طالبان په يوه تياره تونل کې
۱۰ اسد ۱۳۹۷ 122606 0 نظر سرخط ورځپاڼه

طالبان په يوه تياره تونل کې

 

له امریکایانو سره په اوسنیو حالاتو کې ان د ناټو غړي او اروپايي هېوادونه د معاملو له اړخه ښه خاطره نه لري او ټول پرې د دوه‌مخیز سیاست د لوبولو تور لګوي او نیوکه یې دا ده چې یوازې د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه خبرو اترو ته ور وړاندې کېږي او په خپل طبعیت له تړونونو بهر کېږي.

ښکاره بېلګه یې له ایران سره له اټومي تړونه وتل، له اروپايي ټولنې سره د سوداګریزو اړیکو له هوکړې په شا کېدل او د چاپېریال ساتنې د پاریس له تړون څخه وتل دي. طالبانو اوس د ټرمپ په مشري له امریکايي ادارې سره خبرو ته زړه ښه کړی او تصور یې دا دی چې و به کولای شي هغه څه تر لاسه کړي چې دوی یې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې په لټه کې خپل هر څه وبايلل.

د امریکا د ورته تړونونو په لړ کې له ویتنام اوسویلي کوریا څخه د وتلو دوې بېلګې زموږ تر سترګو لاندې دي چې دوی هیڅکله هم د امریکا تر یوغ لاندې ځانونه بهر نه‌شوای کړی، خو جاپان او سویلي کوریا ورسره نرمه غاړه یووړه او د خپل هېواد د ابادي په موخه یې امریکا ته د دوستي لاس ور اوږد او تر ننه یې له ملاتړه برخمن سیاست په نړۍ کې پر مخ بیا يي.

دا درېیم ځل دی چې طالبان مخامخ له امریکایانو سره خبرې کوي. لومړی ځل یې په ۲۰۱۳ کې په قطر کې د سیاسي دفتر د پرانیستې پر سر له واشنګټن سره یو لړ موافقې وکړې چې دوی ته هغه خبرې بریالۍ او اسانه وې، خو د وخت افغان ادارې ترې وېره څرګنده کړه او د پرانیستي رسمي دفتر دروازې یې بېرته ور پورې کړې.

دویم ځل یې څو کاله وړاندې د  یوه امریکايي سرتېري د خوشې کولو په سر له امریکايي استازيو سره بریالۍ خبرې وکړې چې څو کاله له طالبانو سره بندي و او په یوه جوړجاړي کې يې له خوسته په الوتکه کې پورته شو. د هماغه تړون پر اساس امریکا له ګوانتنامو زندان څخه ۵ لوړ پوړي طالب مشران په قطر کې د طالبانو اړخ ته وسپارل چې په لویه کچه طالبانو د ډیپلوماټیک بري په توګه  یاد کړ او له امریکایانو سره یې خبرو ته میلان زیات شو.

خو درېیم ځل طالبان له امریکا سره په خورا ننګوونکې موضوع معاملې ته ورمخې ته شوي دي چې د دوی راتلونکی پرسټېژ هم ورسره تړلی او امریکاته هم اسانه نه ده چې په افغانستان کې د خپل راتلونکي په اړه طالبانو ته په اسانه امتیازونه ورکړي.

دا ځل برعکس امریکا له طالبانو غوښتنې لري چې تر ټولو پېچلې او له سیاسي اړخه درنه موضوع یې په افغانستان کې له امریکايي اډو سره نه مخالفت دی. امریکا د ۲۰۰۱ په وروستیو کې په زور افغانستان ته را دننه شوه او اوس په رضا له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د دوی له شته اډو سره د مخالفت اړخ خوشې کړي.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ دا خبرې د طالبانو په خبره په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو او له افغانستانه د امریکایانو پر وتلو را څرخي، خو د واشنګټن لپاره  په افغانستان کې د امریکا په راتلونکي حضور او څرنګوالي، د افغانستان په راتلونکي کې د طالبانو په رول او له افغان دولت سره د شوي جوړجاړي پر منلو راڅرخي.

دا خبرې نه اسانه او نه هغومره ساده دي چې ځینې طالبان او د دوی پلویان یې فکر کوي او یا ورته خوښ دي. په افغانستان کې د امریکا ۱۷ کلنه پانګونه، په سیمه کې را روانې پرمختیاوې او دهرې ورځې په تېرېدو سره له روس او چین سره د امریکا د سیالۍ پیاوړي کېدل د واشنګټن لپاره د افغانستان جیوسټراټېژیک اهمیت زیاتوي او لږ تر لږه راتلونکې يوه لسیزه داسې نه ښکاري چې امریکا دې په افغانستان کې خپل حضور پای ته ورسوي.

په دې سربېره یو شمېر نور مسایل لکه د ایران کړکېچ او د منځنۍ اسیا زېرمو ته د امریکا او دوستانو لاس‌رسی او د سیمې زېرمو ته د چین د لاس‌رسي پر وړاندې خنډونه زیاتول هغه نور عوامل دي چې امریکا په افغانستان کې نظامي اډو ته اړه ده، خو که طالبان د نړۍ او سیمې پر جیوسټراټېژیکو او جیو ایکانومیکو لوبو سترګې پټوي او یا یې د ځان په څېر امریکا ته هم بې‌اهمیته ګڼي؛ نو ممکن بيا دا وړۍ شړۍ نه‌شي او که همدغو پرمختیاوو ته په کتو سره له امریکا یانو سره ددوی د حضور په منلو او د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه کوي، دا د دوی د ۲۵ کلن غورځنګ د سیاسي او نظامي انتحار په مانا دی او په دې توګه به طالبان هم د مجاهدینو په څېر له دننه وشړېږي او ملت ته به یې کړې ادعا پوچه ثابته شي.

علایم خو د همداسې راتلونکي اشارې ورکوي چې طالبان به بالاخره په یوه ډول د امریکا په شتون د هوکړې سر وخوځوي او په افغانستان کې به ديوې نوې لوبې د پیل دروازه د سیمې او نړۍ پر مخ پرانیستل شي.

په راتلونکې لوبه کې به جګړه پر داعش متمرکزه وي او طالبان به یې د حکومت په څېر مخالف اړخ وي. ورسره په خوا کې به افغانستان د اوبو په سټراټېژیک کړکېچ کې له ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ښکېل وي او امریکا به له خپلو موخو سره سم په لوبه کې ناره پورته کوي.

په سیمه کې د چین د نړیوالو پروژو پر وړاندې د امریکا هڅې هم له پامه نه‌شو غورځولای او داسې ښکاري چې پاکستان به هم د دې راتلونکې لوبې قرباني او هند ته به په سیمه کې د نورې غوړېدا او له چین سره سیالۍ ته د جوګه کېدو فرصتونه برابر شي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې