ولس د سرو زرو په چاړه حلال دی
۳۱ سرطان ۱۳۹۷ 148492 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ولس د سرو زرو په چاړه حلال دی

 

ډيموکراسي، په ډيموکراسي کې د بيان ازادي، د بشر د مدني حقونو په نامه وسله‌والو، وحشي او نامدني حرکتونو ته د لاريونونو نوم ورکول، د سرو زرو چاړې دي چې دا ولس ورباندې لکه د قرباني اوښ، اووه ځايه حلال دی.

مدني صفت لکه د جهادي توپکيانو د وخت اسلامي نوم، له هر څه سره چې يې وتړې، بيا چې هره نادوده، ناقانوني، ظلم او تعدی کوې، نور دې نه څوک مخ ته درېږي، نه تر ګل ترخه درته کوي.

کله د حکومت يو ښاغلی او زورور را ولاړ شي، نظام او ولس ته ګواښ کوي چې که يې غوښتنې و نه منل شي، نو خطرناک مدني حرکتونه به وکړي.

کله د يوه بل ښکرور بړېڅي راوتلي وي، د لاريون او مظاهرې په نامه حکومتي ودانيو، ولايت مقام او دفترونو ته اور واچوي.

بله ورځ کومې د مافيا کومه داړه راولاړه شوې وي، د خپلو ناقانونه غوښتنو د منل کېدو لپاره يې د خلکو پر مخ لار تړلې وي، کله بله ناقانوني، کله بله، کله بله، خو حکومت ورته لاس تر زنې ناست او په رډو سترګو ګوري.

په هېواد کې په اصطلاح په وروستيو مدني حرکتونو کې، په جنوب کې د روغتونونو د تړل کېدو له امله يوې مور د ښار په منځ کې د سړک پر سر، د ډله خلکو په مخ کې اولاد زېږولی.

هلته په شمال کې د دوستم په مشري د جنبش ګوند پخوانيو ملېشو د دغه ګوند د جنګي قوماندان نظام الدين قيصاري د راخوشې کولو په موخه، د اقينې تر بندر وروسته، د شېرخان بندر لاره هم د بار وړونکيو موټر پر مخ تړلې ده.

دوی تر دې وړاندې په فارياب کې ولايت مقام ته هم اور اچولی و، په ورڅېرمه څو ولايتونو کې يې د ټاکنو کمېسيون سيمه‌يز دفترونه تړلي وو او حکومتولي يې په ټپه درولې ده.

دا سمه ده چې مدني حرکتونه، مدني فعاليتونه، لاريونونه او احتجانونه د ولس حق دی. دوی حق لري چې خپل غږ پورته کړي او خپلې روا غوښتنې په هغه صورت کې چې حکومت ورته پام نه کوي، د لاريون او احتجاج له لارې مطرح او پر حکومت ومني، خو دا له هېواد، خاورې او ولس سره خيانت دی چې د خلکو پر مخ د تګ راتګ لارې بندې شي.

دا ظالم دی چې په ورځو ورځو کې دي په څو ولايتونو کې حکومتوالي په ټپه ودرول شي.

دا تېری دی چې حکومتي ودانيو، دفترونو او ادارو ته اور واچول شي.

دا له خلکو سره دښمني ده چې تجاري لارې د موټرو پر مخ بندې شي. دا اوس اوس د اقينې او شېرخان بندرونو د بندېدو له امله په کابل او نورو ولايتونو کې د خوراکي او نورو توکيو بيې اسمان ته ختلې دي.

پر پاکستان تر تکيې کمېدو وروسته، افغانستان ته تر نيمايي زيات واردات له منځنۍ اسيا څخه کېدل او لويه برخه يې په همدې دوو لارو وه.

د دوستم بړېڅي د لاريون، احتجاج او مظاهرې په نامه د ولس دښمني کوي، د نظام د کمزوري کولو هڅې کوي.

د دوی او طالبانو تر منځ د ذرې فرق نه‌شته، دواړه د دې خلکو، خاورې او ملت دښمني په غاړه لري.

يو يې د خلکو په منځ کې ځان چوي، چاودنې کوي، په راکټونو او بمونو يې ولي، خلک وژني، بل لارې ورباندې تړي او خلک له لوږې وژني.

دوی دواړه له ولس او هېواد سره دښمني د خپلو ناوليو، چټلو او ناقانونه غوښتنو لپاره کوي او بايد له دواړو سره يو ډول چلند وشي.

د دوی که ګټې په خطر کې شي، ناروا غوښتنې يې و نه منل شي، بيا که دا درست ولس په يوه ورځ تر تېغ تېرېږي، که دا نظام تر ماښامه را چپه کېږي، دوی ته د توت ارزښت هم نه لري.

د دوستم پلويان د يوه داسې چا د خوشې کولو لپاره د درست ولس پر مخ تجارتي لارې تړلې چې د هماغه کس له امله، په وار وار د دوی پر مېنو، کورونو، ځمکو، جايدادونو، ناموسونو او حقونو بربنډ تېري شوي دي.

قيصاري په خپله سيمه کې پر بشر د تېري، قتل او جرم په تور نيول شوی دی. د قيصاري د سيمې خلک همدا خلک دي چې نن يې د قيصاري د خلاصولو لپاره لارې تړلې دي، قيصاري د هېواد په نورو سيمو کې کوم ظلم او تېری نه دی کړی. د همدې خلکو مجرم دی دا نن چې يې په خلاصون پسې راوتلي دي.

د هېواد لويې لارې، تجاراتي بندونه او لوی ښارونه د دې هېواد شهرګونه دي، که لږ لا نور وتړل شي، له مرګ سره به مخ يوو.

حکومت بايد دا خک وپوهوي او که نه پوهېږي؛ نو په زور يې مټ ونيسي، که نه نو د جنګي جنايت کارانو پر ضد د حکومت دغه وروستی اقدام چې ټول ولس ستايلی دی، بېرته د حکومت د پزې پېزوان وي او جګړه‌ماران به تر پخوا لا ډېر خونړي شوي وي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې