د ټاکنو د بدنامولو هڅې پیل شوې
۳ اسد ۱۳۹۷ 102567 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د ټاکنو د بدنامولو هڅې پیل شوې

 

په افغانستان کې اوس یو عادت جوړ شوی چې له ټاکنو درې څلور میاشتې مخکې د هغو کسانو له خوا د درغلیو ډنډوره غږول پیلېږي چې پخپله درغلۍ پلانوي او خپلو تجربو ته په کتو سره پر مخالفو غاړو د درغلیو د پلان تورونه لګوي. دویم هغه ډله کسان چې خپل بری ناشونی ګڼي وار له مخه  په ټاکنو کې د لاس‌وهنې خبرې کوي او پر دغه ملي بهیر د خلکو له باور کمولو سره په خوا کې د پایلو د نه منلو اوازې زیاتوي او ذهنیتونه مغشوشوي.

درېیمه ډله هغه کسان دي چې په ټولنه کې تر ټولو ناسم نومونه او صفتونه همدوی ته کارول کېږي او دوی یې د فوټبال د توپ په څېر بلې خوا ته شړي. په ټاکنو کې د ګړ بړ د را منځ ته کېدو موضوع ته اوس اوس د هغو ګوندونو له خوا ډېره هوا ورکول کېږي چې پخوا یې له توپک پرته څه نه پېژندل او ډیموکراسي یې کفري لوبه بلله، خو نن ځانونه د همغې ډیموکراسي اصلي دعویداران ګڼي.

د ټاکنیزو بهیرونو د بدنامي لنډ تاریخ ته په کتو سره فکر کېږي چې د اوبو خړوونکو تمه به بیا د داسې حالت منځ ته راتګ وي چې اوبه خړې او ټاکنې د درغلیو په نوم کړکېچ ته ور ټېل وهي او خپل ماهیان پکې ونیسي. له بده‌مرغه په افغانستان کې ټاکنې د ستونزو د حل‌لارې پر ځای پخپله د کړکېچ لامل کېږي. د نړۍ په ټولو ډیموکراټیکو هېوادونو کې ټاکنې واک ته د خلکو د لاس‌رسي، په تصمیمونو کې د ملت د ښکېلتیا او د ناسمو واکمنانو د څنډې ته کولو وسیله ده، خو په افغانستان کې برعکس.

له وروستیو ۵ پړاو ټاکنو ښکاري، چې د ملت پر رایو ملنډو ته زمینه برابریږي، زورواکي او جنګسالاران واک ته رسېږي، پر دغه لاره مزل کوونکي زړه‌توري کېږي، بهرنیانو ته د لاس‌وهنو زمینه برابرېږي او هېواد د کړکېچ او بربادي پولې ته رسوي.

دغه کار تر ډېره یو شمېر مشخصې کړۍ کوي او موخه یې د خپلې ډلې او ټپلې واک ته رسول، د خپلو شخصي ګټو په موخه پر ملي بهیرونو د خلکو د باور کمول دي او د بهرنیو هېوادونو د لاس‌وهنو لپاره د خدمت کول دي.

د ۲۰۱۴ کال تر ټاکنو وروسته په واک کې د ناروا ښکېلتیا ډرامې ته په کتو سره  یو شمېر کړیو ته د قدرت تر لاسه کولو اسانه لاره د ټاکنو د بهیر کړکېچن کول ښکاري چې ډارن سیاستوال او چارواکي یې د ځواب ورکولو پر ځای د ډرامې اوږدېدو ته زمینه برابروي او نتېجه یې هرو په څو کلونو کې بحران ته د دې هېواد ور ټېل وهل دي.

تېر ځل واک ته رسېدو ته په کتو د کړکېچ زیاتولو ډرامې لوبغاړي مخ په زیاتېدو دي او هرې غاړې تر بلې غټ ډول غاړې ته اچولی او د خپلې پاکۍ  او د بل د ناپاکۍ زمزمه کوي.

دا ځل په جمعیت سربېره د ښاغلي حکمتیار حزب او د محقق او دوستم جنبش او وحدت ګوندونو هم د ټاکنو د نوم بدولو کمپاین ته زور ورکړی دی. د دوی ټولو موخه یوه او واک ته د خپلو نابالغو رسول او د پاکو ځوانانو مخنیوی دی.

د ټاکنو لپاره د تیاریو په دغه روانه دوره کې د درغلیو  د تر سره کولو هڅې له شکه پرته د افغانستان په مختلفو سیمو کې روانې دي، خو حل‌لاره یې دا ده چې سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې یې له حکومت سره په ګډه د مخنیوي پر تګلاره کار وکړي او د ټاکنو ملي بهیر بریالی او له ناورین څخه د افغانستان د را ایستلو پر چاره کار وشي.

ډېر پر دې باور دي چې که د رایې ورکولو په ورځ رښتینې او پیاوړې څار نه وشي، نه یوازې پر ټاکنو د خلکو شته باور ژوندی کېدای شي، بلکې د ولس رښتینو استازيو ته د بري چانس په لاس ورځي.

که د پخوانیو جنګي او اوسنیو په نوم سیاسي ډلو هدف په ټاکنو کې د روڼتیا را منځ ته کول وي؛ نو ښه دا ده چې خپل ټول تر لاسه کړي اسناد حکومت، د ټاکنو کمېسیون او مدني ټولنو ته په لاس ورکړي، پر هماغو سیمو دې پام ور ټول کړي چې فکر کېږي د رایې ورکولو په ورځ ممکن فساد پکې وشي.

که ښه څارنه ترسره شي نور باور دادی، چې د پلان شوې درغلۍ مخه ونیول شي. که په رښتیا سیاسي ګوندونو سره داسې اسناد وي، چې ترنیمايي ډیر نوم لیکونکي خیالي دي، نو ښه ده، چې د ټاکنو له کمیسیون سره یې شریک او همغو برخو ته دحکومت او امنیتي ځواکونو په مټ پلان برابر شي چې د رغلۍ کونکي کسان په خپل پلان کې ناکام او په راتلونکو ټاکنوکې څوک دفساد هڅه ونکړي.

خوتراوسه هیڅ سیاسي ډلې داسې شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي، چې روښانه کړي څه باندې ۵ میلیون نوم لیکونکي جعلي دي، چې د مخنیوي په موخه یې پلان برابر شي، بلکې برعکس دوی هڅه کوي، چې د ملت ذهنیتونه پرټاکنیزبهیر خراب کړي او د طالبانو په ګډون د حکومت له مخالفانو سره مرسته کوي چې د نظام پښې سستې او د ټاکنو مشروعیت دړې وړې شي.

یو شمېر نور په راتلونکي پارلمان کې له راتلونکي بدلونه وېره لري او فکر کوي چې که د واک د بدلون بهیر د نن په څېر روان وي د سیاست په نوم د دغو ګوندونو کمپله په ټولېدو او یو داسې نسل واک ته په رسېدو دی چې نېغ په نېغه د دوی د جګړو او ناکردو له برکته اغېزمن شوي او په مغزو کې یې له دغو جنګي ډلو سره د حساب کتاب کول او محکمو ته د دوی د سرکښانو را کشول ګرځي. دغه بدلون د ملت او طبعیت غوښتنه ده او چې هر څومره ټاکنې نوم‌بدې کړای شي، اوسني په نوم سیاسي ګوندونه د زوال پر لور خپل مزلونه بشپړوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې