په یمن کې نږدې ۶۰ ماشومان وژل شوي
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د یمن په شمال کې د حوثې یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې د سعودي په مشرۍ د پوځي ایتلاف په هوايي بمباريو کې تقریبا شپېته ماشومان وژل شوي او یا هم ټپیان دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خپل ټویټر لیکلي،"په یمن کې هغه روغتون چې زموږ د ټیم لهخوا یې ملاتړ کېږي، له ۱۵ کلني څخه د کم عمرو نهه ویشتو ماشومانو مړي تر لاسه کړي. همدانګه د دېرشو ماشومانو په ګډون اته څلوېښت ټپیان هم وروړل شوي دي."
راپورونه لیکي، دا ماشومان د سعده ولایت داهیان سیمه کې په یوه بس کې روان وو چې بمباري پرې شوې ده.
د حوثي یاغیانو د روغتیا وزارت ویلي، په برید کې ټول ۴۳ کسان وژل شوي او ۶۱ تنه ټپیان شوي دي
0 نظرونه