پر کرزي ښاماران ور غونډ شوي
یو وخت پخواني ولسمشر ویلي وو چې له سیاست څخه ستړی شوی او د واک د دورې په پای ته رسېدو به له سیاست سره خدای په اماني وکړي.
په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د منډو د پیل په شپو ورځو کې ښاغلي کرزي داسې انځوروله چې د واک پای ته رسېدو ته ډېر لېواله دی. یو خوا حالاتو او بله خوا د هغه او لوېدیځ اړیکو ښاغلی کرزی روحا ستړی کړی و او غوښتل یې په ارامه حکومت بل مشر ته تسلیم او دا دروند بار له اوږو کوز کړي.
سره له دې چې په تېرو ۴ کلونو کې ښاغلي کرزي تل د ولسمشرغني په چارو کې په ښکاره او پټه لاس وهنه کړې، خو په وروستي یوه کال کې یې تبر لاستی موندلی او د خپل حکومت ګوښه شوي ښاماران یې هره ورځ په دروازه کې لاس په نامه ولاړ او له دفتر مشره یې د وخت اخیستو زارۍ کوي.
د حامد کرزي په دسترخوان د را ټولو پخوانیو زورواکيو او چارواکيو له وارخطایي د دې هېواد د ښه راتلونکي او د ښاغلي غني د کورني سیاست د بري څرک لګېدای شي. په وروستیو څو میاشتو کې د ښاغلي کرزي دربار ډېر ګرم او د لار ورکو سیاستوالو په تودې مورچې بدلېدونکی دی.
په تېرو څلورو کلونو کې د لادرکه پخوانيو چارواکيو تازه تصویرونه هم بېرته د ده له سیاسي مقره د ټولنیزو رسنیو پاڼو ته مخابره کېږي.
په وروستیو څو میاشتو کې په څو اړخونو کې د حکومت پر وړاندې د اعلان شویو ډلو ټپلو لکه د عطا نور، محقق او دوستم د نوي جوړ ایتلاف غړي، د سیاف او داودزي په مشرۍ د حراست او ثبات شورا، د نبیل او سپنتا د ملي محور غړو، د رباني او مسعود وروڼو جمعیتيانو، د اسدالله خالد په مشرۍ د سبا امید نوي ځوانان، د احدي د نوي ایتلاف، د ضرار مقبل ګوند او د همایون، ظاهر قدیر، لالي او ورته نورو له لاس پښو او څوکیو غورځېدلو ته پخوانی ولسمشر د امید یوازېنی درګاه ښکاري.
دغه ډېر پخواني او یو شمېر اوسني چارواکي واک ته د حامد کرزي د بیا رسولو په موخه د خپل سر او د هغه له برکته د تر لاسه کړي مال د قربانولو ټټر ډبوي.
ښاغلی کرزی هم له دغه وضعيت څخه ښه ګټه پورته کوي او خپل ټول وخت یې د خپلو پخوانیو ملګرو تنظیم ته بېل کړی.
لومړی یې دغه لار ورکي په بېلابېلو جبهو کې ودرول او د ولسمشر غني د ننګولو لپاره یې په کوچنیو کنډکونو کې سره منظم او د مشرتابه له را منځ ته کېدو وروسته یې ورسره خپل شترنج پیل کړل او وروسته یې د خپل پخواني دربار د یادونو په ټال وځنګول.
په تېرو څلورو کلونو کې د ښاغلي کرزي د ملګرو مبارزه د رنګ راوړلو پر ځای د ولس له هر اړخیزې کرکې سره مخامخ شوه او د دې هر څه په پوهېدو سره یې بېرته د پخواني بابا امسا ته لاس ور اوږد کړی او غواړي چې بیا یې د ارګ په حرمسرای کې مېلمه او کوربه وي.
دغه لار ورکي په دې پوهېږي چې د زوال ورځې یې په شپو بدلېږي او که د نن په ګډون شپږ نور کلونه ولسمشر اشرف غني واک تر لاسه کړي، نو اولادونه به یې هم د دوی په نوم د شوي سیاست قربانیان او لوېدیز ته رسول شوې کورنۍ به یې د تل په موخه له واک او ځواک څخه بې برخې شي.
په تېرو څلورو کلونو کې د حامد کرزي د بانډار اصلي شاهد دادفر سپنټا و، خو په وروستیو څو میاشتو کې کیسه سرچپه او ګوښي شوي جهادیان او غربیان ښاغلي کرزي ته د شاهد په توګه اشارې کوي او له ښاغلي غني څخه ورته سر ټکوي.
د ښاغلي کرزي دربار به پخوا د ځینو له خوا د خپلو بچو، د ځینو له خوا به د خپلو سفرونو، د ځینو نورو له خوا به د خپل کاروبار د پرمختګ، ځینو به په دوبۍ، انقرې، لندن او پاریس کې د چکرونو په موضوعاتو ګرم و، خو که به د پخوانی ولسمشر موډ خراب و، نو پر امریکایانو پر نیوکو او پر ډېورنډ به د ده سوړ مجلس ژر ګرمېده، خو نن سبا د ارګ په خوا کې د حامد کرزي د دېرې تر ټولو توده کیسه بیا واک ته د پخوانیو چارواکيو په بې وسي ښوولو او لار موندنې ورټوله وي.
ښاغلی کرزی د واک په نشه کې له هر کس او ناکس سره پر راتلونکي خبرې کوي. دی د خپل ملاتړ په موخه پخواني پاک او ناپاک ورغونډوي او هغه نور د ده له نوم څخه په ګټې اخیستو خپلو پلویانو ته د سیاسي شخوند وهلو لپاره ګوله برابروي. د دواړو اړخونو موخې روښانه دي او د خپلې سیاسي بقا په هدف وروستۍ سلګۍ وهي.
د پخوانیو سیاستوالو منډې ترړې د ولسمشر غني د بري لپاره وړیا کمپاین دی چې په وروستیو کې یې د ولسمشر ولسي تله نوره هم درنه کړې.
د ولسمشرۍ د ټاکنو د نیټې په اعلان سره لار ورکي سیاستوال د مکې پر ځای مخ په ترکستان روان دي او د دوی د بابولالو له برکته واک ته د ښاغلی غني د بیا رسېدو چانس ډېروي.
ولس داسې فکر کوي چې د څنډې ته شویو زورواکيو او چارواکيو د جوال خوله د حامد کرزي په لاس کې ده او که همداسې تړلې پاته وي، نو ژر به داسې چاودنه وکړي چې بوی به یې له افغانستانه بهر احساس شي.
0 نظرونه