د لارو بندولو ډرامې باید ختمې شي
۱۳ اسد ۱۳۹۷ 125282 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د لارو بندولو ډرامې باید ختمې شي

 

د افغانستان په نوم هېواد کې د یوه سړي لانجه له بل سړي او یا حکومت سره وي، خو لار، دوکان او بازار د خلکو پر مخ تړي. د دې فرهنګ دود زورواکانو عام کړی دی او که یې سملاسي مخه و نه نیول شي، هر ځان ته غره کاغذي پهلوان به دغه او هغه لار د خپلو نارواوو لپاره په یو شمېر ببرڅڼو بندوي.

هسې خو د ټاکنو له ليسټه د احمد او محمود په ایستل کېدو سره د لویو او وړو لارو د بندولو بهیر لا له مخه پیل شوی، خو پوښتنه دا ده چې دا څلور سوه زره امنیتي سرتېري چې د خپلو خلکو پر مخ لار نه‌شي پرانیستلای، د څه لپاره تنخوا اخلي؟

له څلوېښتو کلونو راهیسې پر دې ملت د همدې څو زورواکانو له خوا هر ډول ناخوالې، جګړې، وژنې، پاټکونه، غلاوې، شکونې، ویجاړۍ تحمیل شوې او هر ډول بوج او بار پر دې ملت ور غورځول شوی، خو همدا چارواکي او د جنګ له برکته پړسېدلي بیا ځانونه په ډېره بې‌شرمي د همدې ځپل شويو خلکو استازي ګڼي.

دا سپین‌سترګي یو خوا د ملت لارې بندوي او بل خوا ور څخه رایې غواړي. دا بې‌منطقه له همدې خلکو تمه کوي چې د څو کسانو د ګټو د خوندي کېدو لپاره باید د دوی پر وړاندې همدا ملت سرکوزی روان وي او دوی ته پورته و نه ګوري. دا زورواکي په رڼا ورځ د خپلو نارواوو د عملي کولو لپاره د خلکو لارې بندوي، ناورغان یې پر سړک نه پرېږدي، دوکانونه یې وربندوي، موټر یې دروي، اقتصاد ته یې ښکاره زیان رسوي، خو تمه یې دا وي چې دا سرناخلاصی ملت به د دوی د عزت لپاره هر څه پر ځان مني او دوی به د دولت او حکومت څوکیو ته په خپلو اوږو سپاره رسوي. دا چارواکي پر یوه تاریخي ملت د ړندو په فکر واک چلوي او تمه یې دا ده چې د دوی پر هیڅ ناقانونه کړنه خلک نه پوهېږي او چې پر کومه یې دوی روان کړي هماغسې ځغلي.

دوی د ولس بقا په خپله بقا او واکمني پورې تړلې او اکثریت ولس ورسره منلې او په دې سر نه خلاصوي چې د دوی په کومه ښادي کې دې ولس ته عزت ورکول شوی؟ دوی تل د خپلو ناروا موخو د تر لاسه کولو لپاره له یوې برخې ولس څخه ګټه پورته کړې او د نظام او ملت پر ضد یې کارولي دي. په دې وروستیو کې دې موضوع ته پام زیات شوی او له حکومت سره د هرې وړې او سترې ناروا په موضوع کې د شخړې پر سر د ملت پر وړاندې خپلې منحوسې څېرې په ډاګه کړې او په ډېر ویاړ سره یې د لارو بندولو ته زور ورکړی.

په تېرو ۱۷کلونو کې لیدل شوي چې دا ځورېدلی ولس د هر ځوان او ناځوانه له لاسه تر پزې رسېدلی او د خپلو حقونو په موخه یې د دې زورواکيو پر وړاندې د غږ پورته کولو جرات له لاسه ورکړی. لامل یې د بلې ورځې لپاره د همدغو ببرڅڼو له خوا د زیان له ور رسېدو وېره ده او د حکومت پر وړتیا د باور نه لرل دي.

حکومت په تېرو ۱۵کلونو، په خاص ډول په وروستیو کلونو کې د زورواکانو له خوا د ولس د یرغمل کولو، د لاریون په بڼه یې د خپلو موخو د کارولو، د خپلونارواوو د منل کېدو په موخه د ملت او دولت پر وړاندې د لویو لارو د بندولو او ورته نورو غیر قانوني کړنو پر وړاندې چپه خوله پاتې شوی دی.

دې مسالې زورواکانو ته جرات ورکړی چې خپلو نارواوو ته روا بڼه ورکړي او خلکو ته یې داسې تصویر ورکړی چې د لاریون په مټ د لارو بندول هم قانوني کار او د دوی د ادې او بابا حق دی، په داسې حال کې چې  د لاریونونو د قانون پر اساس باید هیڅ اعتراض د خلکو د ازار او اذیت سبب نه‌شي او د خلکو ځان او مال ته به زیان نه رسوي. دا رنګه هیڅ لاریون د لارو د بندولو او ملت ته د زیان رسولو اجازه نه لري او که دا کار وشو دولت یې د عامه نظم د ګډ وډولو په تور تیت پرک کولای او نه منونکي زندان ته اچولای شي.

د حکومت د همدې بې‌پروایي له کبله اوس ډېر اړخونه لاریونونه هم د قانون خلاف تر سره کوي او په ښکاره د ملت او قانون واکمني ننګوي او د اوونیو اوونیو لپاره د خپلو موخو لپاره لارې بندوي او ټولنیز نظم ته زیان رسوي.

حکومت په کور دننه د دغو زورواکانو پر وړاندې تر اوسه يو څه يو څه د وېرې احساس کړی او هر ځل یې دوی ته ورتېر کړي لاسونه له دې کبله بېرته شا ته کړي چې لارې پرې بندې نه‌شي.

د دغه ډول لاریونونو پر وړاندې د حکومت درېدل د قانون  واکمني پیاوړې کوي، د زورواکانو له لاسه یوه قوي وسله کوزوي او قانون ته د ولس او خلکو د سیخېدو زمینه برابروي. که حکومت لویې لارې له لاریونوالو خوندي کړي، باور دا دی چې د شخصي ګټو په موخه د غیرقانوني لاریونونو کچه به پخپله ورسره راکمه او تنظیموونکي به یې پر دې پوه شي چې د دوی دغه ډول اعتراض دوی ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي.

په داسې حال کې چې د ټاکنو لپاره تیارۍ روانې دي، تر ټاکنو وړاندې او وروسته د ورته پراخو لاریونونو او لارو بندولو فکرونه سر له اوسه د ډېرو په مغزو کې تاوېږي راتاوېږي.

د تېرو ۱۵کلونو تجربې ته په کتو لاریون هر زورواکي او چارواکي ته ګټه رسولې او غواړي هر ځل له دغې ولسي وسلې بیا بیا کار واخلي. ان داسې ویل کېږي چې که احمد او محمود ټاکنو ته له درېدو منع کړای شي، ښايي پر کابل او نورو لویو ښارونو را څرخېدلې لارې به بندې او حکومت به مجبور کړای شي چې د زور پر ځای د دغو کاغذي زمریانو د غوښتنو په منلو سره د لارو پرانیستلو ته هرکلی ووايي.  

له حکومت څخه د خلکو ختلې تمې ته په کتو ممکن دا وېره اوس هم له ډېرو چارواکيو سره وي او هر ځل یې مشوره دا وي چې خير دی د هر زورواکي خبره دې فعلاً ومنل شي او د ملت پراوږو سپاره زورواکي دې همداسې تر پارلمان روان او د لارې د بندېدو بار دې ملت کش کړي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې