پر کورنیو توليداتو بېباوري چا را منځ ته کړې؟
کورني تولیدات یعنې هغه تولیدات چې د هېواد په داخل کې له داخلي یا بهرنیو اوومو موادو تولیدېږي، یو له هغه سرچینو څخه دي چې کولای شي یو هېواد له اقتصادي پلوه په پښو ودروي. د وروسته پاتې او یا مخ پر وده هېوادونو د اقتصادي غښتلتیا لپاره تر کورنیو تولیداتو بل ښه فکټور نهشته او همدا تولیدات بیا د اقتصادي انقلاب سبب هم ګرځېدای شي. زموږ هېواد چې اوس یې د مخ پر وده هېوادونو په لیسټ کې شاملولای شو، کورنیو تولیداتو ته اشده اړتیا لري او تر ډېره دې برخې ته له تېرو ۱۷ کالو را په دې خوا د پانګهوالو پام هم راګرځېدلی دی.
په دې وروستیو کې د کورنیو تولیداتو تهیه کوونکي په دې عقیده دي چې د کورنیو تولیداتو پر کیفیت د خلکو باور تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی او تر ډېره حقیقت هم دی، خو د هغو خلکو خبره د ملاحظې وړ ده چې وایې ټول کورني توکي بېکیفیته دي، ځکه چې یو شمېر کورني تولیدات داسې هم لرو چې د اسیا او ان نړۍ په سطحه د مقایسې وړ دي، خو اوس پوښتنه دا ده چې دا بېباوري د چا له خوا ده او ولې خلک پر کورنیو تولیداتو بېباوره دي؟
څو ورځې وړاندې مې په ټولنیزه رسنۍ یو مضمون خپور کړی و چې په هېواد کې زیاتې صنعتي او تولیدي فابریکې شته چې د کورنیو تولیداتو لپاره لیبل او د پیک کولو پاکټونه د زیات چاپي لګښت او پر کورنیو تولیداتو باندې د بېباوري او ځینو نورو علتونو له امله د نورو هېوادونو له فابریکو څخه په غیر قانوني ډول تر سرحده را اړوي او په داخل کې د تولید شوو توکيو د پیک کولو او لیبل لګولو لپاره ترې ګټه اخلي چې دولت یې باید مخه ونیسي، خو په تبصرو کې زیات خلک په دې اند وو چې ګوندې په دې برخه کې فابریکې نه، بلکې یوازې خلک ګرم دي چې پر کورنیو تولیداتو باندې بېباوره دي او د دوی په نسبت بهرنیو تولیداتو ته زیاته ترجیح ورکوي؛ نو د فابریکو مسوولان هڅه کوي چې د بهرنیو فابریکو په لیبل او پاکټ خلک تېرباسي او داخلي توکي د بهرنیو توکيو په نامه وپلوري.
د دوی د ځواب او د خلکو د لا پوهاوي په خاطر لیکم چې د تولیداتو د بازار موندلو لپاره څو فکټورونه مهم دي چې باید په پام کې ونیول شي؛
تر هر څه مخکې د کیفیت تضمین مهم دی چې خلکو ته ورکړل شي، که مو د تولیداتو کیفیت له پیله ښه او د باور وړ و؛ نو هیڅکله به هم ستاسې پر تولیداتو بېباوري را منځ ته نهشي، خو که مو توليدا په پيل کې مارکېټ ته په خراب کيفيت وړاندې کړل، وروسته که بیا پر کیفیت هر څومره خواري وکړئ، د خلکو باور مو له لاسه وتلی او بیا به ډېر په سخته باور جوړ کړئ.
زموږ په صنعت او تولید کې یوه عمده ستونزه دا هم ده چې پر امتحاني تولیداتو باندې هومره خواري نه کوي، څومره چې په کار ده. همدا هم یو علت کېدای شي چې خلک پر تولیداتو بېباوره شي.
دويمه خبره د عامه پوهاوي او بازار موندنې ده، که ماښام ټلوېزيون یا راډیو تعقیب کړئ، و به ګورئ چې اکثره چینلونه په ساعت کې لسګونه اعلانات درباندې ګوري، خو که همدې اعلاناتو ته پام وکړئ د کورنیو او بهرنیو تولیداتو تر منځ پر توپیر به ډېر ښه پوه شئ.
د کورنیو تولیداتو اعلان غیر منظم، نه جذبوونکی او زیاتره وخت د نارینهوو په غږ کې ثبت شوی وي، خو که همدا مهال بیا د بهرنیو تولیداتو اعلاناتو ته ځیر شئ هغه ډېر جذاب، منظم، لنډ او ډېر کله په ښځینه غږ کې چې د توجه وړ ګرځي، ثبت شوی وي.
عصري مارکیټنګ یا بازارموندنه وایي چې د اعلان پر مهال د تولیداتو پر ګټو وغږېږئ، خو دلته برعکس اوس هم په اعلاناتو کې په هماغه روايتي بڼه د تولیداتو پر جوړښت او عناصرو تمرکز کېږي، جوړېږي او خپرېږي چې همدا د عامه پوهاوي پر نشتوالي یا کموالي دلالت کوي.
د دولت عدم اجرات یو بل فکټور دی چې د کورنيو تولیدات د رکود او لوېدو باعث ګرځي. حکومت باید پر بهرنیو تولیداتو Tariff او Quota «ګمرکي محصول او حد ټاکل» ولګوي چې هغه تولیدات چې له بهره را واردېږي قیمت یې لوړ شي او خلک مجبور شي چې کورنیو تولیداتو ته مخه وکړي.
Tariff یا ګمرکي محصول هغه اندازه ټیکس یا مالیه ده چې حکومت یې په وارداتو او صادراتو باندې په بندرونو کې لګوي چې په دې سره حکومت په اساني کولای شي چې د وارداتو او صادراتو حد کنټرول کړي. که وغواړي چې کوم تولیدات یې هېواد ته په کمه اندازه را وارد شي؛ نو زیات ګمرکي محصول پرې لګوي چې په دې سره سوداګر مجبورېږي چې په هماغه اندازه تولیدات راوارد کړي چې دلته ورته مارکېټ ولري.
Quota سهمیه یا حد ټاکل
هغه لیمټ یا حد ټاکلو ته وایي چې حکومت یې د وارداتو او صادراتو پر اندازه لګوي، لکه د افغانستان حکومت امر وکړي چې پر تورخم به د یوې میاشت په جریان کې تر ۱۰۰۰ ټنه زیات وړه نه را اوړي، دې حد ټاکلو ته کوټا یا سهمیه وایي.
که حکومت پر وارداتو کوټا او ټاریف ولګوي، ښکاره خبره ده چې خلک به کورنیو تولیداتو ته مخه کړي.
د دې او دې ته ورته عواملو په اساس په اسانۍ سره پرېکړه کولای شو چې حکومت او فابریکو په لوی لاس د خلکو بېباوري ته لاره هواره کړې ده او خلک په دې برخه کې تر ډېره ملامت نه دي.
0 نظرونه