د پاکستان د انتخاباتو لنډه ارزونه
وړمه ورځ په پاکستان کې د پارلمان د ۲۷۲ سیټونو لپاره په ټول هېواد کې انتخابات وشول. لومړني غیر رسمي نتایج ښیي چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند مخکښ دی.
د پاکستان پارلمان ټولټال ۳۴۲ سیټونه لري چې په ۲۷۲ باندې یې انتخابات کېږي او پاتې ۷۰ سیټونه بیا د مېرمنو او دیني-مذهبي اقلیتونو لپاره ځانګړي شوي. هره ګوند چې غواړي په یوازې ځان حکومت جوړ کړي، باید لږ تر لږه ۱۳۷سیټونه خپل کړي.
که څه هم له تېرو دریو کلونو سټبلشمنټ کوښښ روان کړی و چې د عمران خان ډله حکومت ته ورسوي، د پانامې کیسونه، نواز شریف نا اهله کول او بیا هغه زندان ته لېږل، د دې تر څنګ د مسلم لیګ نون ډېر پیاوړي مشران له ګونده استعفا ته اړ ايستل، ټول هغه اقدامات وو چې تحریک انصاف یې کامیابي ته ورساوه.
دغه ټاکنې چې لا یې رسمي نتایج نه دي راوتلي وار له مخه د تقریباً ټولو سیاسي احزابو له لوري رد او یا د شک په سترګه ورته وکتل شول. ټاکلې وه چې د انتخاباتو کمېسیون به خپل لومړي نتایج د انتخاباتو له پایه تر لسو ساعتونو اعلان کړي، خو اوس ښکاري چې نتایج ځنډېدلي دي. دغه د نتایجو ځنډ د خلکو په شکونو کې نور اضافهوالی هم راوستلی. د انتخاباتو کمېسیون د نتایجو ځنډ په سیسټم کې مشکلات په ګوته کوي.
د نواز شریف تېر ته په کتو موږ ویلای شو چې هغه هم یو وخت د جنرال ضیا الحق او پوځ په مرسته واک ته ورسېد، خو له پوځ سره یې اختلافات هغه وخت را منځ ته شول چې په ۱۹۹۷ کال کې دويم ځل وزیر اعظم شو. هغه په ۱۹۹۹ کال د هغه وخت د پوځ مشر جنرال مشرف الوتکې ته اجازه ور نه کړه چې په کراچۍ کې ناسته وکړي چې په پایله کې مشرف د نورو پوځي جنرالانو په مرسته را کوز او پر نواز شریف یې کودتا وکړه، هغه یې لس کاله له هېواده سعودي عربستان ته تبعید کړ.
نواز شریف په ۲۰۱۳ کال کې یو ځل بیا وزیر اعظم شو، خو له پوځ سره یې له لومړۍ ورځې یو سلسله اختلافات را پيل کړل، هغه د جنرال مشرف محاکمه کول او په پوځ کې یو سلسله تغییرات غوښتل چې پوځ یې مخه ډب کړه. نواز شریف په حکومت کې د پوځ په اوسني رول نه و خوښ او غوښتل یې ملکي حکومت د پوځ له ولکې وباسي چې په دې کار کې کامیاب نهشو.
د پاکستان پوځ له لومړۍ ورځې د نواز شریف حکومت ته چلینجونه جوړ کړل، د بریلویانو مشر طاهر القادري پراخ لاریونونه وکړل او تر څو ورځو یې پلازمېنه بنده کړه، همدا رنګه تحریک انصاف ګوند هم پراخ لاریونونه وکړل، په وروستیو کې د تحریک لبیک یا رسول الله ډلې لاریونونه هم د پوځ په مستقیمه اشاره رهبري کېدل. پوځ په لاریونونو د نواز شریف حکومت سقوط نهشو کړای؛ نو د عدلیه اخیستل یې پیل کړل او د عدلیې او قضا په زور یې وکولای شول نواز شریف نااهل او بیا په یوولس کاله بند محکوم کړي.
که څه هم د انتخاباتو رسمي نتایج لا نه دي اعلان شوي، خو د وړمې ورځې پر مازدیګر مسلم لیګ نون په خپل پریس کنفرانس کې په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو خبره وکړه او نتایج یې مسترد اعلان کړل. پیپلز ګوند، مولوي فضل الرحمن هم انتخابات له درغلیو ډک وبلل او و یې ویل چې د ټولو ګوندونو مشترک اجلاس به راغواړي. همدارنګه ایم کیو ایم، جماعت اسلامي، اې این پي او نورو وړو ګوندونو د انتخاباتو په کمېسیون د درغلیو تور پورې کړ او دغه انتخابات یې مهندسي شوې وبلل.
نتایجو ته په کتو عمران خان به و نهشي کولای په یوازې ځان حکومت جوړ کړي، هغه اړ دی چې مختلط یا ګډ حکومت را منځ ته کړي. داسې ښکاري چې د پاکستان ستر ګوندونه به پراخ لاریونونه پیل کړي، خو ایا پوځ او عمران خان به پر دې و توانېږي چې دغه لاریونونه او مزاحمتونه پای ته ورسوي؟ دا هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي، خو زما خپل تحلیل دا دی چې پوځ به وتوانېږي تر یو حده ګوندونو ته قناعت ورکړي، مګر که نون لیګ او پیپلز ګوند له مرکزي حکومت سره هماهنګی و نه کړي؛ نو د عمران خان لپاره به ډېره ګرانه وي چې خپل حکومت په سمه توګه پر مخ بوځي او له خلکو سره هغه سترې وعدې پوره کړي.
زما ارزونه دا ده چې عمران خان حکومت ته راوستل په پاکستان کې د یوې ماډرنې مارشلا پیل دی چې اوامر به د پوځ له خوا وي او تر سره کوونکی به یې تش په نامه ملکي حکومت وي.
0 نظرونه