اوس به څه چل کېږي؟
اوس به څه چل کېږي د نجلۍ د یوې سندرې بندوکی و چې نجلۍ ته به يې د واده د شپې په اړه معلومات ورکول. دا دی اوس د طالبانو د واده شپه هم راورسېده، ځان دې ټینګ کړي.
دا چې طالبانو له امريکا سره مخامخ خبرې غوښتې، امريکا ورسره هوکړه، لکن د افغان دولت انزوا يې ورسره خوښه نه ده؛ نو دا موضوع اوس د طالبانو ماهيت په ټوله معنا معرفي کولای شي. افغانان او نړيوال بايد طالبان او د دوی ترکيب دقيق وپېژني؛ نو بیا دوی کولای شي چې د دغو مذاکراتو نتایج کره پېشبینې کړي او ځانونه هم ور ته اماده کړي. د طالبان د ښې پېژندنې لپاره باید طالبان د دوو «ترکیب او صلاحیتونو» له مخې مطالعه کړو.
اول؛ د ترکيب په لحاظ د طالبانو پېژندنه
طالبان د ترکیب په لحاظ په څلورو ډلو وېشلای شو؛
۱. نظریاتې طالبان
دا هغه طالبان دي چې د ډېر کوچنيوالي په عمر کې د ایاسای په پلان او د سيایاې په امکاناتو له ۱۹۸۰ کلونو راهيسې په منظمه او دوامداره توګه د پاکستان په هغو مدرسو کې صرف د یوه مطلب لپاره وروزل شول، هغه دا چې دوی به د اسلام په نامه په اسلامي هېوادونو کې د بېثباتي او د غربي هېوادونو د ګټو د تامین لپاره افراطي اسلامي نظریات خپروي او د هر هغه نظام پر وړاندې چې سيایای ور ته ضرورت احساس کړي، دوی به هلته خپل فعالیتونه شروع کوي او په هغو ټولنو کې به داسې وحشت او دهشت را منځ ته کوي چې خلک يې د خلاصون لپاره د امریکايانو مرستو ته مجبور او د دوی یرغل ته په خپلو هېوادونو کې هرکلی ووايي. په دې توګه به د دوی د ځپلو په بهانه سيایاي او امريکا ته د مداخلې زمينې برابرې شي؛ نو دا باید په قاطعیت و منو چې په اصل کې طالبان د سيایاي او ایايسای یوه ګډه پروژه وه، خو په لاره کې پکې ځنې بدلونونه راغلل او هغه دا چې د طالبانو یوه برخه پاکستانيانو په ایرانیانو او روسانو هم و پلورله. د طالبانو د پروژې شروع د ایايسای لپاره په دې په په زړه پورې وه چې ایايسای غوښتل چې له همدې چانسه په ګټنې دا قوت د افغانستان پر وړاندې وکاروي او په دې توګه به خپل حریف هېواد «افغانستان» د خپلو پلانونو ښکار کړي، د سېایاي امکانات او اعتماد به هم تر لاسه کړي. پاکستان په دې کار کې فوق العاده بریالی شو او د افراطیت په مختلفو ډلو يې له څو نورو هېوادونو سره هم سودا وکړه او کوي يې.
د دې طالبانونو روزنه داسې وشوه چې له ډېر وړوکوالي دوی ته د افراطیت او انسانوژنې درسونه ورکړل شول. دوی ته د افغانستان دولت او خلک ټول کافران، دهري او د خارجیانو نوکران ور وپېژندل شول، په مقابل کې ورته پاکستان د فرشتو ملک معرفي شو او د پاکستان علما د اسلام ژغورنې د اساسي مفکرانو په توګه ور وپېژندل شول. البته دا کار د هماغو مدرسو په منځ کی په مرموزه او اوږدمهاله پروژو کې داسې تنظيمېده چې عادي طالبانو ته پرې پوهېدنه څه اسان کار نه و.
د دغو طالبانو له منځه به هغه کسان چې مغزمینځنه يې پر برياليتوب کېده، د روزنې یو بل پړاو ته پر مخ تلل. د طالبانو په دې ډله کې ځينې جهادي ليډران لکه برهان الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، پیر ګیلاني، مجددي، محمدي او نور هم په خپل ځای او خپل شکل کې شامل وو. څو ښې نمونې يې دا دي؛ مجددي د افغانستان ملي اردو، پولیس او ملي امنیت ړنګ کړ او پر ځای يې جهادي قوماندانان چې اکثریت يې د ایايسای روزلي ایجنټان وو، پر مهمو دندو وګمارل. رباني بیا د خپل اقتدار په وخت کې جنرال حمیدګل د افغانستان نظامي مشاور وټاکه او د هغه له لارښوونو سر سم يې د افغانستان د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ټول اسرار، سلاوې او امکانات هم ټول پاکستان ته رسماً تسلیم او د افغانستان خارجي پاليسي يې هم هغوی ته وسپارله.
همدا راز ګلبدین حکمتیار هم د همدې دسيسې او پلان په اساس په پاکستان کې د افغانانو زیات هغه مشران ووژل چې د پاکستان د دې توطيو درک يې کولای شو او د هغوی مخالفت يې هم کاوه. ګلبدین اوس هم وايي چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده.
د طالبانو د دې ډلې هدف اسلام نه، بلکې د اسلام بدنامول، د اسلام تر عنوان لاندې د امريکا او پاکستان ګټو ته وفاداري، د افغانستان له بربادي او خلکو له بېهویته کولو او شرمولو پرته بل څه نه وو او نه دي.
۲. تصميمي طالبان
دا په حقیقت کې د ایايسای یو شمېر هغه منسوبین دي چې د همدې مطلب لپاره د ایايسای له طرفه ګمارل شوي، ديني او مذهبي درسونه يې هم لوستي، د طالبانو په لیکو کې تر مختلفو نومونو لاندې کار کوي. دا ډله د ایايسای له نورو مشرانو سره د مستقیمو اړیکو له لارې د طالبانو او جهاد په اړه په مهمو موضوعاتو کې تصامیم نيسي او بیا يې د طالبانو د واکمنو غړيو له لارې چې دوي هم پکې شامل دي، عملي کوي.
۳. غوسه شوي او مجبور طالبان
دا هغه طالبان دي چې د مختلفو عواملو او دلایلو په اساس د طالبانو لیکو ته ورګډ شوي دي. دا طالبان په دوو ډلو وېشلای شو؛
ا. هغوی چې د امریکايي او افغان دولت د بېځایه وژنو او ځورونو قرباني شوي، د کورنۍ غړي او د ژوند نور ارزښتونه يې له لاسه ورکړي او د انتقام اخيستنې په غچ کې د طالبانو لاسونو ته لوېدلي دي.
ب. هغوی چې د بېکاري، په نظام کې د سپکاوي، د خپلې ژبې، حقوقو او نورو محرومیتونو په وجه یا د کورنۍ لپاره د روزی پیدا کولو او یا هم له دولته د غچ په غرض د نظام پر وړاندې د طالبانو لاسونو ته ورلوېدلي دي.
۳. نا پوه، غولول شوي، په جنت پسې روان دوزخي طالبان
دا هغه ساده لوحه افغانان او د نورو هېوادونو اوسېدونکي مسلمانان دي چې له اسلام ناخبره دي، مګر د جنت او حورو په تمه هره ورځ په ځان جنت حراموي، ځانونه دوزخ ته برابروي. دا سادهګان هم د ایايسای په ګوتو پرېوتي او هره ورځ يې د پاکستاني اسلام په لومه کې راګیروي، دوی يې په واسکټیانو بدل کړي دي.
اوس به طالبان د صلاحيتونو له مخې هم وپېژنو
واکمن طالبان
دا هغه طالبان دي چې د طالبانو اړوند د ټولو مسایلو تصمیمونه په دوی پورې اړه لري. د دوی اکثره د ایايسای غړي او په اسلاماباد، مري، پېښور، کوټه او نورو ځایونو کې مېشت دي، اولادونه يې هم اکثره په خارجي هېوادونو کې په تعلیم بوخت او د هر ډول ښو شرایطو څښتنان دي. په خپلو ټولو عمده تصمیمونو کې دوی له ایايسای څخه هدایت اخلي او هغه بیا د احادیثو او ایاتونو په متنونو کې نغاړي، دغو دوو نورو ډلو ته يې په مختلفو شکلونو تدریسوي او دوی جنت ته د تللو په هوس کې دوزخ ته په بېړه د رسېدو لپاره اماده کوي.
دا ډله هماغه طالبان دي چې د پاکستان د قوماندې پر وړاندې د ۳۴ اسلامي هېوادونو فتوا هم ردوي. دوی د افغانستان دولت د امریکې «د یوه عیسوي دولت» د اجنټ په توګه بېکريډټه کوي، ولې پخپله بیا د شوروي «دهري کمونيسټي دولت» تر قومانده لاندې د جهاد(!) په نوم مسلمان او افغان وژني. له دوی سره هیڅ نوع اسلامي انګېزه او اخلاق، انسانیت او بشریت ته درناوی نهشته او طمع ترې کول يې هم لویه غلطي ده.
بېواکه طالبان
د طالبانو د اولني وېش درېيمه او څلورمه ډله همدا بېواکه طالبان دي چې نه له تصمیمه خبر دي او نه هم له اسلام او شريعته څه پوهه لري. دوی ټول لکه د سونګ مواد د هغو نورو طالبانو او د ایايسای د اهدافو د پوره کولو وسايل دي.
طالبان مو د ترکیب له لحاظه وپېژندل، اوس به له امريکا سره د طالبانو خبرې اترې وڅېړو چې پايلې به يې څه وي؟
پاکستان غواړي چې خپلو دغو اجنټو طالبانو ته لا زیات صلاحیتونه او امکانات تر لاسه کړي؛ نو دوی به طالبان دې ته وهڅوي چې له داسې یوې پروسې سره موافقه وکړي چې؛
۱. امریکایان له افغانستانه وتلو ته مجبور کړي. دا د پاکستان او ایران ګډه غوښتنه ده چې د امريکایانو په تلو د افغانستان دولت او نظام ضعیفه او یو ځل بیا هغه د پخوا په شان تر خپل کنټرول لاندې راولي.
۲. دوی به دويمه ډله پټ خو همدغه اوله ډله طالبان به سیاسي پروسې ته داخل کړي، د هغو نورو دوو دې خدای مل شي چې اکثریت هم دي، پرېږده چې هغوی د جنت او حورو په ارمانونو پسې ټول عمر لالهاند ګرځي. پاکستان به دغه خپلې ځانګړي متعهدې ډلې ته د افغانستان په نظام کې مشروعیت او زیات واک تر لاسه کړي او په دې توګه به په غیر مستقیمه توګه په افغانستان کې د همېش په مخه داخلي جنګونو او ناارامیو ته ادامه ورکړي. دلته به يا افغانستان د پښتونستان له داعيې لاس په سر او یا هم له طالبانو په استفاده د ډېورنډ کرښه پر افغانستان رسما ومني.
د دغو خبرو اثر به څه وي؟
په تېر اختر کې موقتې سولې ډېر طالبان دې ته وهڅول چې د جنګ لیکې پرېږدي. دغه کار طالبان او ایايسای ډېر وارخطا کړ؛ نو يې ژر له نورو همکارانو ایران او روسيې مرسته وغوښته چې د طالبانو مورال لوړ وساتي او په خپل اخېري توان سره يې طالبان پراخه مسلح او په پیسو وپړسول چې ځينې مانورې اجرا کړي، اوس طالبان په هغه اصلي قوت کی نه دي لکه چې وو.
له امريکا سره د مخامخ خبرو له امله به طالبان په دريو ډلو ووېشل شي. یوه ډله چې د ایايسای غړي دي هغه به ځانونه پټ کړي چې د پاکستان اصلي څېره بربنډه نهشي. دويمه ډله هغه دي چې شعوري، سرسخته او د سولې او اسلام ضد، خو د روس، پاکستان او ایران ګوډاګيان دي، هغوی به داسې شرایط وړاندې کړي چې امریکایانو ته د منلو وړ نه وي او په دې ډول به د همدغو ملکونو د هدف لپاره بهانه پیدا او جنګ ته دوام ورکړي.
درېيمه ډله چې هغه غولیدلي یا غوسه شوي طالبان دي، هغوی به د طالبانو لیکې پرېږدي او کورونو ته به ستانه شي چې په پايله کې به د پردي پرستو طالبانو څېره او اهداف ټول ملت او نړۍ ته رسوا کړي او دا طالبان او ایايسای به تر سخت نړیوال فشار لاندې راشي.
څه کول په کار دي؟
۱. امریکایان باید له افغانستانه د وتلو شرایط داسې تنظیم کړي چې هغه د پاکستان، روس، او ایران له خوا د دغو طالبانو او نورو افراطي ډلو د هر اړخیزه مقاطعې او له دغو هېوادونو څخه د هغوی له پوره شړلو او عدم همکاریو سره مرتبط وي.
۲. د طالبانو د ټولو مشرانو هویتونه باید تثبیت کړي چې د ایايسای د غړيو پته ولګېږي.
۳. جنګ باید بند او طالبان او د ایايسای اړونده ټولې نظامې ډلې مطلقې خلع سلاح شي، ټوله اسلحه يې باید د افغانستان دولت ته وسپارل شي.
۴. طالبان باید یو لړ بین المللي اصول او مقررات، لکه د ښځو حقوق، د تعلیم او دین ازادي، او نورو بشري حقوقو منلو ته په قاطعیت ژمنتیا ورکړي.
۵. په راتلونکو ټاکنو کې دې د ایران، پاکستان او روسيې د هر ډول مداخلو مخنیوی د یوه اساسي شرط په توګه مطرح شي.
۶. په پاکستان، افغانستان، ایران او نورو سيمهیزو هېوادونو کې باید ټولې افراطیت روزونکې مدرسې فوراً بندې شي.
۷. امریکایان باید له خپلو تعهداتو سره سم، خپل ټول عسکر د افغانستان سرحداتو ته انتقال او د په سرحداتو کې د سختو هوايي او ځمکنيو حملو له لارې د دغو ټولو افراطي ډلو تګ راتګ او تمویلات بند کړي.
۸. امریکایان باید په کلکه د افغانستان د مرکزي دولت پلوي وکړي او ټول هغه مخالفان چې په نارواوو دولت ته ستونزې جوړوي، د قانون منګولو ته وسپاري.
۹. امریکایان باید د افغانستان بیارغونې ته متعهد او یو شمېر پراخې زیربنايي پروژې شروع کړي چې د دولت د بېکاري د مخنیوي او د مرکزي دولت د لا زیات نفوذ زمینه برابره شي.
۱۰. د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې دې یوازې هغو سیاسي ډلو ته ونډه ورکړل شي چې هیڅ نوعه نظامي تشکیلات او اسلحې و نه لري.
۱۱. د انتخاباتو لپاره دې منظم داسې نړیوال څارونکي او ساتونکي و ګمارل شي چې د هر ډول زورواکي او توپکسالاري مخه ونیولایشي.
له دې سره به ډېر ژر پته ولګېږي چې هغه طالبان چې ولایتونه او ولسوالۍ يې نیولې، هغه طالبان نه، بلکې د پاکستان ارمي وه. طالبانو ته به په هیڅ ولسوالي کې هم څوک رایه ور نه کړي، د ايايسای دا مولۍ به هم له پلاوه را بربنډې شي.
0 نظرونه