ګونګ البرټ انشټين او بيا ډېرې خبرې
البرټ انشټین تر څلور کلنۍ پورې خبرې نهشوای کولای، مور و پلار یې هغه ډاکټر ته ور ووست او ډاکټر يې تر معاينه وروسته مور و پلار ته وویل چې زوی مو شايد وروسته په خبرو راشي،خو که په خبرو راځي، هم ناوخته به راځي.
د انشټین په ژوند کې د بیان قوه ډېره کمزورې وه، ولې هغه له ټمبلو زدهکوونکو څخه نه وو، البته هغه درسونه يې نه خوښېدل چې وچ کلک يادول به يې غوښتل او دغه ډول میتودونه یې په مکاتبو کې بد اېسېدل.
البرټ د فزیک او ریاضیاتو په درسونو کې یو ځانګړی خلاقیت دلود، ادبیات او موسیقي یې پر ذوق برابر وو.
د انشټين د کامیابي راز په ځيرکتیا او له درسي کتابونو ور ها د نورو کتابونو په مطالعه کې و. انشتین له ښوونکي پرته درس زده کاوه، تر ۱۶ کلنۍ يې په المان کې درسونه ولوستل، تر هغه وروسته ایټالیا او بيا سویس ته ولاړ.
انشټین غوښتل چې د ځان د شمولیت په خاطر د زوريخ پوهنتون ته ولاړ شي، خو خپله ۱۸کلن نه وو او متوسطه زدهکړې يې هم پای ته نه وې رسولې.
د انشټین ښوونکی چې نوم یې «وبر» او د الکټرومقناطیس متخصص و، د انشټین فزیک او ریاضي ورقې يې وکتلې او البرټ ته یې په صنفونو کې د ګډون اجازه ورکړه.
د دغه پوهنتون رييس البرټ انشټين ته اجازه ورکړه چې له هغه سره ولاړ شي، د هغه کاري دفتر وويني او د درسونو له خلاصېدو وروسته کولای شي چې پولي تخنيک پوهنتون ته ورننوځي.
انشټین په پوهنتون کې له درس زده کولو ډېر خوښ و، خوند يې ترې اخیست. البرت خپل وخت هيڅکله هم په هوسونو کې نه تېراوه، بلکې په تنهایي کې به يې هم مطالعه کوله، دغه مطالعه ډېره په الکټرو مقناطیس پورې تړلې وه.
څلور کاله وروسته له همدې پوهنتونه فارغ شو او د کار د زده کړي په پار خپلو استادانو هم و نه مانه، حتا وبر هم تود ځواب ور نه کړای شو.
وبر ورته وویل چې تاسې د ښو زدهکوونکيو له جملې یاست، خو د هيچا نظر نه منئ. انشټين هم له نا چارۍ په شخصي درسونو پیل وکړ.
په کال ۱۹۰۱م کې يې د مويينګي capillarity د خاصیت په باره کې يوه مقاله ولیکله.
یو ملګري په برن نومي ځای کې د زدهکړې لپاره کار ورته پیدا کړ، همدا ملګری يې مارسل ګروسمن نومېده. دا نو ۱۹۰۵م کال و چې انشټين نوی په ځواني ور ګډ شوی و.
په همدې کال کې يې درې نظریې وړاندې کړې چې مشهوره یې د نسبيت نظریه وه.
0 نظرونه