په ښه حکومتولي کې د رسنیو ونډه
۳ اسد ۱۳۹۷ 141588 0 نظر اسدالله ولي او یما هوتک

په ښه حکومتولي کې د رسنیو ونډه

 

دويمه/وروستۍ برخهلکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه، په هېواد کې د کلونو تر خونړۍ جګړې وروسته د نړۍ ډېرو هېوادونو هڅې پيل کړې چې له افغانستان سره مرسته وکړي چې په خپلو پښو ودرېږي، دوی د هېواد سیاسي او ټولنیز بڼسټونه له سره ورغول چې خپلواکې، بې‌طرفه او د هېواد ملي ګټو ته ژمنې رسنۍ یوه ازاد او ډیموکراټیک هېواد له اړینو برخو څخه شمېرل کېږي، په دې شمېر او کیفیت خپلواکې رسنۍ چې موږ یې اوس لرو د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته د خپلواکو رسنیو سکټور د نړیوالې ټولنې په مرسته ډېر چټک پرمختګ وکړ، په ۲۰۰۷م کال کې د رسنیو د قانون تصویب په هېواد کې د بیان ازادي نوره هم غښتلې کړه.

له ۲۰۰۱م کاله را په دې خوا په هېواد کې د رسنیو بېلابېل ډولونه را منځ ته شوي؛ لکه ټلوېزیونونه، راډیوګانې، ورځپاڼې، مجلې، وېبپاڼې او نورې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ملي ژبو خپرونې لري. دغو رسنیو له حکومت سره د ولس په عامه پوهاوي، د قانون په تطبیق، د دولت له کارونو څخه ولس ته د مالوماتو ورکولو، د ولس غږ تر دولت پورې رسولو، په ډیموکراټیکو پروسو کې ونډه اخيستو ته د خلکو هڅولو، د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ ته د خلکو په هڅولو او نورو ډېرو برخو کې د پام وړ مرسته کړې.

د دې رسنیو زړورو خبریالانو تل هڅه کړی د جګړې له لومړۍ کرښې او د بریدونو او ځانمرګو حملو له ځایه د خپل سر په بیه کره او لومړي لاس مالومات ولس ته ورسوي، چې ښه بیلګه یې له بده مرغه په نږدی وخت کې د غوایې د لسمی نیټې خونړۍ پیښه وه.

له بلې خوا په هېواد کې ډېرې شخصي رسنۍ د ټولنې د بېلابېلو قشرونو لپاره د هغوی په ذوق برابر، ښکلي، تفریحي او په زړه‌پورې پروګرامونه لري.

همدا علت دی چې اوس په هېواد کې د دولتي ټلوېزیون په پرتله شخصي رسنۍ ډېر لیدونکي لري او خلک پرې ډېر باور لري. لنډ ویلای شو چې رسنۍ د ولس غږ دی او دا رسنۍ دي چې د ولس غږ تر چارواکيو رسوي، دولت او ولس سره نښلوی، ولس له یو بل سره نږدې کوي او ولس له نړۍ سره اشنا کوي، هېواد نړۍ ته ورپېژني.

په کوم هېواد کې چې خپلواکې رسنۍ نه وي، هلته فردي خپلواکي له منځه ځي او هیڅوک نه‌شي کولای خپل غږ پورته کړي.

خو په دې ټولو ښګڼو سربېره ځینې شخصي رسنۍ نیمګړتیاوې او ستونزې هم لري، لکه ځینې رسنۍ په خاصو تنظیمونو او اشخاصو پورې اړه لري چې دوی بیا د ملي مسایلو پر ځای خپلو تنظیمي او شخصي ګټو ته کار کوي، ځینې رسنۍ بیا د خاصو کړیو له خوا تمویلېږي چې کومه خاصه پالیسي او معیاري برنامې نه لري، خو یوازې ژبنيو او قومي تعصباتو ته لمن وهي، ډېری رسنۍ یوازی په یوه ملي ژبه خپرونې لري او د هېواد نورو ژبو ته پاملرنه نه کوي.

په ټولیزه توګه ویلای شو چې د هېواد رسنیو ځینو اړینو مسایلو ته چې هېواد ورته اوس ډېره اړتیا لري، ډېره کمه او یا هيڅ پاملرنه نه کوي، لکه د سولې په اړه ازاد بحثونه چې د هېواد له بېلابېلو سیمو د بېلابېلو قشرونو خلک پکې ګډون وکړي او خپل نظریات شریک کړي.

له افراطیت او ناوړه دودونو سره مبارزه او د دې په اړه ولس ته مالومات ورکول، ښوونيز او روزنیز پروګرامونه جوړول او خلک ښوونې او روزنې ته هڅول چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي، په ګردي مېزونو او ټلوېزیوني بحثونو کې د سیاسي موضوعاتو تر څنګ نورو مسلکي، علمي او ټولینزو موضوعاتو ته ځای ورکول او دې بحثونو ته نوې څېرې او پوهه اشخاص دعوتول او داسې نور ډېر اړین موضوعات دي چې نه پوهېږو ولې ورته تر اوسه ډېرو رسنیو پام نه دی کړی.

 

له رسنیو څخه د ټول ولس یوه اړینه غوښتنه دا ده چې باید د ملي امنیتي ځواکونو شهیدانو ته د وژل شوي لفظ استعمال نه‌شي، د شهید سپېڅلې کلمه ورته وکارول شي، ځکه دوی خپل ځانونه زموږ او ستاسې د ساتنې لپاره د پردیو غلامانو پر وړاندې په جګړه کې قربانوي؛ نو که موږ له دوی سره نوره مرسته نه‌شو کولای دا خو مو په وس پوره ده چې دا یوه سپېڅلې کلمه ورته وکاروو.

په پای کې د خصوصي رسنیو له څښنتانو او دولت څخه یوه هیله لرو او هغه دا چې زړور خبریالان دي چې تل کوښښ کوي د خپل سر په بیه له نشت امکاناتو سره ستاسې رسنیو او خپل ولس ته لومړي لاس او رښتیني مالومات ورسوي؛ نو هیله ده د دوی ژوند او مصوونیت ته هم تر خپله وسه پاملرنه وکړئ او هر کله چې دوی د پېښې سیمې ته ځي، هرومرو باید د دوی د ساتنې لپاره ورته اړین توکي برابر کړي. خبریالان باید بیمه ولري، هم روغتیایي بیمه او هم د ژوند بیمه، که خدای مه کړه دوی شهیدانېږي، د دوی له اولادونو سره لازمه مرسته وشي او د دوی اولادونه وکولای شي خپلو درسونو ته دوام ورکړي او ژوند یې تضمین شي.

د یوه خپلواک، پرمختللي او سوکاله افغانستان په هیله!

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې