د شمال مظاهرو څه په ډاګه کړل
۳ اسد ۱۳۹۷ 133367 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د شمال مظاهرو څه په ډاګه کړل

 

وروسته له هغه چې حکومت په فارياب ولايت کې د جنبش ګوند مشهور جنګي قوماندان او د جنرال عبدالرشيد دوستم ښی مټ نظام الدين قيصاري کابل ته لاس تړلی راووړ، د شمال پر څو بېلابېلو ولايتونو د خونړيو مظاهرو او اجتجاجونو يوه نوې څپه راپورته شوه.

ظاهراً دغو مظاهرو او احتجاجونو ته د مدني حرکتونو رنګ ورکول کېده، خو دا په هيڅ صورت مدني حرکتونه نه وو، بلکې سوچه لنډه‌غري وه چې د جنبش ګوند پلويانو نندارې ته وړاندې کړه.

دوی په لومړي سر کې د فارياب ولايت مقام ته اور واچاوه، سړکونه يې بندل کړل او پر سرتېريو يې ډزې وکړې.

تر هغه وروسته يې په ورڅېرمه نورو ولايتونو کې بلواوې پيل کړې او بالاخره يې په شمال کې د هېواد درې ستر تجاري بندرونه د تجاري موټرو پر مخ وتړل.

د دوی د مظاهرو لمن د شمال نورو ولايتونو ته هم پراخه شوه او په اوو ولايتونو کې يې حکومتولي په ټپه درولې وه.

د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفترونه تړلي وو، د اقينې، شېرخان او حيرتان بندرونه په بشپړه توګه تړلي و، لويې لارې د خلکو پر مخ بندې وې او په اصطلاح په دغو مدني حرکتونو کې دوی د قيصاري خوشې کېدل او هېواد ته د دوستم راستنېدل غوښتل.

دغو احتجاجونو له څو اړخونو له حکومت او جنبش ګوند څخه پردې پورته کړې.

د شمال لاريونونو وښووه چې د جنبش ګوند که څه هم ځان ته سياسي ډله وايي، خو لا هم نه پر سياست باور لري او نه د خلکو په منځ کې ځای ور پاتې دی.

د قيصاري تر نيولو وروسته د دغه ګوند مشرانو خبرداری ورکړ چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې به مدني حرکتونه وکړي، خو دوی چې سړکونو ته راووتل، نه ورپکې مدني فعالان وو، نه عام خلک، يوازې هغه کسان راوتلي وو چې د قيصاري او دوستم له خوا وسلې ورکول شوې او د دوی لپاره يې په سيمه کې د جنبش ګټې ساتلې.

دوی وسلې په کور کېښودې او سړکونو ته راووتل او تر راوتلو وروسته يې لنډه‌غري پيل کړه.

که دغه حرکتونه مدني وای، دوی به چېرته ارام ناست وای احتجاج به يې کولای، غږ به يې پورته کولای، خو دوی چې په مدني لارو بلد نه دي او ژوند يې ټول د توپک شپېلۍ ته تېر کړی دی، مخامخ يې حکومتي ودانيو ته اور واچاوه، بندرونه يې وتړل او لويې لارې يې بندې کړې.

په دغه برخه کې اوس له ورايه ښکاره شوه چې دوستم، قيصاري او پلويان يې د ولس په منځ کې هيڅ ځای نه لري، يوازې همدا څو وسله‌وال دي چې د توپک په زور پايي او له همدې لارې يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوي.

په دې سربېره، دغو احتجاجونو د حکومت له کمزوري هم پرده پورته کړه.

يو حکومت چې خپل بندرونه له داخلي لنډه‌غرو و نه ساتلای شي، نو لوی ښارونه به څنګه د ګاونډي دښمن له بريدونو ژغوري.

په دې دومره زور سره بيا هم حکومت و نه شوای کولای چې حتی بندې لارې يې د خلکو پر مخ پرانيستې وای.

بده لا دا چې د دوستم په راتګ او د جنبش کسانو ته د دوستم له خوا د لارو د خلاصولو له اعلان سره، حکومت هم پر هر څه تله تېره کړه او داسې يې وښووه، لکه په دې شلو ورځو کې چې هيڅ نه وي شوي.

د بندرونو له امله په درست هېواد کې د خوراکي او نورو توکيو بيې اسمان ته رسېدلې وې، دا پور ټول ملت پرې کړ، د لارو د بندېدو له امله نيم افغانستان په جنجال اوښتی و، روغتونو ته پر لاره د ناروغانو ساوې وختې، حتای حکومت د خپل ولايت مقام او نورو حکومتي ودانيو د سوځېدو پوښتنه هم و نه کړای شوای، د هغو سرتېرو پوښتنه خو لا لېرې خبره ده چې د جنبش د لنډه‌غرو له خوا شهيدان او زخميان شول.

احتجاج کوونکي ټول مجرمان ول، خو حکومت له خپلې کمزورې ورځې، ټول وبښل.

درېيم پيغام چې دغو احتجاجونو ورکړ، هغه دا و چې ولس بيا هم د قانون پلو نيولی و او د جنبش په دومره وحشت او د حکومت په دومره کمزوري سربېره هم د دوستم د پلويان امر ته ټيټ نه‌شول، بلکې په کورو کښېناستل.

څو تنه خو لا په هماغه حالت کې راوتلي وو او د قيصاري د محاکمه کېدو غوښتنه يې کوله.

ولس وښووه چې قانون ورته لومړيتوب لري که په دې هر څه سربېره، بيا هم د لنډه‌غرو او بدمعاشانو امر ته غاړه نه ږدي، د هغوی په فرمايش لارو ته نه راوځي او د هغوی په امر بندرونه نه تړي.

حکومت بايد له دغو احتجاجونو عبرت واخلي، نور بايد له جنګسالارانو او لنډه‌غرو څخه خپله وېره ختمه کړي. هغوی په ولس کې هيڅ ځای نه لري، يوازې څو توپکيان دي چې هم يې د حکومت د پرېکړو مخ نيولې، هم يې د ولس ژوند تريخ کړی دی.

دا ځل بايد حکومت چې د همدې ولس د رايو په اساس جوړ شوی، لږ د همدې ولس لحاظ هم وکړي، غوښتنو ته يې احترام ولري او په ملاتړ يې باور وکړي.

بايد د هېواد په ټولو سيمو کې ټول هغه زورور چې د ولس پر مرۍ يې داړې خښې کړي دي، د قيصاري غوندي ونيسي او بيا تر نورو وړاندې همدا قيصاري د محاکمې مېز ته را کش کړي.

د حکومت لپاره بهترين چانس دی چې د ولس ملاتړ تر لاسه کړي او خپل مسووليت سم سر ته ورسوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې