په ښه حکومتولي کې د رسنیو ونډه
۲ اسد ۱۳۹۷ 131368 0 نظر اسدالله ولي او یما هوتک                       

په ښه حکومتولي کې د رسنیو ونډه

 

لمړۍ برخه

افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ په یوه سټراټېژیک موقعيت کې پروت دی، د تاریخ په اوږدو کې دا هېواد څو ځلې د نړۍ د زبرځواکو هېوادونو له خوا تر تېري لاندې راغلی او خلکو یې بېرته د خپلواکي د اخیستلو لپاره ډېر کړاوونه ګاللي، هر تېريګر د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوی او بېرته شرمېدلی له هېواده وتلی دی؛ نو له دې امله د افغانستان د تاریخ لویه برخه له جنګ او جګړو څخه جوړ دی چې یا له تېريګرو د ازادي اخيستلو په موخه تر سره شوی او یا هم د واک د تر لاسه کولو لپاره خپلمنځي جګړې دي.

له کومه چې رسنۍ په هېواد کې دود شوې، د دې جګړو په بهیر کې رسنیو هم خپل رغنده رول لوبولی او د جګړې هر لوری کوښښ کړی چې له رسنیو خلکو ته د خپلو موخو د رسولو او ځان ته د خلکو د راجلبولو لپاره کار واخلي چې دې کار دوی سره خپلو موخو ته په رسېدو کې ډېره مرسته کړې، که تاریخ ولولو ډېر مثالونه یې موندلای شو، لکه پر سردار محمد داود خان باندې د کودتا پر ورځ د کمونسټانو لومړنۍ هڅه دا وه چې د افغانستان راډیو په ولکه کې واخلي او ژر تر ژره د خپل انقلاب خبر افغانانو ته ورسوي، دوی پر دې پوهېدل چې که د راډیو له څپو دا خبر خپور شي، نور بیا څوک د دوی په مقابل کې د مقاومت جرات نه‌شي کولای.

د هېواد په تاريخ کې سراج الاخبار له لومړنيو اخبارونوو څخه دی چې په نامه ۱۹۰۵م کال کې خپور شو، تر دې ورسته بیا یو څو شخصي اخبارونه هم خپاره شول. له دې پرمختګونو سره لومړنۍ راډیو په هېواد کې په ۱۹۲۵م کال کې په خپرونو پیل وکړ او ټلوېزيوني خپرونې په لومړي ځل په ۱۹۷۹ کال کې د جاپان دولت په مرسته پیل شوې.

په لومړي ځل په ۱۹۶۴م کال کې د افغانستان اساسي قانون او په ۱۹۶۵کال په جولای میاشت کې د رسنیو قانون تصویبېده، رسنیو ته تر ډېره بریده دا موقع ورکړه چې ازاد فعالیت وکړي او افغان ژورنالیسټانو له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۷۳م پورې د بیان له ازادي ښه خوند واخیست، تر هغه وروسته د سردار محمد داود خان په حکومت کې رسنۍ تر سخت کنټرول لاندې راغلې او ژورنالیسټانو نه‌شوای کولای چې په خپله خوښه هر څه خپاره کړي.

کله چې د داود خان حکومت نسکور شو او افغان کمونيسټانو «خلقیانو او پرچمیانو» واک تر لاسه کړ، رسنیو خپله خپلواکي بايلوده او یوازې دولتي رسنۍ وې چې د دولت کړنې یې تر پوښښ لاندې راوستلې.

د جهاد په دوران کې مجاهدینو هم تر یوې اندازې له رسنیو ګټه پورته کوله او د وړو ویډویي کلیپونو په جوړولو او یا د چاپي رسنیو په خپرولو يې خپلو تنظیمونو ته د پیسو پیدا کولو او خپلو صفوفو ته د ځوانانو راجلبولو په موخه ترې ګټه اخيستله.

کله چې طالبان واک ته ورسېدل پر ټولو تصویري رسنیو بندیز ولګېد او په رسنیزه برخه کار کول ډېر محدود او تر کلکې څارنې لاندې وو. طالبانو ملي ټلوېزيون بند کړ او خلکو ته يې اعلان وکړ چې د ټلوېزيون کتل د اسلامي لارښوونو له مخې ناروا دي او ټلوېزيون کتل غیر قانوني عمل دی.

دوی ښځې په رسنیو او په ټولو دولتي ادارو کې له کار کولو منعه کړې، یوازې د شریعت غږ راډیو او ځينو چاپي رسنیو د طالبانو د امارت تر کلکې څارنې لاندې فعالیت کاوه، یوازې د دوی لارښوونې یې خلکو ته رسولې او خلکو له دولتي چینلونو څخه یوازې سانسور شوي مالومات تر لاسه کول.

د طالبانو تر سقوط وروسته رسنیو په هېواد کې ډېر چټک پرمختګ وکړ، افغان رسنیو دا وړتیا پیدا کړه چې د افغانانو غږ دولت او ټولې نړۍ ته ورسوي. شخصي رسنۍ له خلکو سره مرسته کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دولت له کړنو او فعالیتونو خبر شي او ستونزې له دولت سره شریکې کړي.

په پوره یقین سره ویلای شو چي په تېرو ۱۷ کلونو کې په هېواد کې یو رسنیز انقلاب رامنځ ته شو، افغانستان په سیمه کې یو داسې هېواد و چې نه چا غږ پورته کولای شو، نه ازادي وه، نه ټلوېزیون و، نه عکس و، نه انټرنيټ و او نه کومه مجله او اخبار وو، خو نن سبا په افغانستان کې تقریباً۳۰  شخصي ټلوېزيونونه، تر سلو زیاتې شخصي راډیوګانې او تقریباً ۲۵۰ چاپي رسنۍ فعالیت کوي. خبریالان کولای شي د خلکو غږ ټولنې او دولت ته په ازادانه ډول پرته له کومې وېرې څرګند کړي.

په تېرو ۱۷کلو کې د رسنیو په هره برخه کې ډېر خبریالان او مسلکي کارکوونکي وروزل شول او دوی خلکو ته د لومړي لاس مالوماتو د رسولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې، د جګړې  لومړیو لیکو ته له امنیتي ځواکونو سره څنګ پر څنګ ځي او له هغه ځایه ولس ته رښتیني مالومات رسوي، د چاودنو او بریدونو پر مهال دوی هم له لومړینو کسانو دي چې د پېښې ځای ته ځان رسوي او پېښو ته خبري پوښښ ورکوي. دولت هم د دوی غږ ته درناوی لري او تر خپله وسه کوښښ کوي چې دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. ددوی ملاتړ او ساتنه کوي، خو بیا هم دوی ډېرې قربانۍ ورکړې، د زورواکانو، مخالفانو او مافیایي کړیو له خوا ځورول شوي، ګواښل شوي او حتی په مرموز ډول شهیدان شوي دي.

په هر هېواد کې رسنۍ د دولت او ولس تر منځ د پل رول لوبوي او ولس او دولت سره نښلوي، دا د ولس او دولت تر منځ د اړیکو یوه موثره او اساسي وسیله ده او ولس باید د اړتیا پر وخت د رسنیو له لارې د دولت د کړنو په هکله مالومات تر لاسه کړي او پرې وپوهېږي. د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته نړیوالې ټولنې او خپله افغانانو د رسنیو په برخه کې ډېره پانګونه وکړه، خو د رسنیو دغه چینلونه په ډېرو برخو کې اوس هم نیمګړتیاوې لري او په ډېرو پېښو او برخو کې خپل دنده ښه سر ته نه‌شي رسولای، لا هم پوره نه دي توانېدلي چې د دولت پیغام خلکو او د خلکو غږ دولت ته په سمه توګه ورسوي.

دولتي رسنۍ او رسنیزې ادارې په لاندې ډول دي؛

د جمهور ریس رسنیز دفتر، د حکومت رسنیز مرکز، ملي راډیو ټلوېزیون او هره دولتي اداره خپله رسنیزه څانګه لري.

که موږ وغواړو دولتي رسنۍ او رسنیزې ادارې له شخصي رسنیو سره پرتله کړو؛ نو د پرتلې وړ نه دي، ځکه دولتي رسنۍ او رسنیزې ادارې ډېرې کمې ځواب ویونکې دي او خلکو ته اړین معلومات نه‌شي برابرولای. د دولت رسنیز استازي د رسنیو پر مخ ډېر لږ را ښکاره کېږي او په ډېرو پېښو کې دوی رسنیزو بحثونو ته نه حاضرېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې ولس ته رښتینی پیغام نه رسوي، د دولت رسنیزې پاڼې فعالې نه دي او وخت پر وخت نه نوې کېږي. په ډېرو پېښو کې یوازې یو مشخص کس له شخصي رسنیو سره د دولت په استازيتوب غږېږي، ډېری دولتي ویاندویان او د رسنیزو برخو ډېر کارکوونکي یې په دواړه ملي او رسمي ژبو خبرې نه‌شي کولای.

ملي ټلوېزیون د سردار محمد داود خان په وخت کې د دې لپاره جوړ شو چې د ولس او دولت تر منځ د اړیکو یوه وسیله وي او د دولت پیغامونه ولس ته ورسوي. پر دې اداره ډېره پانګونه شوې او ډېر پرمختللي امکانات او وسایل په لاس کې لري، خو څومره چې ورڅخه تمه کېږي هغسې خپرونې نه لري او د ولس اوسنیو غوښتنو ته ځواب نه‌شي ویلای، د دوی ډېری خپرونې یوازې دولتي غونډو ته ځانګړې شوې چې هغې ته هم په سمه توګه پوښښ نه‌شي ورکولای. ولایتي ټلوېزیونونه یوازې والیانو او امنیه قوماندانو ته ځانګړي شوي او یوازې د هغوی ورځنۍ کړنې خپروي.

دوی ته په کار ده خپلې خپرونې او پروګرامونه د اوسني عصر له غوښتنو سره سمې تیارې کړي او د ماشومانو، ځوانانو او د ټولنې د هر قشر لپاره خپرونې برابرې کړي چې لیدونکي ځان ته را جلب کړي او د خپلو خپرونو په محتوا کې سوله، امنیت او د دولت ملاتړ ته د خلکو راجلبولو موضوعګانو ته لومړیتوب ورکړي چې په ټولنه کې خپل موقف بېرته تر لاسه کړي او د ولس اعتماد راجلب کړي.

د جمهوري ریاست رسنیز دفتر یو کس انحصار کړی هغه هم په ټولنیزو رسنیو کې کله کله د ولسمشر ویناوې، موقف او نظرونه څرګندوي، خو هغه هم سم نه‌شي څرګندولای، یوازې د هېواد په یوه رسمي ژبه خبرې او لیکل کولای شي او لیکنې یې ډېرې احساساتي وي. د دې پر ځای چې خلکو ته قناعت ورکړي، خلک نور هم خپه کوي او له دولته یې زړه‌توري کوي. په ټلوېزیوني بحثونو کې د دولت د موقفه د دفاع لپاره ډېره برخه نه اخلي.

دولت ته په کار ده چې پر ټولو دولتي رسنیزو برخو باندې له سره غور وکړي او د دوی پرګرامونه او خپرونې د دولت له سیاستونو او پالیسیو سره سمې جوړې کړي، دولتي ویاندویان باید ولس ته پر وخت او رښتیني مالومات ورکړي، په دواړو رسمي ژبو حاکمیت ولري او د دې وړتیا ولري چې په ټلوېزیوني بحثونو او ګردي میزونو کې د دولت د موقف دفاع وکړای شي.

نور بیا...

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې