بالاخره د جنګ ډاکټر د دوه لارې پر سر ودرېده
۲ اسد ۱۳۹۷ 116344 0 نظر سرخط ورځپاڼه

بالاخره د جنګ ډاکټر د دوه لارې پر سر ودرېده

 

هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له راستنېدو سره، د دوستم او ارګ تر منځ د معاملو، د دوستم او ايشچي تر منځ د لانجو او د دوستم او د افغانستان د نجات د ايتلاف د برخليک په اړه سل او زر پوښتنې راپورته شوې دي، خو تر ټولو مهمه يې دا ده چې د جنګ ډاکټر به له حکومت سره سوله غوره وبولي، که به د نجات ايتلاف چې وار له مخه يې د جنګ دانه اخيستې ده، پر خوا ودرېږي.

د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم اوس د دوه لارې پر سر ولاړ دی او دا بيا د ده په سياسي ځيرکتيا، تجربه او پوهه پورې تړلې چې په دغسې حساس وخت کې د حکومت، ځان او ګوند په اړه څه پرېکړه کوي.

جنرال دوستم اوس تر ډېره پورې هغه پخوانی دوستم نه دی پاتې چې څو ولايتونه به يې په ګوته څرخول، که ده غوښتل خلک به يې په امر ژوندي وو، که يې نه غوښتل، خلک به مړه وو، اوس هغه طلسم مات شوی دی چې د جنګ دغه ډاکټر پر خپلو خلکو غوړولی و. اوس د ده تر نفوذ لاندې ولاياتو کې، د ده د قوم له منځه ځينې نوې څېرې چې هم تر ده لوستې دي، هم په معاملو او جوړجاړيو تر ده ښه پوهېږي، هم د وخت له غوښتنو سره تر ده ښه اشنا دي، د ده د حاشيې ته کولو هڅې کوي.

دغه کسان تر يوه حده ډېر بريالي دي، خو دوستم هم څه د اوبو پر سر ځګ نه دی چې نری شمال يې پوچ او له ځان سره په مخه کړای شي.

په تېرو څو کالو کې څه د دوستم تر زنه لاندې راټوکېدلې کړۍ وې چې دا سړی يې کمزوری کړی او بل له ايشچي سره د دوستم بې‌خونده کيسه، پر توده اوسپنه د درانه څټک وار و چې د دوستم د چاړې خوله يې پڅه کړه.

اوس چې دوستم کومې دوه لارې ته رسېدلی، پر دغه وخت به د دې سړي انتخاب يا دوستم تر يو څه وخته په صحنه کې ساتي او يا به يې د انزوا خوا ته نور هم په چټکي ور ټېل وهي.

داسې ښکاري چې له لسيزو راهيسې د افغانستان د سياست په ميدان کې لوبېدلی دوستم تر يوې اندازې وروستۍ هڅې کوي چې خپله چاړه له اوبو وباسي.

له ترکيې څخه تر را ګرځېدو وروسته په هغه غونډه کې چې د ده هرکلي ته جوړه شوې وه او ځينو رسنيو ژوندۍ هم خپروله، دوستم په احتياط خبرې کولې.

د افغانستان د نجات ايتلاف نور غړي له هماغې په توده وينه کې وو، له خبرو يې د کرکې بڅرکي بادېدل او بيا بيا يې همدا خبره تکراروله چې د نجات ايتلاف بيا به سر راپورته کوي، د دوی په خبره، افغانستان ته به نجات ورکوي او لا به پراخېږي، خو دوستم دومره تندې خبرې و نه کړې، بلکې د حکومت ځينې کړنې او لاس ته راوړنې يې وستايلې او په خورا احتياط مخ ته لاړ.

دلته يو مهم سوال دا دی چې د افغانستان د نجات ايتلاف افغانستان ته له چا څخه نجات ورکوي؟

د دوی څرګندونو ته چې ګورې، دوی افغانستان ته د دوستم په ملاتړ، له هغه حکومت څخه نجات ورکوي چې دوستم يې لومړی مرستيال دی.

همدې کسانو تر دې وړاندې دې ته ورته څو ايتلافونه جوړل کړل، خو د نوي ايتلاف د پرانيستنې شېريني او چاکلېټ يې لا په جېبونو کې وي چې بل ايتلاف ورباندې راشي او هغه هم په لومړۍ او وروستۍ غونډه پای ته ورسېږي.

دوی هر يو بېلې غوښتنې لري، هر يو يې من دی، هر يو سل او زر مجبورۍ لري، هر يو يې پر زړه يو يو لښکر بېل بېل ارمانونه لري، هر يو يې بېلې بېلې تمې لري، ګټې يې سره په ټکر کې دي، تر منځ يې سل او شل لانجې ناحل شوې پرتې دي، حتا ځينې يې داسې دي چې ګټې د همدې ايتلاف د نورو غړيو د ګټو خلاف دي.

د دوی تېر ته په کتو، د دوی مخکېني ايتلافونو او موقفونو ته په کتو او د دوی مجبورۍ مخ په ايښودو دا ښيي چې د افغانستان د نجات ايتلاف به حتا تر يو څو ورځو پورې خپلو غړيو څخه، ايتلاف ته له ماتېدو نجات ور نه کړای شي.

که دوستم هم د دوی پر کوټه برکت وايي، له دوی سره لاره يوه کوي او پر حکومت مخ را اړوي، دا به يې د خپل سياسي جسد پر تابوت يو بل مېخ وي چې پخپله به يې وهي.

دا اوس د دوستم په سياسي پوختيا، ځيرکتيا او وړتيا پورې اړه چې کومه انتخابوي.

و به ګورو چې د جنګ مخ پر ځوړ روان ډاکټر په سياسي ميدان کې کوم لور ته مخ اړوي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې