کریکټ ته نوي شرایط
افغان کریکټ بورډ د ملي، الف، ایمرجنګ او يو شمېر نورو لوبډلو لپاره د لوبغاړیو د ټاکلو په بهیر کې د روڼتیا ترڅنګ د يو لړ نړیوالو معیارونو د پلي کولو خبره کوي.
د کریکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې له دې وروسته به يوازې هغه لوبغاړي ملي او نورو لوبډلو ته لار پيدا کوي چې ټاکلي معیارونه او شرایط پوره کړي.
په دې شرایطو کې د افغانستان تابیعت، ښه فټنس، په داخلي سیالیو کې دوامداره ګډون او پهدې سیالیو کې ښه ریکارډ لرل شامل دي.
د منګل په خبره، هغه لوبغاړي چې په شپږیزه، غازي امان الله خان او فرسټ کلاس سیالیو کې ښه وځلېږي او له دې سیالیو په دوو کې الف درجه خپله کړي، هغه ته به د افغانستان د کریکټ بورډ له لوري د رسمي لوبغاړي قرارداد ورکول کېږي.
0 نظرونه