له ايرانه را ستانه شوي ځوانان به ستونزې جوړې کړي
۱۰ اسد ۱۳۹۷ 106346 0 نظر سرخط ورځپاڼه

له ايرانه را ستانه شوي ځوانان به ستونزې جوړې کړي

 

وروسته له هغه چې د امريکا له خوا پر ايران بنديزونه ولګېدل او د ايران ځينو متحدانو له دغه هېواده لاس واخيست، په بې‌سارې توګه د ايران تومان د نورو اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت بايلوده او له دې امله له دغه هېواده د بهرنيو کاريګرو تګ هم پيل شو.

په ايران کې شا و خوا دوه ميليونه افغانان اوسي چې لويه برخه يې هلته په مزدوري اخته دي او اوس دغو افغانانو هم له ايران څخه مخ اړولی او هېواد ته راګرځېدلي دي.

هره ورځ شا و خوا درې سوه تنه افغانان چې په قاچاقي لارو يا قانوني توګه ايران ته د کار کولو لپاره تللي وو، اوس بېرته هېواد ته را روان دي او داسې ښکاري چې دغه لړۍ به ورځ تر بلې پسې تونده شي.

د امريکا بنديزونو، د ايران سرټمبګي او د ايران د نورو متحدانو زړه نازړه‌توب دا په ډاګه کوي چې ښايي ايران تر دې هم بد حالت ته لاړ شي او بيا به هلته د افغان کاريګرو ورځ هم سخته شي.

دا دوه ميليونه کسان دي او ښايي که ټول نه وي، نيم يې هېواد ته راشي.

دلته په کور دننه بې‌روزګاري اوج ته رسېدلې ده. د همدغو کسانو زياته برخه چې اوس په ايران کې د مساپري شپې ورځې تېروي، په افغانستان کې د کار د نه شتون له امله هلته تللي دي.

ايران د دوی له مجبوري غلطه ګټه واخيسته، ځينې يې هلته د بې‌څښتنه مال غوندې تر بارونو لاندې د ژوند په مخه عيبي کړل، ځينو نورو ته يې وسلې پر اوږه ورکېښودې، سوريې او عراق ته يې د جنګ لپاره ولېږل.

تر دې لا بده دا چې هلته يې ځوانان په لوی لاس په غرقو نشو روږدي کړل.

ايرانيانو د يوه منظم پلان په اساس چې غوښتل يې د افغان ځوانانو يوه لويه برخه معتاده او له ژونده وغورځوي، افغان ځوانانو په نشه اعتياد ته مخه کړه.

دوی به هلته ځوانانو ته د مزودوري په بدل کې نغدې پيسې نه ورکولې، بلکې تارياک به يې د پيسو پر ځای ورکول او ورته ويل به يې چې تارياک دې وپلوري، پيسې دې ځنې تر لاسه کړي.

همدا ځوانان چې به يا له تارياکو سره ونيول شول، په دار به وځړول شول او يا به په دغه نشه روږدي شول.

دوی به د نشې په لومړيو ورځو کې پر ځان نه پوهېدل، د څلورو انسانانو کار به يوه نفر کاوه، خو چې وجود به يې له کاره ولوېده، ژوندی جسد به يې هېواد ته را روان شو او دلته به يې لس نور له ځان سره په درنو نشو اخته کړل.

دا اوس اوس که په کابل او نورو ولايتونو کې د نشه‌يانو پل پسې واخيستل شي، ټول يې هغه کسان دي چې په مزودري پسې ايران ته تللي او هلته په نشو اخته شوي دي.

د دوی دنيا او اخرت دواړه لاړل برباد شول، په ژوند د ټولنې د اوږو بار دي او تر مرګ وروسته د خښېدو لپاره ځمکه نه لري.

موږ باوري يوو، دا اوس چې هلته دوه ميليونه افغانان په مزودري اخته دي، زياته برخه به يې د همدې نشه‌يانو غوندې په غرقو نشو روږدي وي.

حکومت بايد سر له اوسه دغې چارې ته متوجه شي او پر وخت د فاجعې مخه ونيسي.

دغه کسان که ټول په يوه وار راځي، دلته به د نورو افغانانو ژوند خامخا تريخ کړي.

دوی ته بايد وار له مخه د کار غم وخوړل شي چې تر راګرځېدو سمدستي وروسته دلته په کار وګمارل شي، ځکه د دوی له ډلې ډېر يې د کورنيو يوازېني سرپرستان دي او که د دوی لاس درکېږي، کورنۍ يې له لوږې مري.

په دې سربېره بايد هغه ځوانان چې په نشو روږدي وي، وار له مخه د تداوي مرکزونو ته ولېږل شي او په کلکه د دې مخه ونيول شي چې نور ځوانان په نشو روږدي نه کړي.

بل دا چې دغه په نشو روږدي کسان په اساني د څو افغانيو په بدل کې د ترهګرو ليکو ته ځي او د نظام پر ضد وسله اخلي چې بيا به یې مهارول ډېر سخت وي.

اوړی هم په تېرېدو دی او په ژمي بيا حکومت هسې هم په ژمني خوب ويده وي، که سر له اوسه يې لاس او پښې و نه وهل، په ژمي به خدای مه کړه پر ځينو ډېرو ناوړو پېښو اوښکې تويوو.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې