افغانان او بېوزلي او بېکاري
د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه باید افغانستان د اقتصادي ودې او د بیکارۍ د له منځه وړلو لپاره په داسې چارو لاس پورې کړي چې واقعا وکولای شي د دې دوو سترو ستونزو د له منځه وړلو لپاره مثبت اغېز ولري.
که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د بهرنیو مرستې هم له افغانستان سره کمې شوې او هغو کسانو چې له بهرنیانو سره نېغ په نېغه او یا هم په یو ډول نه یو ډول کار کاوه هغوی هم خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس د بېکارانو له ټولکي سره یو ځای شوي چې پر اقتصادي وده يې منفي اغېز کړی دی. د نړیوال بانک د راپورونو پر بنسټ چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې خپور شوی دی، ښکاره وي، هغه کسان چې د بېوزلي تر کرښې لاندې ژوند کوي، ورځنی عاید یې۱اعشاریه ۲۵ ډالرو ته رسېږي او د دې تر څنګ نږدې دوه میلیونه کسان بېکاره دي.
بېوزلي یوه ټولنیزه ستونزه ده چې په نړۍ کې میلیونونه کسان ورسره لاس او ګرېوان دي. افریقایې او سویلي اسیا د هغو هېوادونو له ټولکي څخه دي چې بېوزلي کسان په کې ډېر دي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له بېوزلي سره لاس او ګرېوان دی او یو له هغو هېوادونو څخه ده چې ورځنی عاید یې کم دی او په همدې بنسټ د فقر کچه پکې لوړه ده.
که څه هم په افغانستان کې د بېوزلي په اړه کره شمېرې موجودې نه دي، خو په کل کې د شوروي له یرغل سره یو ځای او په افغانستان کې د کورنیو جګړو پیل، په هېواد کې د بېوزلي او فقر کچه لوړه کړې ده چې هغه مهال ډېری افغانانو کډوالي ته مخه کړه او خپل کار او شتمنۍ یې بايلودل چې دا جګړه لا هم روانه او په بشپړه توګه له جګړې خلاصېدل د بېوزلي او فقر د لمنې ټولول دي.
په ۲۰۰۱م کال کې افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو په راتلو سره میلیارډونه ډالر افغانستان ته د مرستې په توګه راغلل او په ځینو سکټورونو کې پرمختګ هم وشو، خو د نړیوال بانک د شمېرو پر بنسټ بېوزلي په افغانستان کې د نړۍ په پرتله ثابته پاتې ده او د پام وړ کموالی نه دی پکې راغلی.
د اسیا پراختیايي بانک د راپور پر بنسټ، تر راتلونکيو دوو کلونو به د افغانستان اقتصادي وده پر خپل حال پاتې شي. دغه بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، امنیتي، اقتصادي او سیاسي لاملونو ته په کتو به په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د افغانستان په اقتصادي وده کې ډېروالی را نهشي.
د اسیايي بانک په راپور کې راغلي، له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۷ کاله پورې د افغانستان اقتصادي وده له ۲.۴ څخه ۲.۵ ته لوړه شوې چې دا په خپل ذات کې کمه اقتصادي وده ده.
خو د افغانستان د مالیې وزارت د مالوماتو له مخې د اسیایي پراختیا بانک د موندنو پر خلاف په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې اقتصادي وده ۲.۸سلنه وه او وړاندوینه کېږي چې په روان کال کې دا شمېره ۳.۵ سلنې ته لوړه شي. د دغه وزارت چارواکيو ویلي، ځینې اقتصادي پروګرامونه او په مالي او سوداګریز سکټور کې اصلاحات به د دې لامل شي چې اقتصادي وده لا ښه شي او اقتصادي وده هم د تېر کال په پرتله لوړه شي.
په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په ټولیز ډول ۳۶،۳ سلنه افغانانو د بېوزلي تر کرښې لاندې ژوند تېراوه. د نړیوال بانک او افغان دولت د يوه ګډ راپور له مخې چې څو مياشتې وړاندې خپور شو، په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې دغه وضعیت د خرابېدو په لور روان و او په دغو کلونو کې د بېوزلي کچه ۳۹.۱ سلنې ته لوړه شوې وه. په دغه ګډ راپور کې بېکاري، د جګړو تودېدل او د نړیوالو مرستو کمېدل د بېوزلي د کچې لوړېدو مهم لاملونه بلل شوي وو.
د فقر کرښه یو ملي نورم بلل کېږي چې د ژوند د اړتیاوو لپاره د لومړنیو لګښتونو څرنګوالی پکې ارزول کېږي، په دې توګه دا لګښت کېدای شي چې د خوراکي توکيو یوه بسته وي چې د هر شخص لپاره په څلرویشتو ساعتونو کې ۲۱۰۰ کیلو کالوري انرژي تامین کړای شي. همدارنګه دغه لګښت د غیر خوراکي توکيو د اړتیاوو برابروونکې، لکه د کور لګښتونه، کالي، تحصیل او ټرانسپورټ هم تر پوښښ لاندې راولي. د ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷ کلونو په ترڅ کې د هر شخص لپاره د افغانستان د فقر د کرښې معیار په میاشت کې ۲۰۶۴ افغانۍ وې چې د اسعارو د تبادلې د ارزښت له مخې په هره ورځ کې د ۱ امریکايي ډالر معادل بلل شوي.
د ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲ کلونو او د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو په لړ کې د افغانستان د فقر د کرښې کچه له ۳۸.۳ سلنې څخه ۵۴.۵ سلنې ته زیاتوالی موندلی دی. دغه راپور ته په کتو د افغانستان تر نیمایې نفوس ډېر خلک د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي چې دا پخپله داسې یو کړکېچ دی چې ورځ تر بلې ناامنۍ او جنایتونو ته لاره پرانیزي.
که څه هم په افغانستان کې بېکاري او بېوزلي له ناامنیو سره تړاو لري او د ناامنیو د مخنیوي لپاره باید د دغو ستونزو د حل هڅه وشي، خو افغان حکومت د بېکاري د له منځه وړلو لپاره له نړیوالو سره د ځینو پروژو د عملي کولو تر څنګ ځینې رغنیزې پروژې پیل کړي چې د کار موندنې په موخه یې زمینې برابرې کړې دي.
د ناامنۍ خپرېدو، د جګړې دوام، د نړیوالو د مرستو کمېدل، د دولتي حاکمیت کمزورتیا او په بنسټي پروژو د پانګوونې نشتوالي، هغه مهم لاملونه دي چې افغانستان یې د وزګارتیا له کړکېچ سره مخامخ کړی دی. که افغان حکومت غواړي چې اقتصادي وده رامنځ ته شي، لومړی باید امنیت پراخوالی پيدا کړي، د جګړې لمنه ټوله شي، صنعت ته پراختیا ورکړل شي او د پانګونې په موخه باید سوداګر وهڅول شي چې په بنسټي او تولیدي پرژو باندې پانګوونې ته زور ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ا فغانستان د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې د بېوزلي حالت «چې نیغ په نېغه له اوزګارتیا سره اړیکه لري» د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ زېږدیز کلونو راهېسې د ښه کېدو په حال کې او ورځ تر بلې دغه لړۍ راټولېږي، خو د نړیوال بانک د راپور له مخې چې په افغانستان کې د اوزګارتیا له ټولګې سره هر کال ۴۰۰ سوه زره کسان د کاري غوښتونکيو له ټولګې سره یو ځای کېږي او له بل پلوه هم د ۱۷ کلونو په تېریدو سره د جګړې لمنه نه ده ټوله شوې او لا هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر افغانانو تپل شوې پرديپاله جګړه دوام لري.
0 نظرونه