د افغانستان سیاسي تفداني
۱۴ اسد ۱۳۹۷ 109237 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د افغانستان سیاسي تفداني

 

افغانان چې له نړیوالو سره د خپل هېواد د خصوصیاتو بحثونه کوي؛ نو ټول تمرکز یې پر دې وي چې افغانستان له نړۍ یو بېل هېواد دی او دلته د نورو هېوادونو تجربې د عملي کېدو وړ نه دي. له ډیموکراسي نیولې، تر ټاکنو، د بیان له ازادي د رسنیو تر کارولو، له فرهنګه تر اقتصاد او له زورواکۍ قابو کولو نیولې د زورورو تر پړسولو هر څه د نړۍ د شته نظام په خلاف جهت کې پر خپله لار روان دي.

دلته ډیموکراسي وشرمېدله، ټاکنې د حل‌لارې پر ځای پخپله د سریښو په ډنډ بدلې شوې دي، قانون ماتوونکيو ته د قانون جوړولو کار سپارل شوی، په پیشوګانو غوښه ساتل کېږي، موږکان د غنمو په ګدام کې پالل کېږي، د سترګو ناروغانو ته د ایلپي په نوم د یو ډول ځانګړو سریښو د څڅولو توصیه کېږي، په ډېرو روغتون کې قصابانو ته دنده سپارل شوې، په ښوونځیو کې نالوستي روزل کېږي، په پوهنتون کې ریسرچ کفر ګڼل کېږي، په جومات کې بمونه الوزول کېږي، په ټلوېزیونونو ښکنځل روا بلل کېږي او د ملي امنیت پخواني مشران یې د رازونو په لوڅولو سیاست کوي.

د سیاست په دې تفداني کې را لویو شويو پرونيو برېتورو ته د ملي رازونو افشا کول سیاست ښکاري او د ټپي هېواد پر زخمونو د ملهم وهلو پر ځای د افغانستان په خېټه کې خنجر ښوروي. دلته هر چا ته داسې برېښي چې افغانستان ده ته ورپاتې دی او پر واکمن یې د بربادي خوله ورخلاصه کړې وي.

دلته هر غیرمسلکي ته له څو ورځو وروسته ځان د هماغه ډګر پروفیسور ښکاري او د هر څه حقدار ځان ګڼي. دلته پرونيو ببرسرو نن تر ټولو شخې نیکټایۍ وهلې او خپل ماغزه ترو نورو ډېر په تول درانه او افغانستان ته جوړ بولي. د مشر او کشر توپیر نه‌شته او کشران یې تر مشرانو بره ډنګوي.

د هرې برخې په الف او ب پوه ته ځان سیاستوال ښکاري او د امنیت او سیاست په راز تر نورو ځان وړ او ببر ورته برېښي.د لته د سیاست په تفداني کې هر پرېوتي ته ځان سیاستپوه ښکاري او فکر کوي، ټول افغانستان د ده تر شا ولاړ دی. د ټلوالو او ګوند جوړولو په دې ګرم بازار کې اوس هر سړی د ملت د سرلاریتوب دعوه کوي. نه یې د راز کس مالوم دی او نه د نیاز.

د ملي امنیت پخوانیو مشرانو هم سیاست ته مخه کړې، خو د غیرمسلکیتوب اندازه  یې اوس ټول له دې لګولای شي چې ولې یې هر یو په هغه او دغه نوم د ګوندونو د جوړولو په لټه کې دي او هغه څه یې چې د خپل ماموریت په موده کې د ملي پلانونو او رازونو په نوم کښلي او لیدلي په غیرمسلکي ډول له خپل او پردي سره شریکوي او دالوبه ورته سیاست ښکاري.

دلته د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته چې امنیتي کوډونه، سندونه او رازونه نصیرالله بابر، جنرال اختر او جنرال حمیدګل  ته ډالۍ شول، له هماغې ورځې وروسته دا وړیا خدمت ښه په درز او یاړ تر سره کېږي. یوه یې وویل په دې ویاړي چې د پاکستان خلاف یې د هند له استخباراتي ادارې مرستې تر لاسه کولې.

تر دې نو پاکستان ته ښه سند چا په لاس ورکړی چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي. پاکستان د هماغه له ګوښه کېدو وروسته په هر نړیوال او کورني فورم کې دا خبره کوي چې د افغانستان خاوره د هند له خوا د دوی پر ضد کارول کېږي او که یې څوک نه مني د افغانستان د امنیت د یوه پخواني مشر ویاړمنه ادعا دې واوري.

دا نه یوازې د افغانستان د استخباراتي ادارې د مشرتابه په غیرمسلکیتوب نه، بلکې د ملي امنیتي او سیاسي رازونو په افشا کولو دلالت کوي او د افغانستان دوست هېوادونه په خپلو کړو مرستو پیښمانه کوي او له کابل سره د نورو همکاریو باور له لاسه ورکوي.

افغانستان به د ډېرو نورو هېوادونو په څېر دوستان او پرېمانه دښمنان لري، خو هیڅوک دا حق نه لري چې د پخواني ولسمشر په څېر د دوست خبره د هغه دښمن ته وکړي. د حامد کرزي یو ویاړ هم دا و چې د امریکا د وخت د ولسمشر بوش له خوا په ایران کې په یوه کنفرانس کې د نه ګډون هیله ترې شوې وه، خو هغه د دې راز د ساتنې پر ځای د وخت له ایراني ولسمشر سره په هماغه ورځ دا خبره شریکه کړې وه او د خپل مجبوریت په نوم یې ورته سر ټکولی و.

د هېوادونو تر منځ په اړیکو کې داسې ډېرې لویې او وړې خبرې کښته پورته کېږي او هیڅ هېواد یې د هغه له دښمن سره نه شریکوي، بلکې د یوه باوري دوست په توګه یې د ملي راز په جامه کې له ځان سره ساتي.

د سیمې د هېوادونو له ډېرو مشرانو سره به د ډېرو موضوعاتو پر سر ډېر څه شریک شوي وي، خو ان د لسیزو په تېرېدو سره یې هغوی د خپل هېواد د ملي ګټو په نوم په خپل زړه کې قفل کړي وي. د پاکستان د استخباراتو یو پخواني مشر اسد دراني همدا څو میاشتې له مخه په خپل یوه کتاب کې د یوه وړوکي راز د په ډاګه کولو پر سر د محکمې تر دوسیو لاندې او د قاضي قلم ته برابر شو، خو د افغانستان د ملي امنیت هر پخواني مشر هڅه کړې چې د دولتي رازونو ځولۍ پر سړک چپه کړي، هر تېرېدونکي کورني او بهرني ته یې خوله خلاصه کړې وي.

یوه یې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې چې د امنیت برحاله مشر و، په کابل کې د غیرقانوني ټاکنیزو کړنو د یوې ادارې د پرانیستې او فعالیت خبره پر ټلوېزیون وکړه، خو په دې نه پوهېده چې د ده دنده څه وه او ولې یې د خپل ماموریت پر مهال د ده په وینا، د هماغې ناروا مخه نه نیوله چې دی ادعا کوي، ستر خیانت و؟

د نورې نړۍ په څېر د ګاونډي پاکستان د استخباراتو او پوځ ټول پخواني مشران له دندو تر لرې کېدو وروسته پر نړیوال سټېج د خپل هېواد او ولس په ګټه لابي کوي او د خپل نظام د تګلارو د دفاع جنډه يې پورته کړې وي. پر هر نړیوال فورم دای‌اس‌ای پخواني چارواکي د افغانستان، هند، ایران او امریکا پر وړاندې د خپل هېواد د نادودو د دفاع په مورچل کې پراته وي او لکه رښتینی سرتېری هڅه یې د خپل هېواد او ملي ګټو دفاع وي، خو د افغانستان د استخباراتي ادارې د پخوانيو مشرانو په تنظیم جوړولو پسې سترګې پوچې ووتې او هغه دوه درې پټ رازونه چې د دوی تر مخ تېر شوي، نه‌شي هضمولای، د خېټې د چاودیدو له وېرې یې پر شونډو زمزمه کوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې