پر نوي اوربند هوکړه
د ولسمشر غني حکومت چټکې هڅې کوي چې د افغانانو تر منځ د سولې او اوربند په تړاو را ټوکېدلې هیلې پوره او د لوی اختر په ورځو کې هم افغانانو ته د ډز بندۍ خوښي ورپه برخه کړي.
دا ځل د اوربند خوشالي تصادفي نه، بلکې له تمې سره سم په قطر کې د طالبانو په دفتر پورې تړلې او د ایرانیانو په اصطلاح توپ د طالبانو په میدان کې دی چې څه ډول شاټ پرې وهي. دوحه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغانستان د سولې په بحثونو کې را ټوکېدلی نوم دی چې هلته د فعال طالب دفتر پر رسمیت یې هیڅوک سترګې نهشي پټولای.
دا هماغه دفتر دی چې په ۲۰۱۳ کې پکې طالبانو خپل بیرغ پورته کړ او تر ننه یې په حویلۍ کې رپېږي. دا په بهر کې د طالبانو لومړنی رسمي ادرس دی چې نن سبا یې پکې دروازه د سورمخو امریکایانو پر مخ ۲۴ ساعته خلاصه او قطري شیخان پکې کښته پورته کېږي.
د خلیج په دغه بډای ښار کې له ۵ کلونو وروسته په بېساري ډول طالب سیاسي مخور له خپلو نظامي دښمنو امریکايانو سره چنې وهي او پیل شوې خبرې پر دې ور ټولې دي چې افغانان په لوی اختر کې په خوښۍ ارزي او که لا هم د وژلو لایق دي؟ له دوحې په راوتونکو خبرونو پورې په کابل، د افغانستان په کلیو، پاکستان او واشنګټن کې ډېرې هیلې غوټه دي او داسې تصور دی چې طالبان به د تېر اختر په څېر له سالم عقل څخه کار واخلي او د افغان بچو خوښي به بیا څو چنده کړي.
په کابل کې چارواکي تمه کوي چې د را ټوکېدلو پرمختیاوو پر اساس به لوی اختر د لویې خوښۍ پیل وي او د افغانانو تر سره کړې قربانۍ به الله قبولې او نوې هغه به یې په نذرانه کې ور زیاتې شي.
له دوحې څخه لومړني خبرونه ښيي چې د طالبانو او امریکايي ډیپلوماټانو تر منځ په یوه اوونۍ کې دوه ځلې مخامخ کتنو د باور یوه پرانیستې فضا را منځ ته کړې او له دواړو اړخونو پکې د ژورو مذاکراتو د پر مخ بېولو د اړتیا نښې له ورایه ښکاري. دواړو اړخونو په نږدې ورځو کې د اصلي خبرو د پیل لېوالتیا په ډاګه کړې او کابل یې هم نندارې ته دوه سترګې څلور کړې دي.
اوس اوس پر دې هوکړه شوې چې د شویو خبرو ډېر جزیات دې له رسنیو سره نه شریکېږي، خو د خبرو مېز او اجنډا په پراخېدو ده. ورسره په خوا کې قطري چارواکي د قاصد په توګه کابل او دوحې ته په تلو راتلو پیل کړی او امریکايي ډیپلوماټانو د واشنګټن او دوحې ټکټونه تازه کړي دي.
دواړې غاړې اوس د خبرو پر پیل موافق شوي او هره غاړه د خپلو باصلاحیته استازيو په معرفي کولو بوخته ده. د امریکا له خوا دا مهال د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره الیس ویلز او په کابل کې د امریکې د سفارت څو ډیپلوماټان او څو نظامیان په دې مذاکراتو کې فعال دي. ویلز د سویلي اسیا په چارو کې د امریکايي سیاست مشري پر غاړه لري او د ولسمشر ټرمپ د سویلي اسیا پالیسۍ ته د بیا کتنې مسوولیت هم ور له غاړې دی.
د طالبانو له خوا د خبرو مېز ته د نویو استازيو ور استول پیل شوي دي.
د پخوانیو استازيو مشر شېر محمد عباس ستانکزی کوي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هغوی د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د افغانستان د لوګر اصلي اوسېدونکی دی. دی په انګرېزي ژبه روانې خبرې کوي او نظامي زدهکړې یې درې لسیزې وړاندې په هند کې کړې دي.
په قطر کې د طالبانو بل مهم استازی مولوي شهاب الدین دلاور هم د لوګر اوسېدونکی دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې په ستره محکمه کې دنده درلوده. ورسره په خوا کې سهیل شاهین هم پخوانی ډیپلوماټ او د نړۍ په ژبه پوه طالب سیاستوال بلل کېږي چې له امریکايي پلاوي سره یې د سولې او روغې د خبرو د تارونو سرونه په لاس کې دي.
امریکایان او په کابل کې د ولسمشر غني نږدې یاران تمه کوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د سولې د خبرو کوچ راووځي او ان داسې هیله کوي چې د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې ټغر به د دې پیل شویو خبرو په ترڅ کې ټول شي.
پر ټولنیزو رسنیو ان داسې خبرونه هم ورکول کېږي چې طالبانو په مشروط ډول د څو کلونو په مخه په افغانستان کې د امریکا حضور منلی او د سرتېريو د وتلو د څو کلن پلان طرحه هم په دوحه کې د خبرو مېز ته وړاندې شوې.
تر اوسه ډېر جزيیات نهشته، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون د دغو خبرو مرکزي ټکی جوړوي چې تمه کېږي امریکا او طالبان به یې ژر په اړه ډېر څه خپلو پلویانو ته په ډاګه کړي.
په کابل کې د ولسمشر اشرف غني حکومت وايي چې د دوی تمه یوازې د جګړې پای ته رسول دي او دې موخې ته د رسېدو په برخه کې هرې قربانۍ ته حاضر دی. ان ولسمشر د تېر اختر په ورځ د امریکايانو د شتون په تړاو د خبرو وړاندیز هم طالبانو ته وکړ او حکومت یې داسې تصویر ورکوي چې واشنګټن د دوی په مشوره له طالبانو سره د خبرو پر موضوعاتو بحثونه کوي.
ویل کېږي چې په لومړنیو خبرو کې طالبانو له امریکا غوښتي چې خپل سرتېري له افغانستانه بهر کړي، خو امریکايانو یې په ځواب کې د افغان حکومت په خوښه پر افغان خاوره د اډو لرلو اشاره ورکړې او له نړیوال ملاتړه د برخمن افغان دولت په نه شتون کې د دې ډول خبرو تر سره کېدل یې بېګټې بللي او په خبرو کې یې د ولسمشر غني د استازيو شتون اړین بللی.
په داسې حال کې چې طالبانو هڅه کړې ځانونه د افغانستان اصلي اړخ معرفي او د ولسمشر غني حکومت څنډې ته کړي، خو امریکایان پر دې پوهېږي چې د ورته وضعيت په را منځ ته کېدو سره د دوی ۱۶ کلن حضور او له افغانستان سره لاسلیک کړی امنیتي تړون یې مشروعیت له لاسه ورکوي.
په داسې حال کې چې وسلهوالو طالبانو له کابل سره له خبرو ډډه وکړه، خو تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو له موافقې وروسته به د خبرو په یوه برخه کې د ولسمشر غني حکومت هم ور ګډ او د راتلونکي افغانستان پر سربه ډېرې خبرې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وشي.
په دویم پړاو خبرو کې د افغانستان د اساسي قانون، د حکومت د جوړښت، د ټاکنو د تر سره کېدو، د بشري حقونو او مېرمنو د وضیعت، د بیان ازادۍ او دولتي سیسټم د خبرو اترو اصلي ټکي وي.
0 نظرونه