ستانکزی "افغان" شو
د کریکټ د ملي لوبډلې مشر وايي، افغان هویت ته یې د درناوي په پار خپل تخلص له ستانکزي څخه افغان ته بدل کړی او له دې وروسته به په همدې نوم یادېږي.
اصغر افغان ایرلېنډ ته تر سفر مخکې برېښنايي پېژندپاڼه واخیسته او هلته یې خپل تخلص افغان ليکلی دی.
د افغانستان کریکټ بورډ وايي، اصغر دا کار "افغان" هویت ته د درناوي او د دې هویت د ساتلو لپاره کړی دی.
اصغر ستانکزی د کابل ولایت دی. هغه په خپل فېسبوک کې د خپل تخلص بدلولو خبر ورکړی دی او لیکلي یې دي "دا هم د یادولو وړ ده چې د یوه ملي لوبغاړي په توګه مې په خورا خوږه او ګلالۍ هېوادنۍ مینه خپل تخلص له "ستانکزي" څخه "افغان" ته واړاوه."
0 نظرونه