د عالمانو پلاوی ترکستان ته روان دی
۱۴ اسد ۱۳۹۷ 98703 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د عالمانو پلاوی ترکستان ته روان دی

 

څو ورځې وړاندې په کابل کې د ديني عالمانو يوه دوه ورځنۍ ناسته وشوه او بيا اعلانونه وشول چې ګواکې تر دې وروسته به په افغانستان کې ديني عالمان د اداري فساد پر ضد په مبارزه کې برخه اخلي.

هغه مهال لا کيسه ګونګه وه، خو ولس بيا هم له حکومت سره سر وخوځاوه، خو پرون چې د ديني عالمانو کمېسيون پرانيستل شو او د دغه کمېسيون مشر قيام الدين کشاف په خبرو خوله پرانيسته، ولس ته سل پوښتنې پيدا شوې.

له ولسمشره نيولې، د سولې شورا دا دارالانشا تر رييسه او بيا تر لوی څارنوال پورې، ټولو هماغه ورځ پياز په ګنډه وهلي وو چې د عالمانو شورا جوړه شوه او اوس به له منبره د اداري فساد پر ضد غږ پورته کېږي.

موږ چې څومره ليدلي دي، په افغانستان کې د روان فساد لويه برخه په هغو ادارو کې روانه ده چې همدا کسان چې حکومت يې دیني عالمان بولي، په يوه نه يوه توګه ورسره تړلي دي.

د سولې شورا، د عالمانو شورا، حج او اوقافو وزارت او عدلي او قضايي ارګانونه د دغسې فساد ښې بېلګې دي چې ټول يې همدا د منبر کسان چلوي.

بله دا چې د منبر ملايان محافظه‌کاران دي، ډارندوکي دي، د سر غم اخيستي دي، چې سر ته يې خطر پېښ وي، د خدای سمه لار خلکو ته نه ورښيي.

همدا ملايان دي چې دا يوه نيمه لسيزه يې د طالبانو په قتلونو، ځانمرګيو بريدونو او وسله‌والو نښتو خولې پټې نيولې دي.

دوی ښه پوهېږي چې ځانمرګي بريدونه، هغه هم بيا په ښارونو کې د عامو خلکو په منځ کې، تر هغه لا بتر د په جوماتونو کې ځانمرګي بريدونه مطلق حرام او د خدای له دين سره په ټکر کې دي، خو له دې وېرې چې هسې نه طالب اورپکې دوی په نښه نه کړي، د دغو بريدونو په اړه يې هيڅ نه ويل.

دوی چې په غره کې له ناست طالب څخه دومره په وېره کې دي، له ډاره د خدای خبره نه‌شي کولای؛ نو د ښار له داړه‌مارانو، جګړه‌مارانو، زورورو او ښکرورو سره به څنګه پنجې اړم کړای شي؟

بله دا چې هغه کسان چې د ملت مال لوټي، حرام او رشوتونه خوري او فساد کوي، هغوی جومات ته نه ورځي او ملايان بيا د دوی د فساد په کيسو کم خبرېږي.

ملا چې لويه توره وکړي، پر منبر به ودرېږي، و به وايي چې رشوت حرام دی، د خدای پيغمبر پر رشوت ورکوونکي، اخيستونکي او د دوی تر منځ پر معامله جوړوونکي لعنت ويلي دی. د خلکو حق خوړل ناروا دی، له دندې غلطه ګټه اخيستل ناوړه کار دی او نور، خو په دې خبرو تر هر چا همدا فاسدان ښه خبر دي، اما عمل نه ورباندې کوي.

بل دا چې دا د حکومت لويه کمزوري په نښه کوي چې له دومره ځواک او زور سره، بيا هم د فاسدانو، غلو او مافيايي کړيو مخه په ملايانو نيسي.

تېره ورځ د عالمانو کمېسيون جوړ شو او مشر يې د دې ټولو تمو خلاف بله خبره وکړه.

مولوي قيام الدين کشاف وويل، د دې کمېسيون له لارې به دوی يو لړ مهم ټولنیز موضوعات را سپړي او ولسمشر ته به یې وړاندې کوي.

د ښاغلي کشاف خبره بيا هم ګونګه ده.

ولس اوس هم نه پوهېږي چې حکومت د عالمانو د کمېسيون په نامه د طالبانو د امارت په څېر د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کومه اداره جوړه کړې، که د زورورو او ښکرورو د نيولو او راپرځولو لپاره د ايران د اخوندانو په څېر کوم ځواک جوړ کړی او که هسې د ملايانو له شره د ځان خلاصولو او د هغوی د خولې پټولو هڅې کوي.

حکومت ولس ته تمه ورکړې وه چې دغه ملايان به د ولس له اوږو څخه د هغو فاسدانو په کښته کولو کې مرسته وکړي چې دا څو کاله د دوی وينې زبېښي، خو د عالمانو د کمېسيون د مشر له خبرو ښکاري چې دغه کمېسيون ترکستان ته روان دی.

که دوی ناوړه دودونه او رواجونه په نښه کوي او ولسمشر ته يې په شکايت کوي، دا کار په دومره خواريو نه ارزي، که امربالمعروف کار کوي، هغه زموږ پوليس هم کولای شي او د فاسدانو پر ضد غږ اوچتوي او د هغوی مټ نيسي، دا يې په وس نه ده پوره.

نو

ترسم نرسی به کعبه ای اعرابی

این ره که تو میروی به ترکستان است!

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې