په امریکا کې ۱۱ تنه مړه شول
د امریکا متحده ایالاتو په مېزوري ایالت کې په یو جهیل کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي دي.
د میزوري ایالت د سټون سیمې د پولیسو مشر ډاوګ راجر وايي، دا کښتۍ چې سیلانیان پکې سپاره وو، د ټېبل راک سیمه کې ډوبه شوه.
تر اوسه په دې پېښه کې پنځه تنه ورک هم دي.
پولیسو ویلي، داسې ښکاري چې توپاني هوا د دې کښتۍ د ډوبېدو سبب شوې ده.
0 نظرونه