ملګرو ملتونو له لګول شوېو بنديزونو په تېښته کې همکاري کړې ده.
د امريکا په درخواست کې په مسکو کې د شمالي کوريا د بهرني تجارتي بانک مرستيال استازى ري جونګ اون هم په نښه شوى دى.
0 نظرونه