افغانستان ته د ایران د بندیزونو متوجه ګواښونه
۱۸ اسد ۱۳۹۷ 132412 0 نظر سرخط ورځپاڼه

افغانستان ته د ایران د بندیزونو متوجه ګواښونه

 

پر ایران د امریکا د هراړخیزو بندیزونو عملي کېدل داسې مهال پیل شول چې د افغانستان او ایران تر منځ تر بل هر مهال سوداګري غوړېدلې او د ایران له لارې له نورې نړۍ سره د افغان سوداګرو کاروبار په پراخېدو و. د امریکايي بندیزونو پر اساس هر هغه شخص، کمپنۍ او شرکت چې ایران ته د ډالرو، طلا اوسپنې او یو شمېر نورو توکيو په استولو کې ښکېل وي د امریکا تو رمالي ليسټ ته ور ټېل وهل کېږي.

دغه ليسټ ته دننه کېدل په دې مانا دي چې د همدې شرکتونو او اشخاصو کاروبار درول کېږي او هیڅوک به له دوی سره معامله نه‌شي کولای، د دوی مالي حسابونه به بندېږي.

تر ټولو ډېره وېره د افغانستان په غاړه کې ده. ایران لا له مخه د افغانستان په لویو ښارونو کې یو شمېر صرافان ګمارلي چې ایران ته ډالر قاچاق کړي. هسې د افغانستان د حکومت سرچینو لا له مخه ویلي چې په متوسط ډول ایران ته له افغان بازارونو د ورځې تر ۳ میلیون ډالرو پورې قاچاق کېږي او د ایران اقتصادي او مالي وضیعت ته په کتو سره به تر دې وروسته دا قاچاق په یوه منظم کاروبار بدل شي.

د دې کاروبار د ودې لپاره د ایران حکومت د ډالرو او طلا کاروبار ازاد اعلان کړ او دولتي ښکېلتیا یې پکې پای ته ورسوله. 

سره له دې چې افغانستان د ایران لپاره کوچنۍ بازار دی، خو ایران به د تېر په څېر هڅه کوي چې له دغه بازار څخه اعظمي ګټه پورته او د قاچاقي تېلو او نورو ایراني توکيو په قاچاق سره له افغانستان څخه د طلا او ډالرو د ور رسېدو یوه منظمه کرښه را منځ ته کړي.

دوې اوونۍ وړاندې د ایران مذهبي مشر د ایران ټولو ولایتي مشرانو ته وویل چې له ګاونډیو هېوادونو د خپلو اړتیا وړ توکيو د قاچاق چارې پراخې او ګړندۍ کړي او د ایران د اړتیا وړ توکي دې په ګاونډیو بازارونو کې ولټوي. ایراني چارواکي د ایراني تولیداتو د پلور او قاچاق له لارې د ډالرو او طلا د تر لاسه کولو سپارښتنه کړې.

د ایران د ارزي سیاست نوی پاړکی دا و چې حکومت له دغه کاروباره ځان بهر کړ او ټولې چارې یې د بانکونو پر ځای صرافانو ته وسپارلې چې د لوېدیځ له خوا پرې ډېر کنټرول نه وي او په اسانه ایران ته د بهرنیو اسعارو حواله کولای شي. اوس په ایران کې هر امریکايي ډالر په څه باندې لس زره ایراني تومانو اخیستل کېږي او فکر کېږي چې د تومان دغه بې‌ساری خراب شوی وضیعت به نور هم پسې دړې وړې شي.

دې کار په ایران کې نېغ په نېغه پر څه باندې یو میلیون افغان کډوالو منفي اغېز وکړ او د افغانستان په یو شمېر لوېدیځو ولایتونو کې یې هم د خلکو په ژوند او کاروبار سیوری غوړولی. د کابل په ګډون هرات، کندهار او ځینو نورو لویو ښارونو ته د ایران د را واردېدونکيو توکيو د بیې له اړخه هم پر افغان کاروباریانو منفي اغېز کړی دی. د افغانۍ د کارولو په تړاو یې افغان چارواکيو ته ښه فرصت هم په لاس ورکړی، خو که استفاده ترې وکړي.

پر ایران د امریکايي بندیزونو تر ټولو ناوړه زیان د چابهار بندر له لارې افغان تجارت، ورپسې د ټول ایران له لارې د افغان سوداګرو ټرانزیټي کاروبار او له ایران سره راکړې ورکړې ته ور پېښ دی. د افغانستان حکومت ته لازمه ده چې تهران ته د امریکا له خوا د ور پېښو اقتصادي او سیاسي ګواښونو په تړاو له خپلو سوداګرو سره بشپړ معلومات شریک او هغه ليسټ او ورسره تړلي خطرونه افغان سوداګرو ته یو په یو په ګوته کړي چې له ایران سره تر دې وروسته په کاروبار کې ورپېښېدای شي.

تر ټولو ډېره څارنه د افغانستان پر بانکي سیسټم او د اسعارو په مارکېټونو کې پر شته وضیعت او د پیسو د استولو پر چاره لازمه ده. که افغان صرافان د خپلو شخصي ګټو په موخه له ایراني ملګرو سره د ډالرو او ایراني تومنو کاروبار ته زړه ښه کوي، باید په دې پوه کړل شي چې کومو مسالو ته جدي پام وکړي.

په افغانستان کې د امریکایانو حضور او د افغانستان په مالي او بازاري سیسټم او جریان د بهرنیانو په تېره بيا د امریکایانو په نظر، ممکن افغان صرافان او کمپنۍ دایراني معاملو په تړاو له جدي ګواښ سره مخامخ کړي.

مثلاً که کوم افغان صراف او یا د سروزرو کاروباري ایران ته د ډالرو او طلا په استولو ولیدل شو، ممکن د امریکایانو له خوا هغه تور ليسټ ته ور واچول شي چې په همدې موخه ډیزاین شوی دی. په دې سربېره یې ممکن په افغان بانکونو کې اکاونټونه بند او کاروبار یې له سقوط سره مخامخ او دلته له معاملو منع شي. ان د دغو اشخاصو سفرونو ته ستونزې پېښېدای شي او په راتلونکي کې په کور دننه او بهر د دوی اړوند ټول کاروبار تر شک او پلټنو لاندې راځي.

په امریکايي بندیزونو کې اوس اوس د ایران د موټر جوړولو کاروبار، ایران ته د اوسپنې صادرول، د مسافر وړونکو الوتکو د پرزو، د سروزرو او ګران بیه فلزاتو مبادلات او د ایراني ریال کارېدل مهمې برخې دي، خو امریکا وايي چې اصلي بندیزونه به د نوامبر پر ۵ مه پیل شي چې پکې د ایران د تېلو او ګازو صنعت، د بېړۍ جوړولو او چلولو، بیمې او اړوندو برخو ټول خدمات له هراړخیز بندیز سره مخامخ کېږي.

ویل کېږي چې د نویو بندیزونو په لړ کې به د ایران هوايي شرکتونه له سقوط سره مخامخ شي او له سیمې او نړۍ سره به یې تګ راتګ او تجارت سخته ضربه وویني.

د افغانستان او ایران تر منځ کاروبار په وروستیو کلونو کې د هر کال په تېرېدو سره ښه شوی او ویل کېږي چې مخامخ تجارت تر یونیم میلیارد ډالرو رسېدلی، خو امریکايي بندیزونه به دغه تجارت بېرته کم کړي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې