افغانان، جګړه او ډوډۍ
۳۰ سرطان ۱۳۹۷ 101576 0 نظر زیارمل حميدي

افغانان، جګړه او ډوډۍ


له ننه ۱۷ کاله وړاندې امریکا افغانستان ته راغله چې ګواکې دلته نړیوال ترهګر دي او دغه ترهګر د امریکا ملي امنیت ته ستر خطر دی. امریکا د نیویارک له بریدونو وروسته په افغانستان کې جګړه پیل کړه چې تر ننه د دې جګړې اور تود دی. دا جګړه خدای خبر چې لا به څومره اوږدېږي او لا به د څومره انسانانو ککرۍ رغړوي.

امریکا د افغانستان په جګړه کې هيڅ زیان نه دی لیدلی، خو ګټې یې ډېرې کړې دي. دوی د جګړې په پلمه او د وسله‌والو ډلو د جهادي فکر په پلمه دلته د پښې ځای پیدا کړی دی او د سیمې هېوادونه یې دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې د امریکا د نظامي اډو فعالیت ومني.

دوی روسیه، ایران او چین له پرمختګونو را ګرځوي او په دې توګه خپله شروع شوې لوبه روانه ساتي.

امریکا پر اروپايي هېوادونو مالیات وضع کوي، د چین پر صادراتو مالیات وضع کوي، پر ایران بندیزونه لګوي او دا کارونه په واضح او نړیواله کچه کوي.

له اوربنده وروسته افغان حکومت خپلو پوځیانو ته امر کړی چې پر وسله‌والو طالبانو دې تعرضي بریدونه نه کوي، بلکې یوازې دې دفاعي حالت خپل کړي. دې مسالې وسله‌والو مخالفانو ته فرصت په لاس ورکړی دی چې په بې‌غمه زړه جګړې تنظیم کړي او خپل بریدونه شدید کړي. وسله‌والو طالبانو له اختره وروسته کله چې يې د اوربند ټاکل شوې نېټه ختمه شوه، په غزني، وردګو، لوګر، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې پراخې جګړې وکړې.

حکومت د ستونزو د حل پر ځای د وزیرانو پر لرې کولو، ځای پر ځای کولو، بوختولو او خپلو ملګرو په خوشاله کولو لګیا دی. بل خوا زموږ قسم خوړلي دښمنان زموږ د بربادۍ نوي پلانونه جوړوي. حکومت له دغو پلانونو خبر هم نه دی. پاکستان نوې دسیسې روانې کړې دي او افغان حکومت پرې اروا هم شکه نه ده.

د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د امریکا فعالیتونو ته پوره د شک په سترګه ګوري او په دې برخه کې یې ادعاوې هم کړې دي چې امریکا په سیمه کې ټروریزم پیاوړی کوي او خپلو اهدافو ته د ځان رسولو په موخه اوبه خړوي او کبان پکې نیسي.

دا مسایل ښيي چې افغان جګړه ډېر خطرناک پړاو ته ننوځي او ډېره خونړۍ کېږي. طالبان هم د دې جګړې د مهم لوري په توګه هڅه نه کوي چې ځان خبر کړي او خپل سرونه د روانې جګړې په اصلي ماهیت خلاص کړي. دوی لا هم خپله جګړه جهاد بولي او له طالبانو پرته نور ټول انسانان امریکا پلوه او هره د سولې خبره د امریکا دسیسه او په هېواد کې هر پرمختګ تر شا تریخ حقیقت ویني.

دوی له هلمند او پېښوره کابل ته د را روان شوي پلي کاروان هڅې په اوبو لاهو کړې. دوی دغه کسان د امریکا له لوري د پيل شوې دسیسې پلویان او یا په اصطلاح کارکوونکي وبلل. دا سمه ده چې په افغانستان کې پردۍ جګړه روانه ده، دا جګړه د امریکا او پاکستان ګټې پالي، خو قرباني یې ولس دی او باید د ولس غوښتنو ته درناوی وشي.

ولس د طالب، حکومت او امریکا ظلمونو دومره چوپ کړی چې خپل غږ نه‌شي اوچتولای که نه د امریکا ایستل او د دوی د نظامي حضور پای ته رسېدل ممکن د ډېرو افغانو غوښتنه وي.

طالبان که په رښتیا غواړي چې امریکایان له افغانستانه ووځي؛ نو په خپلو سیمو کې دې مدني حرکتونو ته اجازه ورکړي چې د امریکا د حضور او طالب جګړې د پای لپاره خپل غږ اوچت کړي. طالبانو همدا راز د سولې لپاره مذهبي هڅې هم د امریکا دسیسه بللې ده او وایي چې دا هڅې د امریکایي د دسیسو له برخو څخه دي.

اوس د طالبانو دا ټول غبرګونونه افغانانو ته د جګړې ډېر بد زېري ورکوي. ښایي د طالبانو دا ډول اقدامات د افغان حکومت او نړیوالو متحدانو حوصله سر ته ورسوي او جګړه خونړۍ شي، خو بیا به د دې خونړۍ جګړې بیه څوک پرې کوي!؟ مالومه خبره ده چې د تېر په څېر به بیا هم د دې جګړې قربانیان افغان ولس وي. بیا به هم افغانان وي چې د خپلو وروڼو جنازې تر ګوره وړي.

مدني فعالانو او عام ولس ته په کار ده چې نور راپورته شي، د طالبانو، امریکا او بل هر هغه چا پر وړاندې غږ لوړ کړي چې د دوی وینې د خپلو ګټو لپاره تویوي. دا ډېر د شرم ځای دی چې په ۲۱مه پېړۍ کې خلک د خپل پرمختګ او ښېرازۍ جشنونه نمانځي، خو افغانان لا هم د ډوډۍ په لټه کې دي. په ایران، دوبۍ، عربستان، پاکستان او بل هر بهرني هېواد کې پردۍ مزدورۍ کوي. د خپل ورور جنازه تر ګوره وړي، په ژوند کې یې د سانتي متر په اندازه بدلون نه راځي، خو پر سر یې ولاړ حاکمان د ژوند تر ټولو پرمختللي امکانات لري.

نه یوازې حکومتیان، بلکې طالب مشران هم د ژوند ښه امکانات لري، په کلو او بانډو کې تر ټولو ښکلي موټرونه د دوی دي. پیسې لري او ښکلي عصري ژوندونه یې جوړ کړي دي. ملت په دې منځ کې د پردیو ګټو لپاره په وینو کې لمبېږي.

د حکومت ستر مسوولیت دی چې د بې‌ځایه او احساساتي خبرو پر ځای په بنسټي بڼه د جګړې او سولې لپاره کار وکړي. دا ستونزه دې درک کړي، که د جګړې له لارې د حل وړ ده، وخت دې نه ضایع کوي او که د سولې له لارې د حل وړ ده هم همدا یې وخت دی. دا سمه ده چې په طالب او حکومت دواړو کې په پیسو او ګټو مست اشخاص جګړه پای ته رسول نه غواړي، خو هغوی چې ضمیر لري، درد لري او د دې وطن انسانان ورته اهمیت لري باید غږ اوچت کړي او دلته روانه لوبه پای ته ورسوي. افغانان د سولې تږي دي او دغه تنده یوازې خدمتګار او حق ویوونکي انسانان ماتولای شي.

حکومت د کمزورۍ نهايي برخې ته رسېدلی دی، ناسم مدیریت، نااهلو ته د چارو سپارل، د واک پر سر شخړې، قومي او ژبنی تعصب، د چارواکيو تر منځ نه همغږي، فساد، نه ملاتړ او سطحي فکر د هېواد چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي. د حکومت مشران د بنسټي ستونزو د حل پر ځای داسې چارې پر مخ وړي چې هغه یوازې د فېسبوک په سوژه بدلېږي او د اعلاناتو په څېر ګرځي او هيڅ وخت هوښیار مشتري نه‌شي پيدا کولای.

اوس هم هر څوک چې د سولې غږ کوي مهمه دا ده چې پر امریکا فشار راوړي. یوازې امریکا کولای شي دلته د جګړې ماشین ګل کړي. پر پاکستان مالي مرستې بندې کړي، دلته د ترهګرو پالل بند کړي، د سیمې د هېوادونو تشویشونه رفع کړي او پاکستان په جدي توګه د ترهګرو له ملاتړه را وګرځوي، که داسې وشي په افغانستان کې به جګړه د ګوتو په شمار ورځو کې ودرېږي.

دا وړه خبره نه ده، دلته په جګړه ستره پانګونه کېږي. وسله‌وال طالبان په یوازې ځان دا جګړه مخ ته نه‌شي وړای، ان د خپلو نقلیه وسایطو د تېلو پیسې به پوره نه کړي، دلته روان حالت فکر ته اړتیا لري او بنسټي حل غواړي. که موږ افغان جګړې یا د سولې راوستو بهیر سطحي وګڼو او د ستونزو اساسي حل ته متوجه نه وو، ستره تېروتنه به مو کړې وي.


 

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې