عطا نور جمعیت د دوستم لمنې ته ور وغورځاوه
۲ اسد ۱۳۹۷ 161641 0 نظر سرخط ورځپاڼه

عطا نور جمعیت د دوستم لمنې ته ور وغورځاوه

 

په کابل کې د ښاغلي دوستم وینا ته په کتو داسې برېښي چې افغانستان د خپل تاریخ په خورا پېچلي او لار ورکي پېچومي کې مزل کوي. ښاغلي دوستم ته د خپل ټبر د عزم، ارادې او یووالي له کبله په هره راتلونکې لوبه کې ځان او خپل ګوند بریالی برېښي، خو د دوستم د هرکلي په مراسمو کې د ښاغلو محقق، عطا محمد نور، احمدضیا مسعود او ورته نورو لوبغاړو له تصویري کړنو داسې اېسي چې خپل راتلونکی عزت او ذلت د ولسمشر د لومړي مرستیال په لمن پورې غوټه ورته ښکاري.

ښاغلي محقق، ضیا مسعود او عطا نور وښووله چې د دوستم پر وړاندې څومره کوچني او څومره محروم سیاستوال دي.

له هوايي ډګره نیولې د ښاغلي دوستم تر دفتره داسې برېښېده چې دا ستر ستر نومونه د ولسمشر د لومړي مرستیال سرګروپان او یا بچیان وي. د ښاغلي نور د واکمنۍ  پېر او غیر ډیپلوماټیکو ویناوو ته په کتو سړی حیران شي چې دا سړی څومره ځان محروم، ګوښه شوی او هلاک شوی ګڼي. یو مهال یې دوستم په خپله عسکري نه نیو، خو نن د ولسمشر غني د سیاستونو له برکته دومره کوچنی برېښي چې د خپل پخواني سیال د لاسونو د مچولو هڅه کوي.

ښاغلي نور په وروستیو کې هېره کړې چې د یوه داسې ګوند اجرایه مشر دی چې خپله ډله ورته په افغانستان کې تر ټولو نورو لویه، د سیاسي واک له اړخه بډایه، د سیاسي کدر له اړخه په ځان بسیا او د افغانستان د واکمنۍ او اقتدار اصلي دعویداران برېښي، خو ښاغلي نور د قدرت د محرومیت په دغه دوره کې له سیاسي اړخه ټول جمعیت او خپل غرور تر تخرګ لاندې کړ او د ښاغلي دوستم په پښو کې یې وغورځاوه.

کېدای شي جمعیت اسلامي وښيي چې د نور او ضیا مسعود په ګډون څو د ګوتو په شمېر غړيو یې د واک په تشیال کې خپله لاره هېره کړې او د یوې خیالي امپراتوري د جوړولو په نشه کې یې د ښاغلي دوستم په لمن پورې ځانونه ځړولي دي.

د محقق، نور او مسعود تمه دا ده چې د افغانستان ژغورنې په جوړېدونکې ټلواله کې به یې ښاغلی دوستم بېرته واک ته د رسېدو وسیله شي او دوی به وتوانېږي چې د ولسمشر غني واک ته بیا رسېدل وننګوي او خپلې زړې واکمنۍ او ځان جوړې امپراتورۍ را ژوندۍ کړي، خو په دغه خوب کې یې د خپل ګوند ارمانونو او انتخاب کړي شوکت ته شا کړې او دا ډول حرکتونه به د ګوند په ګډون تر ډېره د دوی پر راتلونکي خورا بده اغېزه وکړي.

په دې ډله کې د ښاغلي محقق کیسه مالومه ده او د خپل ماضي په څېر تر ټاکنو وړاندې د یوې نوې سوړې د موندلو په لټه کې دی چې د تېرو پنځو کلونو تنده یې هم ماته او هغه څه تر لاسه کړي چې د جګړې د مهال د ډېرو نورو افغان سیاستوالو په څېر یې تمه لري.

د احمدضیا مسعود موقف هم ډېر د بحث وړ نه دی او د هغه اینده په هر اړخ کې تیاره برېښي، دغه افغان سیاستوال یوازې د خپل ځان د راتلونکي په اړه فکر کوي او ډېر پر دې باور دي چې دی په ډېر ساده ډول راضي کېدای او خپه کېدای شي.

خو تر ټولو ډېر پام پر داسې چا را ټول دی چې تېر کال دغه مهال ځان ورته د افغانستان د یوې لویې برخې ټولواک برېښيده او پلویانو یې د شمال امپراتور ګاڼه. دغه ښاغلي فکر نه کاوه چې داسې ورځ به په خپلو سترګو ویني چې د خپل پخواني سیال جنرال دوستم په دربار کې به ملنګي شروع کوي او هرکلي ته به د ده د ساتونکيو اوعادي پلویانو په څېر د الوتکې تر زینو ور پورته کېږي.

خندوونکې خو لا دا ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي نور ته د یوه پخواني سیال او همغاړي په سترګه نه، بلکې د خپل یوه عادي پلوي او ځان ته مجبور پخواني کمانډر په سترګه وکتل او ان د الوتکې او موټر ته د ختلو تر منځ په لار کې څو ځله د ښاغلي دوستم د ساتونکيو له خوا په فزیکي ډول له جنراله د لرې کېدو هڅې یې له ورایه په تصویرونو کې ولیدل شوې، خو پر ښاغلي نور له واکه د محرومیت داسې څپه راغلې چې دا هر څه یې پر ځان ومنل او تمه یې دا وه چې د لومړي مرستیال په دفتر کې خپل پیغام نورو ته واوروي او له نوي راغلي کوربه د ده د زړه خبرې واوري.

د افغانستان د تاریخ په دغه مرحله کې تر ټولو ډېر د جمعیت اسلامي له مشرانو لار ورکه برېښي او د دغې ډلې راتلونکی او وارخطايي د هغه د اجراییه مشر له وروستیو منډو له ورایه ښکاري. ښاغلي نور غوښتل چې خپل شلخی توپک د ښاغلي دوستم په بیا فتحه شوې مورچه کې وډزوي، خو ښکاري چې کارتوس یې پوچ وختل او ترکیې ته له بار بار منډو سره سره ان هغې سې سلامۍ هم ډېره پایله نه لرله چې د ښاغلي دوستم د لسګونو ساتونکو په ډله کې یې هغه ته ووهله.

ښاغلي دوستم په ډېر غرور سره دوباره د خپل کاري دفتر د تر لاسه کولو او د خپل ټبر د یووالي شعارونه ورکړل او خپلو ناستو پخوانیو سیالانو ته یې د خپل بري او د دوی د ماتې ننداره وړاندې کړه.    

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې