نړیوالې شورا د افغانستان غورهلیګ منظور کړ
د کریکټ نړیوالې شورا ایسيسي د افغانستان غوره لیګ سیالۍ ومنلې او د دې سیالیو د کېدو غوښتنه یې کړې.
افغان کریکټ بورډ تېره میاشت په رسمي ډول د کریکټ له نړیوالې شورا د افغانستان غورهلیګ سیالیو د منظورۍ او کېدو غوښتنه کړې وه.
کریکټ بورډ سرخط ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي، افغان کریکټ بورډ ته د کریکټ نړیوالې شورا له لوري په راستول شوي ځواب کې د دې لوبو منظوري ورکړل شوې چې په دې سره به د نورو هېوادنو د کریکټ ادارې هم وکړای شي هغوی پورې اړوند لوبغاړیو ته په دې سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.
د افغانستان غورهلیګ سیالۍ به د روان زېږدیز کال د اکټوبر په پنځمه پیل او د همدې مياشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې دوام وکړي.
0 نظرونه