تر ټاکنو وړاندې
۳۱ سرطان ۱۳۹۷ 146410 0 نظر سرخط ورځپاڼه

تر ټاکنو وړاندې "د رايو بانک" وطن ته راځي؛ نن به د دوستم الوتکه د کابل پر هوايي ډګر راکښته شي

 

ټاکل شوې ده چې تر اوږده جلاوطني وروسته به د ولسمشر پردېس لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم نن د کابل پر هوايي ډګر راکښته شي.

جنرال دوستم څو مياشتې وړاندې هم له ترکيې څخه هېواد ته د سفر موزې را په پښو کړې وې، خو د بلخ پر هوايي ډګر يې الوتکې ته د کښېناستو اجازه ور نه کړل شوه.

څو مياشتې وړاندې جنرال دوستم هېواد ته د افغانستان د نجات ايتلاف په نامه د حکومت ضد ټلوالې د سرلاري په توګه را روان و او ملګريو يې دلته حتا د حکومت چپه کولو ګواښونه کول، خو دا ځل د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه پر کابل راکښته کېږي او دا اندېښنې هم له چا سره نه‌شته چې الوتکه به يې له کښېناستو پرته، بېرته ترکيې ته ولېږل شي.

 

له ارګه، د نجات تر ايتلافه؛

جنرال دوستم هغه مهال چې د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه واک ته ورسېد، څو ځله يې شمال ته لښکرکشي وکړه او هلته يې خپلو سيالانو ته زور پيمانه کړ.

ده په شمال کې د طالبانو د ځپلو په نوم پراخ عمليات وکړل، خو څومره چې به تر عملياتو وړاندې غورېده، هومره هيچېرته هم و نه غورېده.

هغو سيمو ته چې دوستم به د طالبانو د ځپلو لپاره ور روان و، وار له مخه به وسله‌والو ورڅخه پښې سپکې کړې وې، سپکې نښتې به وشوې او قهرجن قوماندان به بېرته خپلې خورې لښکرې د مرکز پر خوا راټولې کړې.

هغه مهال په بلخ کې د جمعيت ګوند اجراييه رييس عطا محمد نور د بلخ والي و او له دوستم څخه يې اړخ سوځېده.

د جنرال دوستم دغه لښکرکشۍ چې الوتکې به يې پر سر ګرځېدې او ځمکه به يې د ټانګونو او درنو موټرو له هيبته رېږېده، کابل ته به د سلګونو لويو موټرو په کاروان کې را روان و، نه حکومت ته د زغملو وه او نه د جنرال سياسي مخالفانو دغه صحنې ليدای شوای.

جمعيت او جنبش ګوندونه چې کلونه يې په شمال کې تر روغې جوړې زيات، له يوه بل په ښکر اړمولو تېر شوي دي. واک ته د دوستم له رسېدو سره د مخالفت يوه نوي پړاو ته ووتل.

هغه وخت شمال ته د دوستم لښکرکشيانې تر ډېره پورې د جمعيت له خوا، د پوځي او نظامي مانورونو غوندې، دوی ته د زور په پيمانه کولو تعبير شوې او له حکومت سره د دغه ګوند اړيکې نورې هم ترينګلې شوې.

بالاخره دوستم پر ځان د جنګ د ډاکټر نوم کېښود او بيا يې په شمال کې د يوې وزلوبې د نندارې پر مهال، په جنبش ګوند کې له خپل پخواني مرستيال او د جوزجان له ځايي سياستوال احمد ايشچي سره خبره واوښته او خبره په ببره پسې واوښته.

ايشچي تور ولګاوه چې د دوستم کسانو د وزلوبې له ميدان برمته وړی دی او د شپې ورباندې جنرال دوستم جنسي تېری کړی دی.

هغه و چې په هېواد کې د جنګ د ډاکټر امپراتوري ولړزېده او دوستم ترکيې ته ولاړ.

هغه مهال داسې اوازې وې چې حکومت په لوی لاس جنرال دوستم تبعيد کړ، خو حکومت وويل، د دوستم موضوع عدلي او قضايي ده او هغه د افغانستان د لویې څارنوالۍ په اجازه ترکيې ته تللی، خو حالت داسې هم نه و، لکه حکومت چې ويل، هر څه سم دي.

دوستم د حکومت د لومړي مرستيال پر ځای، د حکومت لومړی سيالي مخالف شو او بيا يې د جمعيت او نورو ګوندونو په ننګه د حکومت پر ضد يو په بل پسې د توندو څرګندونو او حرکتونو څو جبهې پرانيستې.

 

هېواد ته د دوستم راستنېدل او بېرته ستنېدل؛

 

د تېر کال د همدې جولای مياشتې په اوولسمه نېټه د جنرال عبدالرشيد دوستم الوتکه له ترکيې بلخ ته راغله، عطا محمد نور يې هرکلي ته پر هوايي ډګر ولاړ و، خو له عذر، زاريو او ګواښونو سره سره هم، د دوستم الوتکې ته د کښېناستو اجازه ور نه کړل شوه.

ده هغه مهال هېواد ته تر راستنېدو وړاندې له عطا محمد نور، محمد محقق، انورالحق احدي او ځينو نورو حکومت ضد سړيو او کړيو سره ګوتې پټې کړې وې او افغانستان ته د راتګ هدف يې هم د حکومت پر ضد د دريو ګوندونو د ايتلاف په پرانيست غونډه کې برخه اخيستل و چې ورته پرې‌نه‌ښودل شو.

