په کوټه کې ځانمرګي بريد ۵۸ مړه او ټپيان کړل 
۳ اسد ۱۳۹۷ 118615 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په کوټه کې ځانمرګي بريد ۵۸ مړه او ټپيان کړل 

 

نن د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د رايې ورکولو پر يوه مرکز ځانمرګی برید شوی دی چې له امله یې اته ويشت تنه وژل شوي او دېرش نور ژوبل دي.‌

د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چیمه وايي، نن يوه ځانمرګي غوښتل چې د کوټې په مشرقي بای پاس سيمه کې د رايې ورکولو يوه مرکز ته ننوځي، خو پوليسو یې مخه نيولې او ده هم د مرکز په دروازه کې ځان چوولی دی. 

دی وايي،‌ په پېښه کې تر اوسه پورې اته ويشت تنه وژل شوي او دېرش ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي،‌ خو وايي،‌ کېدای شي د مړو شمېر ډېر شي. 

د کوټې د ملکي روغتون ډاکټران وايي،‌ په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت نازک دی. 

تر اوسه د بريد مسووليت چا نه دی منلی، خو په کوټه کې تر دې وړاندې ورته بريدونه بلوڅ ملتپالو کول. 

په پاکستان کې نن ټاکنې روانې دي او خلک د خپلې خوښې نوماندانو ته رایې ورکوي.‌

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې