د امریکا او پاکستان اړیکې خړې شوې
امریکا د پیسو نړیوال صندوق ته خبرداری ورکړی چې د پاکستان نوي حکومت ته پور ور نه کړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، د پیسو نړیوال صندوق باید د پاکستان نوي حکومت ته د اقتصادي ژغورنې لپاره پور ور نه کړي، څو د چین قرض پرې خلاص کړي.
پمپیو یوه امریکايي ټلوېزیون ته ویلي، د امریکا حکومت دې ته سترگې په لار دی چې د پاکستان د نوي حکومت له احتمالي صدراعظم عمران خان سره کار وکړي، خو دا هیڅ منطقي خبره نه ده چې چین کومې پیسې پاکستان ته په پور ورکړې، هغه دې ورته د پیسو نړیوال صندوق ورکړي.
0 نظرونه