هغه مهال د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر په یو بیان کې دا راپورونه ناسم وبلل چې ګنې جنرال دوستم له ترکیې راګرځېدلی او الوتکې ته يې د بلخ په هوايي ډګر کې د کښته کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

په اعلامیه کې ویل شوي وو چې؛

"د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال لا هم د ترکیې په انقره ښار کې دی او تر راتلونکو څو ورځو یې وطن ته د ستنېدلو پرېکړه نه ده کړې."

خو له دغې اعلاميې سره سره، هغه مهال داسې رپوټونه هم وو چې د افغانستان د ملي اسلامي جنبش د ځوانانو څانګې له ماسپښین، تر ماخوستنه په مزار شریف ښار کې د جنرال دوستم د هرکلي لپاره چمتووالی نیولی و.

 

د جنګ د مرور ډاکټر پخلا کېدل؛

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو هوکړه د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره په هغه کتنه کې شوې چې څه موده وړاندې په ترکيه کې شوې وه.

دانش څو ورځې وړاندې د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ترکيې انقرې ته سفر کړی و او هلته يې څو ځله له ښاغلي دوستم سره کتلي دي.

داسې اوازې هم شته چې په دغو ناستو کې پر دوستم شرط ايښودل شوی چې د حکومت له هيڅ مخالف به سره يارانه نه پالي، له کابله به بيا د شمال پر خوا لښکرکشي نه کوي او په دې سربېره به، د حکومت بشپړ ملاتړ کوي.

د اوازو په اساس، د قيصاري په اړه د دواړو مرستيالانو تر منځ پرېکړه شوې ده چې قيصاري به بېرته فارياب ته نه ځي، بلکې په کابل کې به د جنرال دوستم په کور کې اوسي او په هيڅ جنګي عملياتو کې به برخه هم نه اخلي.

درې ورځې وړاندې د حکومت يوې باوري سرچينې سرخط ته وويل چې قيصاري به نه خوشې کېږي او حکومت پرېکړه کړې ده چې د دوستم او ايشچي دوسيه به هم، هېواد ته د دوستم له راګرځېدو سره سم، بېرته پرانيستل کېږي او د قانون مطابق عمل به ورسره کېږي.

ارګ تر اوسه رسمي د دغو ناستو او هوکړې په اړه جزيات نه دي ورکړي.

 

دا ځل له ارګه د جنګ د ډاکټر د راتګ زېری؛

سره له دې چې په دې وروستيو کې د ارګ هره دويمه خبره د سولې په اړه وي، خو پرون

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په کابل کې پر خبریالانو زېری وکړ چې سبا به د جنرال دوستم الوتکه پر کابل راکښته شي او دوستم به بېرته د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جنرال دوستم او ايشچي قضيه به څنګه کېږي، چخانسوري وويل، د ښاغلي دوستم اړوند تېرې قضیې د عدلي او قضايي ارګانونو اړوندې دي چې دغه خپلواک بنسټونه به د هېواد د قوانینو مطابق څېړنې کوي.

دا چې د حکومت لومړی مرستيال څنګه له لومړۍ مرستيالي، د حکومت تر لومړۍ درجه مخالفت او بيا بېرته له هغه ځايه د حکومت لومړۍ مرستيالي ته راکوږ شو، تر دې منځ څومره معاملې، ګواښونه، پلانونه، دسيسې، موخې او ستونزې پټې دي، هره يوه يې سل پوښتنې لري چې ډېرې يې بې‌ځوابه پاتې دي.

 

وروستۍ نيونې او بلواوې؛

جنرال دوستم په داسې حال هېواد ته راګرځي چې د جنبش ګوند پلويانو د دغه ګوند د جنګي قوماندان نظام الدين قيصاري د خوشې کېدو او هېواد ته د دوستم د راستنېدو په موخه، په فارياب کې ولايت مقام ته تر اور اچولو، په ورڅېرمه ولايتونو کې د حکومتولي تر درولو او خونړيو لاريونو وروسته، د فاریاب، سرپل او تخار ولايتونو د ټاکنیزو کمېسیونونو دروازې تړلې.

دوی په دې سربېره، د اقينې او شېرخان بندرونه هم د تجاري موټرو پر مخ تړلې چې له امله يې په ټول هېواد کې د خوراکي او سون توکيو بيې اسمان ته ختلې دي.

د دوی لويه غوښتنه د نظام الدين قيصاري خوشې کېدل دي، خو د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وايي، د نظام الدین قیصاري د نيول کېدو قضیه حقوقي بڼه لري چې د حقوقي بنسټونو له خوا به ارزول کېږي.

 

دی وايي، قیصاري لا هم په بند کې دی، څېړنې ترې روانې دي او د قانون مطابق عمل تر ارزول کېدا وروسته به د محکمې له خوا پرېکړه کېږي.

قيصاري د هغو جنګي قوماندانو په ډله کې يو دی چې په دې وروستيو کې حکومت د هېواد په بېلابېلو برخو کې نيولي دي.

پر ده د خلکو د وژنې، لوټنې او ګڼ شمېر نورو ځورونو تورونه دي او په وار وار يې د محاکمه کېدو غوښتنې شوې دي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې