اشرف غني د ډاکټر نجيب تاريخ نه تکراروي
۱۵ اسد ۱۳۹۷ 320285 0 نظر جمشيد غزنيوال

اشرف غني د ډاکټر نجيب تاريخ نه تکراروي


د ډاکټر نجيب په دوران کې د جنګي ډلو د سولې يو شرط دا و چې روسان دې ووځي، که روسان ووځي "سوله زموږ افغانانو خپل‌منځي مساله ده، بې‌چون و چرا به غاړه ورته ږدو." روسان ووتل، خو نه هېواد ته د سولې وږم راغی او نه د وينو روانې ويالې ودرېدې.

ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې د شوروي پلوه نظام څلورم یا وروستۍ جمهور رييس و، که څه هم ځينې افغانان او ډلې تر ولسمشري مخکې د ډاکټر نجیب الله پر دندو نیوکې لري، خو په ټوله کې د سولې لپاره د ده هڅې ستايي. ډاکټر نجيب الله د جهادي ګوندونو مشرانو ته هومره انعطاف وکړ چې ان په نظام کې د ونډې د کره‌توب ارزښت يې ورته پيشنهاد کړ، خو د رحمان بابا خبره؛ تا ته رب د ملايکو مقام درکړ...

د ګوندونو او جګړه‌مارو جبهو مشرانو د ډاکټر نجيب د رژيم د ترديد په څېر د هغه د سولې هڅه هم په لغته ووهله، حال دا چې د روسي مشرانو يوه مټينګ ته يې نفس خوت، اخېر يې هم خپله د سپېڅلې ادعا ماضي په يوه توره چليپا ونازوله او مستقيماً يې له روسه د اقتدار درويزه پيل کړه او د ډاکټر نجيب د منزوي کولو چارې ته يې کار ووايه.

په جبل السراج کې د ځينو نظامي قوماندانانو او جبهه‌يي اتلانو؟ تر منځ ايتلاف هم د نجيب د رژيم له پښو د خاورو ايستلو ته اوږه ورکړه، په ګوند کې دننه د ډاکټر نجيب خوا ته ورغځېدلي لاسونه هم په لستوڼو کې دوه‌ژبي ماران وو چې ډاکټر يې د ښامارانو خولو ته ورکړ، سوله نيم بسلمه کوتره شوه او زموږ ژوند لکه بې‌ګورستانه جنازه زموږ پر اوږو دروند شو.

روسان ووتل، جهادي ګروپونه پر کابل را کوز شول، سوله چا ياده هم نه کړه، د واک پر سر غوبل دې ځای ته ورسېد چې په افشارو کې قتل عام وشو، تر نيم لک زيات افغانان شهيدان کړل شول،  په جوی شير کې، په جاده کې، په دهمزنګ کې، په اسمايي غره کې، په فرقو او نظامي مراکزو او د ښار په دېوال دېوال کې د پرديو مرميو او خپلو وطنوالو وينې ننوتې. هېواد کباړ شو، ځواک ټوک ټوک شو، ملي وقار په تابوت کې بند شو، ځمکنۍ بشپړتيا له منځه ولاړه او افغانستان په يوه داسې توره تياره سمڅه بدل شو چې د هر ډول حشراتو او کپچه مارانو د ودې ځالې پکې جوړې شوې.

د ملګرو ملتونو له خوا هماغه مهال د افغانستان لپاره بنين سيوان استازی ټاکل شوی و او ماموريت يې دا و چې د ډاکټر نجيب الله د حکومت او تنظيمونو د مشرانو دريځونه سره نږدې کړي، د يوه لنډ مهاله حکومت لپاره لاره جوړه شي او افغانان سوله وويني، خو دا هر څه په خړ ګرداب کې پو پناه شول.

له بنين سيوان څخه چې د ماتې د لامل پوښتنه وشوه، هغه وويل چې «سهار په پاکستان کې د تنظیمونو له مشرانو سره په یوه خبره هوکړه وکړو، چې کابل ته راشم د افغان حکومت هوکړه واخلم او موضوع حل شي، خو چې بېرته مازدیګر پاکستان ته ځم د تنظیمونو مشران له خپلو تېرو خبرو پښېمانه وي او نوې خبرې کوي، چې بیا د نویو خبرو په اړه هوکړه وشي، بله ورځ بیا د دوی دریځ بدل شوی وي، ځکه خبرې کومې پایلې ته نه رسېږي.»

د ۱۹۹۲م کال په جګړو کې د جګړو لپاره د تنظیمونو بهانې لا د ټولو هېوادوالو په یاد دي. اوس هم هماغه لوبه په لږ او ډېر تفاوت روانه ده، خو دا ځل د نسل سياسي شعور پياوړی دی، په نړيواله سطحه د سياست او د ګټو د لوبو له پېچلتياوو اګاهي ډېره ده، خپل معاصر تاريخ يې تر مخ پروت دی او دا ځل د تاريخ تکرار هيڅ موقع نه‌شي پيدا کولای چې بيا مو ولوبوي.

کله چې تنظيمونو په کابل کې پاټک‌سالاري، رقص مرده، د ښځو بې‌عفته کول، د هلکانو ودول، له ښځو د سينو پرې کول او په خلکو نښه زده کول پيل کړل، بيت المال يې چور کړ، سل کلنه اردو او د هېواد بشپړ امکانات يې د خپل سر د دوښمن په پښو کې وپاشل، د طالبانو غورځنګ پښې او لاس وهل پيل کړل.

د تنظيمونو له لاسه د خلکو په پښو کې داسې اغزي تللي وو چې د امارت د زهرو په ستن يې ايستل قبول کړل. طالبانو د مجاهدينو د قساوت په خاطر په ولس کې نسبي مشروعيت پيدا کړ او ان ځينو جنايتکارانو د ځان د بقا په پار د اسماني ملايکو خطاب ورته وکاوه.

خو اسماني ملايکې ورو ورو په داسې ځمکنيو شيطانانو واوښتل چې د مجاهدينو دعاګوی يې پيدا کړل، هغه د کفن‌کښ د زوی کيسه ځنې جوړه شوه. دوی پاټک‌سالاري ختمه نه کړه، اپډيټ يې کړه. هغه بد چې نورو کول، دوی يې مخنيوی و نه کړ، بلکې يوازې يې هغه ماموريت ځان ته ترې نقل کړ، د کوهدامن اره شوي تاکونه او لوخړه شوي کورونه د تاريخ دومره لويې پاڼې دي چې هيڅوک يې زموږ له را روان نسل څخه نه‌شي پټولای.

موږ په دې ليکنه کې د طالبانو دورې ته کتنه نه کوو، يوازې پر هغو ټکيو تم کېږو چې د ډاکټر نجيب الله احمدزي او ډاکټر اشرف غني احمدزي دورې او حالات يې سره مشابه کړي او بايد له تاريخه د عبرت درس ته ډېر ځير اوسو.

طالبانو چې د پاټک‌سالاري د ختمېدو او شريعت د نفاذ دعوه لرله، يو افغان ولسمشر يې د ښار په منځ کې صحرايي محاکمه کړ، زندۍ يې ور واچوله او هغه سړی يې په دار کړ چې له تنظيمونو سره يې د روس په ايستلو موافقه وکړه، پر هديرو حکومت يې بد وباله او داسې وړاندوينې يې وکړې چې وار په وار رښتيا را وختلې.

جنګي تنظيمونو او بيا طالبانو يوازې فرصتونو ته وکتل، هيڅ درايت او سياسي نزاکت يې په نظر کې و نه‌شوای نيولای. دوی د پرديو په خاکه روانه لوبه کولای شي، خو بدلولای او درولای يې نه‌شي.

طالبانو ډاکټر نجيب پر کابل د خپلې واکمنۍ په لومړني سهار د ملګرو ملتونو له دفتره په زور راوایست، و يې واژه او د کابل په اریانا څلورلاري کې يې د ده له ورور شاپور احمدزي سره یو ځای په عام محضر کې وځړاوه، دوی د کلدارو زرګون هم په خوله کې ور ټومبلی و.

ډاکټر نجیب ته په هغه وخت کې له یوه لوري شوروي اتحاد په واقعیت کې شا اړولې وه او له بله طرفه یې پر خپلمنځیو ناندریو اخته حکومت د مجاهدینو له سختو فشارونو سره مخامخ و، مجبور و چې ځينو زورورو ته امتياز، ناز او حتی باج ورکړي چې د حکومت د دفاع او دوام وروستۍ هيلې یې له لاسه و نه وځي .

د ښاغلي غني په دوره کې هم تقريباً هماغه حالت وينو. طالبانو تر يوې لسيزې زياته موده خپل ستوني وشکول چې امريکا دې ووځي، موږ دستي سوله کوو.

حکومت د بهرنيو د تړون او د وتلو د مهالوېش په هکله د خبرو د انعطاف تياری هم ور وښوو، خو طالبان تر دې يو ګام نور هم ګستاخ شول، د سياسي ظرفيت په ډېر کمزوري حيثيت برسېره يې د افغان حکومت انزوا ته بنده کړه او له امريکا يې د خبرو «خدای وس» ته لمن وغوړوله.

امريکا چې د جګړې او سولې په برخه کې د افغان حکومت پر مالکيت بيا بيا ټينګار وکړ، د دوی هيله بيا ماته غوندې شوه، که نه د امريکا له خوا د سولې خبرو ته د شنه څراغ پلته لا نه وه بله شوې، چې دوی بیا د سپينې ماڼۍ نجلۍ ته د غرور د ماتې پېغور ورکړ.

طالبانو ګڼلې وه چې که حکومت امريکا وباسي هم يې پکې خير دی، که امريکا غېږه خلاصه کړي، خو نور علی نور دی.

امريکا د روسانو برخلاف له افغانستان سره د پروټوکولونو په ګيره کې ده، نړيواله ټولنه او د څار نور بنسټونه دغه اړيکې شېبه په شېبه څاري او هيڅ لوري ته د جبر د کږون تېری نه وربښي؛ نو امريکا هم د افغانستان په ملي مسايلو کې ځان ډېر نه‌شي ښکېلولای.

طالبانو غوښتل چې په اشرف غني عين د ډاکټر نجيب کانه وکړي، خو دا ځل افغانستان د نوييمو کلونو په ذهني سوءتغذيه اخته نه و، دا ځل ولسمشر له شعوري انعطافه کار اخيست، دا ځل زرګونه کدرونه، ماسټران او دوکتوران موجود وو، دا ځل د نسل د ذهني تنوير په برخه کې د نيمې پېړۍ کار په لس کاله کې شوی و، ځکه خو ولسمشر قدمونه په پام واخيستل.

دا ځل به طالبانو ته سرچپه تجربه ور زده کوو، دا ځل به له نړۍ سره اړيکې په دې قيمت نه خرڅوو چې يو جنګي بانډ د نه بغاوت احسان را باندې وکړي او د سولې په نامه د يوه داسې زندان تمبو ته ولوېږو چې له جنګه پرته نور هر ناورين را باندې نازل وي.

ولسمشر غني پر دې باور دی چې اوس په هېواد کې د سولې لپاره شرایط بهتر شوي دي، ملي اجماع موجوده ده، طالبانو وښوول چې له جنگه ستړي دي، خو د شهرت ننګيال صاحب په اصطلاح چې لکۍ يې د بل په ښکر پورې غوټه ده؛ نو نه شاباس. تر ډېره سیمه‌یزه اجماع هم راغلې، د اسلامي نړۍ اجماع شته او د ولسمشر غني په وینا سولې ته بین المللي شرایط اماده شوي دي.

د ډاکټر نجيب الله په دوره کې د عام ذهنيت تر کمزورتيا ور ها خوا د سولې په برخه کې دومره لويه اجماع نه وه برابره شوې. ډاکټر نجيب د سولې چارې ته تنها پرېښودل شو، د غداري ښکار شو او خوشبيني تر جګړې خشينه ورته تمامه شوه، مګر ډاکټر غني چې تر اوسه په کومه طريقه وړاندې تللی، ښکاري چې هېواد به دا ځل هماغسې د سروپو په تالاب کې نه لوېږي.

ولسمشر غني پخپله وويل چې د افغانستان د سولې اوسنی بهیر د افغانستان د پخواني جمهور رييس ډاکټر نجیب الله د سولې له تګلارې سره ورته نه دی. ده په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د دیني عالمانو د نړیوال کنفرانس او د افغان دیني عالمانو فتوا ته په اشاره چې د افغانستان جگړه یې ناروا وبلله، ویلي دي که لږ شمېر طالبان فکر کوي چې اوس هم "یو ذره دیني مشروعیت " لري نور دا ډول مشروعیت ختم شوی دی.

د طالباني نهضت د مشروعيت ختم، د بهرنيانو تر وتلو وړاندې د سولې مفکوره، د کورنۍ او بهرنۍ اجماع جوړېدل، د ولسمشر تر شا د يوه نوي باشعوره نسل درېدل، له افراطي افکارو سره مبارزه، د ولسواکي ارزښت ته پام اوښتل، د تجارت اتکاء له ځينو مضرو ګاونډيانو را ګرځېدل او د بهرني سياست په برخه کې هېواد ته پياوړي لابي هغه څه دي چې د سولې په برخه کې موږ د تاريخ له وژونکي تکراره ژغورلای شي. دا ډاکټر به دا ځل د ځان په ځای د هغه افراطيت غاړې ته رسۍ واچوي چې دا څو کاله زموږ تر مرۍ تاوه ده.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې