ټرمپ پوتین ته مېلمستيا کوي
ښکاري چې د امریکا ولسمشر له خپل روسي سیال سره ډېرې نږدې اړیکې غواړي.
تازه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر خپلو چارواکیو ته سپارښتنه کړې چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین سږنی منی واشنګټن ته ور وبولي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، سارا سنډرز وايي، ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت په برخه کې له خپل سلاکار، جان بولټن سره غږېدلی او له هغه يې غوښتنه کړې چې پوتین ور وغواړي او د بلنې ترتیبات یې ونیسي.
هغې پر خپل ټوېټر لیکلي چې ټرمپ او پوتین په هلسنکي کې د کتنې پر مهال هوکړه کړې وه چې د دواړو د امنیت شورا چارواکي به د مسکو او واشنګټن ترمنځ خبرې او اړیکې روانې وساتي.
0 نظرونه