۸۵که۵۸؟ تر سوله وړاندې خو به ۵۰-۵۰ ته خبره نه ځي؟
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سر مفتش ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ځان اندېښمن ښوولی چې ګواکې په افغانستان کې د نظام پر ضد د ترهګرو بريدونه لا ډېر شوي دي او له امله يې افغانستان تېرو د هېواد يو بل فيصد خاوره هم له لاسه ورکړې او اوس د افغانستان اته پنځوس فيصده خاوره له حکومت او پاتې يې له ترهګرو سره ده.
خو د حکومت د حاکميت په اړه چې کوم راپورونه د ملي دفاع وزارت له خوا خپرېږي، په هغو کې د حکومت تر واک لاندې خاوره د هېواد پنځه اتيا سلنه ښوول کېږي.
دا يو لوی توپير دی چې د سيګار او ملي دفاع وزارت د شمېرو تر منځ دی، خو هغه شمېرې چې د حکومت د حاکميت په اړه يې طالب ترهګر خپروي، تر حکومتي هغو، د سيګار شمېرو ته نږدې دي.
که وکتل شي، په وروستيو کې د سيګار، د امريکا د حکومتي ادارو او طالبانو څرګندونې تقريباً چندان توپير نه سره لري.
له کومې ورځې چې د امريکا او طالبانو د خبرو راپورونه خپاره شوي، په مستقيمه يا غيرمستقيمه توګه د امريکايي چارواکيو او په افغانستان کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سر مفتش ادارې یا سیګار څرګندونې تر ډېره د طالبانو پر ګټه اوښتې دي.
موږ هم پوهېږو، حکومت او طالبان هم پوهېږي چې په وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو بريدونو او جګړو د تېر په پرتله زور اخيستی دی او دواړې غاړې هره ورځ په جګړو کې درانه تلفات ورکوي، خو د سيګار دغسې څرګندونې په جګړه کې يوازې زموږ د سرتېريو په مورال ټيټولو تعبيرېدای شي.
دا سمه ده چې ملي دفاع وزارت هم بشپړ رښتيا نه وايي، دا هم سمه ده چې په دغه وزارت کې پراخ فساد لا هم شته، د سرتېريو حق خوړل کېږي، د ځينو خاينو چارواکيو له خوا د سرتېريو پر ژوند لوبې کېږي، وسلې يې پلورل کېږي او په لوی لاس دښمن ته لاس تړلي سپارل کېږي، دا هم پر ځای ده چې د هېواد د خاورې د پام وړ برخه د طالبانو تر واک لاندې ده، خو سيګار چې څه وايي، هغه له حقيقه بېخي لېرې او يوازې د طالبانو په ګټه دي.
طالبان چې جګړهمار يې اوس په بشپړه توګه له جګړې ستړي دي، يوازې په دې تشو تبليغاتو هغوی جنګ ته هڅوي چې ناټو او امريکا يې ماته کړې ده، امريکا په تېښته ده، حکومت له وېرې د سولې زارۍ کوي او په کومه ورځ چې امريکا ووته، افغانستان ټول د دوی دی.
بلې خوا ته د حکومت تبليغاتي دستګاه پوره فلج ولاړه ده او د خپلو لاس ته راوړنو ادعا نهشي کولای.
په دغسې حالاتو کې د سيګار دغسې څرګندونې سل او زر اندېښنې را ولاړوي.
څه موده د امريکايي حکومت ځينو لوړپوړيو چارواکيو هم ويلي وو چې امريکا افغان حکومت ته ويلي دي چې لرې سيمې دې طالبانو ته خوشې کړي.
اوس بيا د سيګار دغه زېری چې يو فيصد نوره خاوره هم له لاسه ووته، د افغان سرتېريو تلفات ډېر شوي او طالبان او نور ترهګر لا قوي شوي دي، دا اندېښنې قوي کوي چې د امريکا په غلبېل کې خاشه بنده ده.
دوی په لاس د طالبانو پر ژرنده اوبه ورخوشې کوي، د هغوی په تبليغاتي جګړه کې لا هغوی ته لاس ورکوي، غږ يې پسې قوي او هغه تشې اوازې دوی هم تاييدوي چې د کويټې شورا ورباندې له جنګه ستړي طالب جګړهمار د جګړې ليکو ته لېږي.
دا هر څه دا اندېښنه لا قوي کوي چې د امريکا حکومت غواړي مخکې له دې چې سوله وشي، د حکومت او طالبانو زور انډول کوي.
که داسې وشي همدا فيصدي به نوره هم راکمېږي، اوس چې يې سيګار اته پنځوس ښيي، دا به نو بيا پنځوس ته راټيټېږي او هغه مهال به نو بيا له طالب سره د قوي سيال په توګه خبرې کېږي.
امريکا به دغه کار د ځان خلاصولو په موخه کوي، خو دا به يې لويه تېروتنه وي، داسې تېروتنه چې بيا به يې د زرګونو سرتېريو په قرباني هم جبران نه کړای شي.
0 نظرونه