زه د کانکور په ازموینه کې ناکام شوم!
۱۸ اسد ۱۳۹۷ 141716 0 نظر زین الله احمدي

زه د کانکور په ازموینه کې ناکام شوم!

زه د کانکور په ازموینه کې ناکام شوم، ځکه ما ژوند ته د ناهیلي، ناامیدۍ، نامرادۍ، ستونزو او ناکامۍ نوم ورکړی، خو د بریا تعریف، مفهوم، راز او خوند تر هر څه ښه راته واضح شوي او دا خو مې له کوچنيوالي لا په ذهن کې دي چې د ژوند دويم نوم مبارزه ده. د ګوډ تیمور کیسه خو هره ورځ د تاریخ ښوونکي راته لوستله، هغه به مې څنګه له یاده وځي او د ابراهام لینکلن کیسه چې پاچاهي ته ورسېد دا خو د هر چا زده ده.

ما ته داسې ذهني روزنه راکړل شوې چې هيڅکله هم د ماتې او شکست په مقابل کې ځان و نه بایلم، شدیدې ناهیلۍ او مایوسۍ ته به داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړم چې کله هم بیا له ما سره د مخامخ کېدو هڅه و نه کړي، کوچنۍ ناکامي زما برخلیک د ناهیلۍ په تیارو څپو نه‌شي وهلای، لا ژوندی یم د ژوند کولو حق څوک را نه نه‌شي اخیستلای، دا خو د ناکامۍ یوه کوچنۍ بېلګه وه، ډېرې داسې ستونزې او ناکامۍ به نورې هم ووینم، مګر زما اصلي دنده دا ده چې پوهه، عقل، تجربه او استقامت سره ملګري او پر وړاندې یې مثبت عکس العل وښیم.

دا ژوند د امیدونو کور دی، خیر که نن په دې کور کې له تړلې دروازې سره مخ شوم، مګر په دنیا کې هيڅ کولپ بې‌کیلې نه دی جوړ شوی او هيڅ دروازه تړلې نه ده پاتې، همدا موږ یو چې خلاصوو به یې.

د هیلو باغ مې له ناغوړېدلو ګلانو ډک دی، مور، پلار، وروڼو، خویندو، خپلوانو او په ټوله کې که ووایم د هېواد یو عالم هیلې راپورې تړلې، هغوی ما خپلو امیدونو ته رسا بولي، د کانکور په ناکامۍ سره زه څنګه هغوی ناهیلي او د هیلو په باغ یې زهرجنې اوبه ورخوشې کړم؟

زه ځوان یم، ناهیلۍ او مایوسۍ له ما سره ښې نه برېښي، د ژوند هسکې برخې ته لا نه یم ختلی، لوړو ته ختل له ژورو تېرېدل غواړي.

برخلیک زما په لاس کې دی او د هغه د روښانه کولو لپاره شپه او ورځ زحمت ګاللو ته تیار یم. پوهېږم ډېر به په هره مجلس کې د ناکام او بې‌غوره په نوم یاد شم، خو پر وړاندې یې د غوسې زهر تویول، عصباني چلند کول، د ناهیلۍ او مایوسۍ غېږې ته پناه وړل زما کار نه دی، د هغوی تمسخر ما د خپل ‌‌ژوند له واقعي اهدافو نه‌‌شي راګرځولای.

زه د وجدان په ايینه کې خپل ځان ناکام او ملامت نه‌شم لیدای، مګر هلته له غوړېدلې څېرې او پراخ ذهن سره خپل ځان باوري او بریالی راته ښکاري، غواړم د خپلې ناکامۍ اصلي علت پیدا او له عقل و منطقه په استفاده يې پر وړاندې غوره عکس العمل وښیم، دې ناکامۍ زه د ‌ژوند له محدودیتونو سره اشنا او له تېرو تېروتنو څخه د زده‌کړې فرصت یې راکړ.

له هیچا کم نه یم، خپلو هڅو ته دوام ورکوم، تر هغو چې د بریالیتوب لوړ پوړ ته ختلی نه يم او د ژوند له واقعي خوندونو ځان برخمن کړم.

نور یې په دې لاندې جملو پای ته رسوم؛

زه ارام او مطمین یم، د ځان دننه کوم اضطراب، ذهني بوج او سرګرداني نه احساسوم، زما زړه له پرېشانۍ، خفګان او مایوسۍ سره تړلی نه دی، زه ناامیده او شکسته نه یم، زما قوتونه چا را نه نه دي اخیستي، زما په قسمت کې نامرادي، ناکامي او ناامیدي نه ده لیکل شوې، زه ارام او مطمین یم، رب تر خپل مور و پلار هم راباندې ګران دی.

.
 

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې