ولس سوله غواړي، خو دوښمنان هم لري
۱۳ اسد ۱۳۹۷ 114583 0 نظر عبدالرحیم موسی‌زی

ولس سوله غواړي، خو دوښمنان هم لري


سوله هغه خوږه پديده ده چې د اسلامي ارشاداتو له مخې هم ورته لومړیتوب ورکړل شوی دی، په سوله کې خیر دی او په سوله کې د ولس او د عامو وګړيو ډېرې ګټې نغښتې دي.

د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده، دا هغه جګړه ده چې له بهره پر موږ تحمیل او زموږ د ځوانانو د وینو په بیه تمامېږي، یانې هر لوري ته افغان ځوان له منځه ځي، که دولتي وي او که د دولت مخالف، خو د دې جګړې اصلي ګټې د سیمې هېوادونو او نړیوالو ته رسي.

په ډاګه باید ووایو چې زموږ ګاونډي هېوادونه په مستقیمه بڼه او یا په غیر مستقیمه توګه کله د دولت او کله د ځینو مخالفو ډلو ملاتړ کوي، خو که د هغوی اصلي موخو ته ځیر شو، د هغوی هدف د افغانانو وژل او د افغانستان ویجاړول دي.

د دوی شوم او ویجاړونکی بهرنی سیاست تل موږ ته متوجه دی چې څنګه زموږ ولس خوار وساتي او هېواد مو له اقتصادي پراختیا په شا کړي او څنګه زموږ د ځوانانو پر وینه تجارت وکړي.

هر هغه وخت چې دلته د دولت او یا د ولس له لوري د سولې اواز پورته شي بیا نو ورته وار له مخې کورني منافقان او بهرنۍ کړۍ ورته بېلابېل خنډونه جوړوي، خو افغان ولس د ولت له مخالفانو څخه په ډېر درناوي هیله کوي چې نور راشئ حقیقي سولې ته راودانګئ، هغه ډلې او کسان چې خپله بقا د افغانستان په جګړه کې ویني او د افغانستان د اشغال له پیل څخه د بیت المال په پیسو مزې او چړچې کوي د هغوی  کږې خولې ورته د سیاسي مبارزې او ښه مدیریت په سوک سمې کړئ.

په دې پوهیږو چې افغانستان کې د بهرنیانو پوځي شتون مخالفو لورو ته د منلو او زغملو وړ نه ده او دا د هغوی سره کرښه ده او ټینګار کوي چې دوی دې خپل پوځي شتون پای ته ورسوي،  مګر زه مخالفو ډلو ته وایم چې تاسو راشئ د افغانستان دولت سره په ګډه سیاسي حل لاره پیدا کړئ، خپل شرایط  د خبرو لارې وړاندې کړئ.

 

تاسو هم باوري یاستئ او په دې  پوهیږئ چې یو شمیر نا اهله کورنۍ کړۍ او ګاونډي هېوادونه هیڅ کله نه غواړي چې مخالفین دې سیاسي واک ترلاسه کړي، هغه کړۍ چې تل یې د غلامۍ ګلونه په غاړه کې اچولي د ولس په سترګو یې خاورې شیندلي، له تور یې سپین او له سپين یې تور جوړ کړي په دې هڅه کې دي چې د سولې خبرې سبوتاژ کړي.

ولس او نړۍ په دې پوه شوه چې پوځي هڅې د حل لارې نه دي ټولې ښکېلې خواوې باید د سیاسي تفاهم له لارې یوې هوکړې ته ورسېږي.

افغان ولسمشر د کابل د سولې او امنیت په دویمه پروسه کې د دولت مخالفانو ته د اوربند او سولې وړاندیز وکړ، ښاغلي ولسمشر د سولې د خبرو کولو لپاره کابل تر ټولو ښه ځای وباله چې د سولې خبرې باید دلته وشي، خو که اړتیا وي دولت به د سولې د خبرو لپاره بل هېواد غوره کړي، زما په اند دا پخپله د مخالفانو لپاره یو شین څراغ دی او کولای شي له دې غوره فرصت څخه مثبته ګته پورته کړي.

همدا راز موږ له نړیوالو څخه هم تمه لرو چې د افغانستان په کورنۍ مساله کې دې ډېره لاسوهنه نه کوي او نور دې د دې ولس په وینو سوداګري نه کوي، هر افغان ځوان چې په هره خوا کې له منځه ځي زموږ ورور دی، یوازې او یوازې افغانه مور پرې بوره کېږي او افغان بچیان یتمانېږي، هغه نړیوال هېوادونه چې د افغانستان په روانه جکړه کې ښکېل دي هغوی دې خپله ماته ومني چې دوی له دومره امکاناتو سره په افغانستان کې سوله نه راوسته او یا یې قصداً و نه غوښتل چې په دې هېواد کې سوله راشي.

غواړم یوې مهمې موضوع ته اشاره وکړم، هغه کسان چې ځان افغان نه بولي او د خپلو ګټو په خاطر د سولې له پروسې سره مخالفت کوي، ورته وایم چې نور ستاسې شیندلی تاریخ تېر دی، نور د ولس په ژوند تجارت مه کوئ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سلب اعتماد شوی وزیر یو له هغو کسانو څخه دی چې خپله بقا په روانه جګړه کې ویني، ولس غواړي چې څوک دې د دولت مخالفانو ته د ماتې یا تسلیمي نغارې نه ډنګوي، دلته اتل او تښتېدلي ټولو ته مالوم شول، دلته رښتیني او جعلي قهرمانان څرګند شول او هره ورځ د غربي سیاستوالو په شخصي کتابونو کې د اتلانو او قهرمانانو اصلي څېرې لا پسې بربنډېږي، زموږ موخه چا ته سپکاوی نه دی خو زه پخپله د هغو رذیلو کړیو مخالف یم چې د بین الافغاني سولې مخالفت کوي او دا هغه کسان دي چې د ولس حق یې په خپلو جېبونو کې اچولی او د خدای په لار کې يې د افغان ولس له جهاده وسیله‌یي ګټه پورته کړه.

غواړم دا ووایم چې دواړې غاړې، هم دولت او هم مخالفان دې د کبر او غرور له هسکو څوکو راکښته شي، لږ دې خپل زړه پر افغان بېوزله ولس چې له کلونو کلونو د نورو د لاس وسیله کرځېدلی او نور پر دې خوار ولس تجارت کوي، زموږ معادن چې د عام ولس حق دی د څو زورواکو او مفسدو کړیو له لوري نړیوالو ته په ډېره کمه بیه ورکول کېږي، که دلته سوله او یو پیاوړی نظام وي؛ نو هیڅوک به دا جرات و نه کړي چې زموږ عامه شتمني لوټ کړي.

مونږ یو داسې نظام غواړو چې د ټول ولس حق ته د اسلامي ارزښتونو او اصولو له مخې وکتل شي، موږ داسې نظام غواړو چې نور د مفسد، غل، بدماش، جاسوس، پردي‌پال او ورانکاره خلکو اعمالو ته د پای ټکی کېږدي.

ولس هم پر دې پوهېږي چې د ګاونډيو هېوادونو رسنۍ تل د بین الافغاني سولې پر ضد څرګندونې کوي، دوی نه غواړي چې مخالفان په ارامه د خپل هېواد ودانولو او خپلو کورنیو سره ارامه ژوند ته را وګرځي، ځکه که سوله راشي افغانان به یو غښتلی نظام ولري، له خپلو طبیعي منابعو به د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار واخلي او دوی به د نړۍ په کچه یو پیاوړی هېواد وي.

راشئ وروڼو! یو بل ته د ورورولۍ غېږه پرانیزئ، راشئ نور مو ماشومان یوازې مه پرېږدئ، میندې مو مه بوروئ، مېرمنې مو مه کونډوئ او د یو پرمختللي او ازاد افغانستان لپاره سیاسي لاره وازمایاست.

د خپلواک، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله!

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې