څه د څه په بدل کې؟
څو ورځې وړاندې مې په يو ځاى کې په دي هکله بحث وکړ چې د سعود کورنۍ دوه پېړۍ اسلام د ځان د ګټو او د خپل شاهي نظام د بقاه لپاره استعمال کړ، خو زموږ ملايانو د سعود د کورنۍ هر څه له دې امله په ځان منلي چي عربان دي او ستر پېغمبر رسول الله (ص) هم عرب و.
د عربانو هر څه به ورته د رسول الله «ص» سنت ښکارېدل، منل به يې او ټينګار به يې باندې کاوه، خو دا کار په موږ کې يو څه خلک کوي چې د سعود کورنۍ ته احترام لري او په درنه سترګه ورته ګوري، خو له موږ ور هغه خوا پنجاب راواخله چې ټول له همدې امله د سعود کورنۍ ته په سجدو دي چي د اسلام سرچينه له همدې ځايه ده، خو د پردې تر شا د سعود کورنۍ ته احترام د فقر په بدل کې دی.
دې کورنۍ هيڅ وخت پنجاب تش لاس نه دی پرېيښی، همدا خبره خپله د پنجاب ډان ورځپاڼې چاپ کړې چې سعودي عربستان ولیعهد شاهزاده محمد بن سلمان ویلي چې پاکستان د سعودي عربستان غلام و او تل به د دې هېواد غلام پاتېږي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې نوموړي دا خبرې د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو په اړه په یوه بحث کې کړې دي. د سرچینې په وینا سعودي عربستان تل په دې باور و چې دا د اسلام رښتینې خاوره او دوی د اسلام د ستر پېغمبر رښتينې اولاده ده، همدا لامل دی چي ځانونه تر نورو مسلمانانو معتبر ګڼي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د پاکستان بنګلهدېش او هند مسلمانان د هندوانو مسلمانان دي، دغه مسلمانان د هندویزم تر مستقیم اغېز لاندې دي، ځکه یې ورته د دويمې درجې مسلمانانو خطاب کړی دی.
د سعودي عربستان شاهزاده غواړي چې پنجاب بيا د يو څه فقر په بدل کې ايران ته خنډ کړي او له دې غلام څخه بيا ځلې ګټه واخلي، ځکه همدغسې قهرېدلې خبرې پسې کوي، اوس نو پنجاب پوه شو او خپله پرېکړه يې ده چې همدغسې وفاداره غلام پاتې شي او فقر تر لاسه کړي، که د غلامۍ نوم ته نور د پاى ټکى کېږدي.
دا ډېره ناشونې ده چې فقر دې له لاسه ورکړي او ځان دې خپلواک وښيي.
0 نظرونه